د علمی او اکاډمیک شخصیتونو په اړه سمینارونه - د افغانستان د علومواکاډمي

د علمی او اکاډمیک شخصیتونو په اړه سمینارونه

 

سیمینار علمی - تحقیقی

 علمی ــ تحقیقی تحت عنوان (رمضان و قرآن کریم)

 

الیوم روز یکشنبه تاریخ ۵ جوزا ۱۳۹۸مطابق ۲۱ رمضان کنفرانس علمی ــ تحقیقی تحت عنوان (رمضان و قرآن کریم) به مناسبت تجلیل از نزول قرآن عظیم الشان از طرف معاونیت علوم اسلامی؛ اکادمی علوم برگزار گردید،
کنفرانس با تلاوت چند از آیات قرآن عظیم الشان آغاز گردید، بعد از تلاوت سرود ملی سروده شد .
در سخنان افتتاحیه معاون سرمحقق داکتر عبدالظاهر شکیب رییس عمومی اکادمی علوم  ګفت: رمضان ماه مساوات بین غریب و ثروتمند است، ماه توبه از ګناهان است، ماه است برای نیکو کاران که انتظارش را دارد در این ماه قرآن کریم نازل ګردیده است و ماه رهایی از خواهشات نفس است مسلمانانی که روزه را میګیرد باید حد اقل فلسفه روزه را هم بدانند، روزه داران باید در قبال این که رضای خداوند متعال را میخواهند باید خود را به احکام محمدی نیز عیار بسازند .
معاون سرمحقق برهان الله نیازی معاون علوم اسلامی  در باره فواید اجتماعی روزه ګفت: روزه ماه به دست آوردن تقوا است، روزه فواید مادی و معنوی هر دو را در قبال دارد، روزه ما را به وحدت دعوت میکند . در این ماه صدقۀ واجبی و نفلی به فقرا میرسد که این کار بغض و حسد فقرا را در مقابل ثروتمند از بین میبرد . در این ماه صله رحمی زیاد میشود و همچنان سطح جرایم و استعمال مواد مخدر در جامعه کاهش میابد .
معاون سرمحقق دوکتور شیرعلی ظریفی  ګفت: قرآن کریم از نعمت های بزرګ خداوند است که برای بنده ګان خود هدیه نموده است، این کتاب هدایت است برای بنده ګان . اګر به رهنمایی قرآن عمل نماییم در هر دو دنیا نایل به خوشبختی میګردد.
 معاون سرمحقق محمد یوسف حازمی مقاله تحت عنوان آداب تلاوت قرآن کریم را در کنفرانس به حضور دانشمندان ،علما و مهمانان به خوانش ګرفت .
 همچنان معاون سرمحقق عبدالرحمن عادل مقاله خود را تحت عنوان (خواسته های قرآن کریم از بشریت) به خوانش ګرفت او افزود که از جمله خواسته های قرآن کریم ایمان به حقانیت قرآن کریم، تعظیم به این کتاب ،فکر و تدبر آیات های قران کریم ، دوست داشتن قرآن کریم ، فهمیدن به معنی قرآن کریم .
قرآن در تمام عرصه ها قابل تطبیق است و همچنان از انسان ها میخواهد که دیگر انسان ها را به این کتاب دعوت کنند .
 در لحظات اخیر کنفرانس سرمحقق عبدالمعبود ضریری و سرمحقق فضل الرحیم محمود به جواب سوال های اشتراک کننده ګان پرداخت و کنفرانس توسط معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی با خواندن دعائیه ختم ګردید.

 

 

 

