کنفرانسونو - د افغانستان د علومواکاډمي

کنفرانسونو

 
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي ــ څېړنیز کنفرانس

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي ــ څېړنیز کنفرانس جوړ شو 
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت له لوري د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي ــ څېړنیز کنفرانس د علوم اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کې داير شو.
دغه كنفرانس چې قرانكريم د څو مبآركو ايتونو په تلاوت سره پيل شو وروسته د علومو اکاډمۍ عمومي رئيس څېړنوال دکتور عبدالظاهر شکیب په خپلو پرانستونكو خبرو کې ویل چې د اسلام سپېڅلی دین هر ډول فساد رد کړی دی. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ زموږ په هېواد کې فساد هغه پدیده ده، چې زموږ ادارې ورسره مخ دي. او زموږ د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دى ، ښاغلي شكيب زياته كړه د اداري فساد د ریښو پيدا کول او د یوې ملي پدیدې په توګه پېژندل، د فساد په وړاندې د عامه افکارو راپارول او داسې نورې ورته لارې چارې کولې شي، چې د اداري فساد په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.
همدا راز هغه وویل: فساد د هر ډول پرمختګ مخنیوی کوي، فساد یوازې رشوت او بډې اخیستنه نه ده، بلکې ټول هغه موارد په کې شاملیږي چې د جزا په کود کې راغلي دي ښاغلي شكيب وويل چې د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې د دولت رول او نقش هم ډېر اړین دي چې دولتونه باید د اداري فساد پر ضد د مبارزې هوډ او جدیدیت له ځانه سره ولري. چې خوشبختانه دا هوډ اوس څه نا څه پياوړى شوى ،خو بيا هم غوښتنه مو داده چې قانون دې پرته له امتيازه تطبیق او د فساد پر ضد دې د هر اړخیزې مبارزې اقدامات لا ګړندي شي، تر څو مو ټولنه له دغه سرطاني مرض څخه نجات ومومي.
له دې وروسته معاون سرمحقق محمد یوسف حازمي بیا د اداري په فساد تر پېژندنې تر سرليك لاندې خبرې وكړو او ويې ويل : فساد د بربادۍ او تباهۍ په مانا دی. هغه ټولنې چې د فساد پر ضد مبارزه نه كوي يوه ورځ له ركود سره مخامخ كېږي نو د هېواد دابادۍ او پرمختيا لپاره د فساد پر ضد مبارزه اړينه ده . 
څېړنوال برهان الدین نیازي بیا په افغانستان کې د اداري فساد په لاملونو وغږېده. د نوموړي په وینا افغانستان په تېرو لسو کلونو کې په نړیواله کچه له اولې، دوهمې او دریمې درجې په لرلو سره د نړۍ په فساد لرونکو هېوادونو کې راغلی دی.
نیازي همدا راز زیاته کړه؛ په ټوله کې کولی شو، چې د افغانستان د اداري فساد لاملونه د حکومتونو او ادارو کمزوري، چې په دې کې خارجي او داخلي مداخلې، په لوړو دولتي بستونه باندې د هېواد ملي ګټو ته د ناژمنو اشخاصو ګمارنه، ناامني، بې باوري ، د ایمان كمزوري، معنویات او عامه مسئولیتونو ته نه ژمنتيا ، دملي مسائلو پر وړاندې بې باوري، دا ټول هغه څه دي چې په هېوا کې یې اداري فساد ته زمينه برابره کړې . 
وروسته بیا سرمحقق عبدالولي بصیرت وویل: هغه څه چې د جزا په کود کې ذکر شوي دي، كه هغه په سمه توګه تطبیق شي نو یقین لرو چې اداري فساد به تر خپل وروستي حده پورې کم شي.
د ټولنیزو علومو رئیس شیرعلي تزری بیا د اداري فساد په تاثیراتو وغږیده او زیاته یې کړه؛ چې اداري فساد بې شمیره منفي تاثیرات لري، چې له هغې یې د عوایدو نه راټولېدنه، د عامه افکارو او روحيې کمزوري کېدل، د کارونو او فعالیتونو د ځنډ او خنډ لامل کېدل، د خارجي کومکونو او مرستو مخنیوی، د چاپيریال ککړېدنه او ګڼ شمیر نور منفي تاثیرات، چې کولى شو د قوانینو په وضع، کار اهل کار ته په سپارلو، کاري تنظیم د اقتصاد په رڼا کې، مکافات او مجازات او ورته نورو لارو چارو کولی شو، چې د اداري فساد مخنیوی وكړو او له منځه يې یوسو.
دکنفرانس په پای کې د پوهانو او استادانو له خوا په مناقشوي ډول نظریات د پوښتنو او ځوابونو په ډول د موضوع په اړه وړاندې 

شول.

