د طبعی علومو مرستیال - د افغانستان د علومواکاډمي

د طبعی علومو مرستیال

 

 

 د افغانستان د علومو اکادمۍ د طبیعی – تخنیکي علومو د برخې د مرستیال څېړنپوه رحمت ګل احمدي پېژندنه!


ښاغلی څېړنپوه رحمت ګل احمدي په ۱۳۴۰ ل. کال کې سترګې نړۍ ته پرانستې دي. په ۱۳۴۷ ل. کال کې د ښونځۍ په لومړي ټولګي کې شامل او ۱۳۵۹ ل. کال کې د لغمان ولایت د روښان لیسې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي دی. په همدې کال د کانکور تر ازموینې تېرولو وروسته لومړۍ د کابل پوهنتون ته شامل او بیا د لوړو زده کړو د وزارت له خوا د لوړو زده کړو د لاسته راوړلو لپاره د روسې د فدراتیف جمهوریت د مسکو د ښار د مندلیف په نامه د کیمیا د تکنالوژي پوهنتون ته واستول شو.

په ۱۳۶۶ ل. کال د نوموړي پوهنتون د کیمیا د تکنالوژي او کیمیاوي سرې له رشتې څخه ئې د ماستري عالي دیپلوم د (انجینرتخنالوګ) په حیث تر لاسه کړ.

له عسکري خدمت څخه تر ترخیصېدو وروسته په ۱۳۶۸ ل. کال کې ئې د افغانستان د علومو اکادمۍ په علمي کادرکې دشمولیت په موخه د کانکور په ازموینه کې برخه واخسته، نوموړې د ازموینې تر بریالۍ سرته رسولو وروسته د علومو اکادمۍ په علمي کادرکې شامل او په ۱۳۶۹ ل. کال کې ئې د څېړنیار علمي رتبه ترلاسه کړه. په ۱۳۷۴ ل. کال کې ئې د څېړنیوال او په ۱۳۸۶ ل. کال کې ئې د څېړنپوه علمي رتبې ته ترفیع وکړه.

محترم څېړنپوه رحمت ګل احمدي د علمي څېړنو د میتودونو د زده کړې لاندې کورسونه د هندوستان په دوست هېواد کې بشپړ کړي دي:

 

  • Fellowship for Research and Advanced Training (FRAT 2013) 01.06. 2013-31.12.2013 SDC SAARC in NISCAIR New Delhi Satsang Vihar-14 India.
  • International training program on Research Methods in Labour studies. February 08-26 2010 V.V. Giri National Institute Noida India

 

ښاغلي څېړنپوه رحمت ګل احمدي د افغانستان د علومو په اکادمۍ کې په بېلا بېلو برخو کې لکه: د غیرعضوي کیمیا د دیپارتمنت امر، د کیمیا د انستیتوت امر، د کلوئیدي کیمیاد دیپارتمنت امر ، د کیمیا، بیولوژي او کرنیزو علومو د مرکز رئيس او د همدې مرکز د منشي په توګه دندې ترسره کړې دي. نوموړی 23 علمي- تحقیقاتي آثار لري، د آریانا دایرةالمعارف  د لمړی ټوک، دویم ټوک، دریم ټوک، څلورم ټوک، پنځم ټوک او شپږم ټوک د آرتیکلونو په لیکلو کې په فعاله توګه برخه اخیستې  په پښتو ، دري، روسي او انګلسي ژبو باندې تسلط لري. 

د اړیکی شمیره  
بریښنالیک