ریس ویناوی - د افغانستان د علومواکاډمي

ریس ویناوی

 

د ارواښاد  عبدالخالق ا خلاص د يو سلو پنځلسمې كاليزې په ياد علمي ادبي څېړنغونډې ته د افغانستا ن د علومو اكاډمۍ پيغام

د يوې ټولنې او هېواد په علمي،  فرهنګي ، سياسي او ټولنيزې ودې او پرمختيا كې د هغوى شخصيتونه ستره او ارزښتناكه ونډه لري ، كه څوك د خپل هېواد يا ټولنې د علمي ، فرهنګي او سياسي بهير له شاليد سره مينه لري ، پرې پوهېدل او ترې خبرېدل غواړي ، نو ددې لپاره  د خپلو پياوړو علمي ، فرهنګي او ټولنيزو څېرو له ژوند پېښو ، افكارو او آثارو سره اشنايي اړينه ده.

زموږ ګران هېواد افغانستان د تاريخ په هر دور كې ډېر داسې نوميالي علمي او فرهنګي شخصيتونه په خپله غېږ كې روزلي او پاللي ، چې په ټولنيزې ، علمي – فرهنګي ودې او پرمختيايي بهير كې يې د يادونې او ستاينې وړ ونډه لرلې ده .

يو له دغو معاصرو نومياليو څخه ارواښاد عبدالخالق اخلاص دى ، چې له څو اړخيز علمي ، فرهنګي ، ملي او ټولنيز شخصيت څخه برخمن دى .

ارواښاد عبد الخالق اخلاص چې له نن څخه ۱۱۵ كاله وړاندې د كونړ ولايت د وټه پور سيمې د دهوز نومې كلي په يوه علمي  او  روحاني كورنۍ كې سترګې نړۍ ته غړولې وې ، دديني او ادبي علومو مروجې زده كړې يې له خپل عالم او فاضل پلار او د سيمې له نورو پوهانو او علماوو څخه بشپړې كړې او بيا يې په ځوانۍ كې دولتي ملازمت ته مخه كړې وه ، لومړنى رسمي ماموريت يې په اماني دوره كې د نظامي كنډك د كاتب په توګه پيل او بيا په افغان پوځ كې د كنډك مشرۍ تر رتبې ورسېد . د محمد نادر خان د واكمنۍ پر مهال په ملي شورا كې د كونړ د خلكو استازى و ، خو چې كله پښتو ټولنه رامنځته شوه ، له هغو لومړنيو قلموالو څخه وو ، چې د خپلې ژبې د ودې او پرمختيا لپاره يې نه ستړې كېدونكې هلې ځلې كولې ، څه موده يې د اتحاد مشرقي اخبار د مرستيال په توګه هم دنده تر سره كړې او بيا بېرته پښتو ټولنې ته راغلی او د لغاتو د څانګې د مدير په توگه يې كلونه كلونه  علمي – فرهنګي خدمت تر سره كړى دى .

په  ۱۳۶۰ لمريز كال  د  بوډاتوب په حال كې له خپلې كورنۍ سره د پښتونخوا سوابۍ سيمې ته تللى ، كلونه كلونه يې د مهاجرت ستونزمنې شپې ورځې د كډوالو په پنډغالي (كمپ) كې تېرې كړي او پر ۱۳۶۷ ل كال د هجرت په دیار کې وفات شوی دی ،چې د لوی خدای له درباره ورته جنتونه غواړو.  

ارواښاد اخلاص زموږ د معاصر فرهنګي بهير له وتليو علمي – فرهنګي شخصيتونو څخه وو ، په پښتو او دري ژبو يې د هېواد په مطبوعاتو كې پر  ډېرو خپرو شوو مقالو سربېره ، د استقلال امانيه ، سيف الامان ، تصحيح التلاوت فى العلم القرائت ، نهضت پشتو ، نورستان يا جديدالاسلام ، د نورستان حالات ، لوى خويونه او د نظم او نثر ځينې نور ځانګړي چاپ او ناچاپ آثار پاتې دي ، چې له امله يې نوموړى د خپل عصر پياوړى علمي او فرهنګي شخصيت بلل كيږي . اوس چې د كونړ ولايت مقام او د علمي فرهنګي ټولنو له خوا د هېواد د دغه حقدار ليكوال ، شاعر ، علمي – فرهنګي شخصيت په ياد علمي څېړنيز سيمينار جوړيږي ، د افغانستان د علومو اكاډمي د هېواد د لوړ علمي – فرهنګي مركز په توګه د دوى دا علمي هڅې ستايي او په دې هيله یو چې په دې علمي – ادبي څېړنغونډه كې به ليكوال او څېړونكي د مقالو په ترڅ ګې د ادب او فرهنګ د ډګر د دغه خدمتګار د ژوند ، اثارو او افكارو په اړه رڼا واچوي او د مقالو ټولګه به د ادب او فرهنګ د مطالعې د مينه والو په ښه ورشي . په پاى كې ددې سيمينار جوړوونكو ته د لا برياليتوبونو او هېواد ته د هر اړخيزې سوكالۍ او علمي – فرهنګي پرمختيا هيله كوو .

په درنښت

څېړنپوهه ثريا پوپل

د افغانستان د علومو اكاډمي رئيسه