 

اهداف انکشاف پایدار افغانستان«۲۰۱۵- ۲۰۳۰»

نن چهار شنبه د افغانستان دعلومو اکاډمي د کنفرانسونو په تالار کې د UNDP، اقتصاد وزارت او اجرائیه ریاست استازو لخوا د( اهداف انکشاف پایدار افغانستان«۲۰۱۵- ۲۰۳۰») پرزینټيشن وړاندې شو.
په پیل کې د علومو اکاډمۍ علمي منشي ډاکټر احمدشاه عمر وردګ راغلیو استازو ته ښه راغلاست ووایو او زیاته یې کړه دا یوه مهمه برنامه ده، چې د افغانستان لپاره ډېره اړینه ده، ځکه دا یوه جامع او هر اړخیزه برنامه ده او هيله یې وکړه چې د علومو اکاډمۍ استادان وکولی شي ددې برنامې په اړه ښې طرحې ډیزاین کړي، د اقتصاد وزارت او نورو ورته ادارو ته یې وسپاري.
په اقتصاد وزارت کې دUNDP استازي حفیظ الله حسیب لخوا پرزینټیشن وړاندې کړو.
هغه د خبرو په پیل کې د علومو اکاډمۍ له پوهانو څخه هیله او غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې پاملرنه او کار وکړي. نوموړي همدارنګه د پرزینټیشن په وړاندې کولو کې وویل: نړۍ له ۲۰۰۰م کال مخکې له ډېرو ستونزو او ګواښونو سره مخ وه چې په ترڅ کې یې د نړۍ هېوادونو د ځان لپاره اته( فقر او لوږه، د جندر برابري، دمېندو روغتیا، چاپیریال ساتنه، نړیواله همکاري، د امنیت ټینګښت، له ساري ناروغیو سره مقابله او د ماشومانو د مړینې راټیټول وو) وټاکل، چې موږ هم(افغانستان) په ۲۰۰۴کال کې په دې برخه کې ورګډ شو، چې له دې موخو څخه یې ۶۸٪ته موږ رسېدلي یو، وروسته بیا نړیوالو له (۲۰۱۵- ۲۰۳۰)م ۱۷عمومي موخې او ۱۶۹کلي موخې یا ټارګیټ او ۲۳۲ انکشافي څانګې وټاکلې. د پایداره انکشافي موخو عمده تمرکز په سیستم جوړونه دی.
نوموړي همدا راز زیاته کړه زموږ راتګ علومو اکاډمۍ ته ددې لپاره وو، چې تاسو سره دا موضوع شریکه کړو تر څو په دې برخه کې کار وشي .
د غونډې په پای کې د پرزینټیشن په اړه د ګډونوالو پوښتونو ته ځوابونه وویل شول او همدارنګه د پریزینټیشن په اړه د ځینو استادانو لخوا نظریات هم ورکړل شو.

 

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د جندرآمریت لخوا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله
د ۱۳۹۷/۱۲/۱۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د جندرآمریت لخوا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله.
د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس د غونډې پرانيستونکې وینا کې وویل: ښځه د بشري نړۍ نه بېلیدونکې برخه ده، مېندې دي، چې خپل زامن روزي. ښځې دي، چې د نرانو سره اوږه په اوږه او څنګ په څنګ په هره ستونزه کې ولاړې وي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، ښځې د خپلویو په پالولو کې مهم رول لري. اوس مهال د افغانستان مېرمنې له ډېرو ستونزو سره مخامخې دي، دا د ټولو دنده ده چې دې ستونزو ته د پای ټکی کېږدو. او د هغې ورځې په تمه چې نورې مېرمنې او مېندې د غم اوښکې توې نه کړي.
د علومو اکاډمۍ د جندر آمرې نیلوفر وهاب وويل: افغانستان اوس مهال داساسي قانون په تصویب سره د ښځو حقوق لاسته راوړي دي.
نوموړې ویل: د بشري نیکمرغۍ هم په دې کې ده، چې سم یو دبل سره مخکې لاړ شي. دواړه جنسونه د یو بل مکمل او بشپړیدونکي دي او داسې دي لکه دوه وزرونه، چې یو نه وي بل هېڅ کار نه شي کولی.
صحر اریائي د ښځو چارو وزارت پیغام ولوست.
ورپسې په ولسې جرګه کې د کندوز د خلکو استازي انجینر کمال صافي په پارلماني او دولتي چارو کې د ښځو په ونډه او فعالیتونو خبرې وکړې.
نوموړي یادونه وکړه چې د ښځو حقوق ځینې وختونه خپله د ښځو لخوا خوړل شوي دي او باید ښځې خپله د ښځو لخوا مدیریت شي.
اکادمیسین سلیمان لایق په پښتو ادب کې د ښځو پراخه او غني ونډې( لنډيو) ته اشاره وکړه، چې له اتیا تر سلو زرو پورې لنډۍ د ښځو لخوا ویل شوي او دښځو موقف پکې خپله د ښځو لخوا په ښه توګه بیان شوي او خپله ښځو د ځان پېژندنه، ستونزې او ناحوالې پکې سمه او تر هرچا ښه بیان کړي.
معاون سرمحقق عاطفه نورستاني بیا د ښځو د ژوند په ټولو اړخو علمي مقاله واوروله. همداراز محقق فریدالله نوري هم د ښځو د ورځې په مناسبت خپله لیکې مقاله وویله.
معاون سرمحقق صالحه حبیبي د ښځې د ورځې په مناسبت خپل لیکلی شعر ګډونوال ته واورو.
د غونډې په پای کې دعلومو اکادمۍ د مشرتابه لخوا ښځو ته تیارې شوې ډالۍ هم ورکړل شوې.