د اسلامی علومو مرستیال - د افغانستان د علومواکاډمي

د اسلامی علومو مرستیال

     د  څیړنوال سیف الرحمن ستانکزی لنډه پيژندنه    

     څیړنوال سیف الرحمن ستانکزی  په ۱۳۴۸لمریز کال کی زیږدلی .په ۱۳۶۹ کال کی دامام اعظم له ثانوی مدرسی څخه فارغ شوی،په۱۳۷۰ کال کی داسلامی پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی کی شامل اوپه ۱۳۷۴ کال  له نوموړی پوهنځی څخه په اعلی درجه دلیسانس په سویه فارغ شوی.  دفراغت څخه وروسته دشهدا او معلولینو په وزارت کی  دحققوقی ریاست د ریس په توګه دنده اجرا کړی اوپه ۱۳۷۶ کال دکابل پوهنتون داقتصاد پوهنځی دریس په توګه اووروسته دځمکی پوهنی دپوهنځی دریس په توګه دنده اجرا کړی . په ۱۳۷۹ کال دکابل پوهنتون دژبواوادبیاتو پوهنځی عربی دیپارتمنت کی داستاد په توګه مقررشوی او دنامزادی له دوری وروسته د پوهیالی رتبی ته ترفیع وکړه اوپه عین حال کی دطب په پوهنتون کی داسلامی ثقافت داستاد په صفت دنده اجرا کړی . اووروسته په ۱۳۲۸۱ کال کی درتبی په تعدیل سره دمعاون محقق په صفت دعلومواکاډمی دفقه او قانون  په مرکز کی دعلمی غړی په توګه  مقررشوی . وروسته دتبیان دعلمی – تحقیقی مجلی دمدیرمرستیال په صفت  اودقانون دانستیتوت دامر په صفت دنده اجرا کړی .اوه کاله دعدالت مجلی چی دعدلی وزارت مربوط ده دتحریر د هیت  په صفت دنده اجرا کړی .

داریانا دایره المعارف په تالیف کی دمؤلف ، ژباړونکی اوکره کتونکی په صفت کارکړی . په ۱۳۹۳ کال کی د ازاد داسلامی پوهنتون دعمومی حققوقو دماستری څخه فارغ شوی . او د څیړنوال علمی رتبی ته  یی ارتقا کړی .

په ۱۳۹۳ کال دعلومو اکاډمی داسلامی علوم دبرخی دمرستیال په صفت رسما ګمارل شوی اواوس هم په نوموړی بست کی کارکوی.

تالیفات  :

۱ -  وسایل الاثبات لدعوی  ناچاپ شوی .

۲ -  رژیم حقوقی مسؤلیت  مدنی دولت درافغانستان .

۳ -  دعقدشرک دشریعت اوقانون په رڼا کی .

۴-  اجتهاد اودهغه دول په تقین کی .

۵ -  دکارلاندی پروژه دفقهاؤ داختلاف اسباب اودتقرب نظریه

تقریبا( ۸۰) علمی تحقیقی مقالی دحقوقو ، قوانینو ، اصول فقهی اودینی علوموپه موضوعاتوکی په تبیان ، اریانا ، عدالت اوقضا مجلو کی  چاپ اوخپری کړی دی .