سیمینار علمی - تحقیقی

سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې

سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې
د روان کال غوايې د میاشتې په ۴ نېټه د(سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې) تر سرلیک لاندې د افغانستان په علومو اکاډمي کې سیمینار دایر شو، چې د علومو اکاډمي د غړو تر څنګ حکومتي چارواکو، دملي شورا او سولې شورا غړو او دیني علماوو په کې ګډون کړی وو. غونډه د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، او ورپسې د هېواد ملي سرود وغږول شو. د غونډې په پیل کې ډاکټر محمد نبي مصداق د ولسمشر پیغام ولوست، په پیغام کې سوله د ژوند له اساسي ضرورتونو څخه ګڼل شوې وه، او سوله د علم او فرهنګ د پراختیا او د انساني او اسلامي فرهنګ د پرمختګ کیلي یاده شوې وه.
ولسمشرخپل پیغام کې د باعزته تلپاتې او د افغانانو په مالکیت د سولې په راتګ باندې ټینګار کړی و اود علومو اکاډمۍ دغه کار یې ستایلی وه او دغه ډول سمینار جوړېدل یې د سولې لپاره مهم ګڼلی و.
د اسلامي علومو معاون محترم برهان الدین نیازی پخپله افتتاحییه وینا کې جګړه د بدمرغیو مور وګڼله او تپل شوې جګړې څخه د خلاصېدو لپاره يې په هېواد کې د دغه شان علمي- څېړنیز سیمینار د دايرېدو په اړتيا خبرې وکړې. هغه سوله د بد مرغیو څخه د خلاصون یواځينۍ لار وبلله، او ویې ویل چې دغه جګړې په هېواد کې بې د شمېره کونډو، یتیمانو او معیوبینو سبب شوې ده. هغه زیاته کړه چې رسول الله ص په خپل ټول ژوند کې د سوله يیز ژوند په راتګ ټینګار کاوه. هغه د جګړې له ښکېلو خواوو څخه وغوښتل څو سوله غوره کړي او له جګړې لاس واخلي.
محترم مولوي شهزاده شاهد دعلماو شورا ویاند، ګډونوالو ته د علماوو شورا په استازیتوب وینا وکړه، هغه وویل چې د اسلام دین یو جامع او کامل دین دی او د ټولو موضوعاتو په اړه ایتونه راغلي ،خو د سولې په اړه مشخص ایتونه راغلي دي ،چې موږ دې ته تشویقوي څو موږ په سوله کې ژوند وکړو، هغه وویل چې سوله د پرمختګ، عبادت او اقتصادي ودې د پراختیا لپاره ډېره اړینه ده. هغه وویل د مومنانو ترمنځ جنګ او وینه تویېدنه د اسلام له نظره جایز نه ده او څنګه چې په جهاد، زکات او نورو چارو باندې امر شوی دی نو همداسې د مسلمانانو تر منځ په سولې او ورورولۍباندې هم امر شوی دی.
سید مصطفی سیدي د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو خدمتونو رئیس د کابل ښاروالۍ پیغام ولوست. په پیغام کې راغلي وو، چې اسلام د مسلمانانو تر منځ په سوله ټینګار کړی دی، هغه زیاته کړه که چېرې د سولې لپاره په هڅو کې د علمي او اکاډمیکو نهادونو رول زیات شي نو سولې ته رسېدل به اسانه شي.
د سیمینار بل ګډونوال مولوي عطا‌ء الله لودین د سولې شورا غړي، د سولې په اړه په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان د ډېرو حساسو شرایطو څخه د تېریدو په حال کې دی او د افغان سولې لپاره ملي او بین المللي هڅې روانې دي او هېله مندي یې وښوده، چې په نژدې راتلونکي کې به په هېواد کې د سولې شاهدان واوسو. هغه وویل نژدې ۴۰ کاله وشول چې هېواد د سولې پر ځای د یو تخاصم په حالت کې دی په داسې حال کې چې د بشري ټولنو اصلي حالت سوله ده، نه تخاصم، نفرت او کرکه.
هغه د حدیبې سولې ته اشاره وکړه چې څنګه هغه سوله د مسلمانانو د قوت او پیاوړتیا سبب شوه او په اسلامي تاریخ کې یې د سولې او مصالحې ځینو واقعو ته اشاره وکړه. هغه وویل چې زمونږ سوله باید تل پاتې، عادلانه او په هېواد کې د څو کلونو د لاسته راوړنو او ارزښتونو د ساتلو سبب شي. ښاغلي لودین له ټولو خواوو څخه وغوښتل چې د سولې لپاره واحد نظر ولري او د سولې لپاره باید ټولې هڅې سره منسجم او منظمې کړي.
د حج او اوقافو وزارت مسلکی معین، امین الدین مظفري د علومو اکاډمي له رهبري څخه مننه وکړه چې په داسې یوې مهمې موضوع باندې یې سیمینار جوړ کړی دی ، نوموړي وویل چې انبیاء د دې لپاره راغلي دي چې د ټولنې اصلي حالت چې سوله ده، ثابت وساتي او که چېرې د دوی ترمنځ کومه نزاع پېښېږي هغه حل کړي. هغه نظامي فشارونه د سولې لپاره مؤثره نه ګڼي او د نزاع او دښمني له منځه وړلو لپاره یوازنۍ لاره مصالحه ګڼي. هغه له علماوو څخه وغوښتل چې په خپلو بیانونو او ويناوو کې د سولې په اړه د ایاتونو او حدیثونو ذکر وکړي او هغه خلکو ته تشرېح کړي. نوموړي زیاته کړه تر هغې چې یوه ملي اجماع رامنځته نشي نو د سولې راتګ به ممکن نه وي. هغه په بین المللي سولې ټینګار وکړ او ویې ویل چې جګړه د افغانانو تر منځ ده او سوله هم باید د افغانانو تر منځ وشي.
پروفیسور دکتوراسدالله محقق جهاني د پوهنې وزارت سلاکار، روانه جګړه تپل شوې وبلله او ویې ویل چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او هېوادوال نور له جنګه ستړي شوي دي. او په هېواد کې يې په ملي وحدت او یووالي ټینګار وکړ.
محترم مولوي عبدالسلام عابد د علماو د مجمع شورا مرستیال، سوله الهی امر، د بشر عقلي غوښتنه، خیر او نیکي وګڼله او ويې ویل چې هيڅوک حق نه لري چې له خپل ملت څخه د سولې نعمت واخلي او هغه لارې چې پرې سولې ته رسېږو بندې کړي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي محترم واقف حکیمي وویل چې د منازعاتو د حل لپاره او هغو ته د قاعدو ټاکلو لپاره د علمي- څېړنیزو سیمینارونو جوړول اړین وبلل څو په هر اړخیز ډول ټول مسایل په کې وڅېړل شي. هغه وویل چې د سولې لپاره باید فشارونه هم موجود وي تر څو د جګړې خواووې یو بل سره خبرو ته کښیني نوموړي زیاته کړه چې مونږ باید د دې هېواد د اوسېدونکو په توګه دا مسؤولیت واخلو څو په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدو. هغه وویل چې د دولت د مخالفو ډلو سره باید د نزاع ټکي روښانه او مشخص شي، تر څو ورته د حل لارې و لټول شي.
د سیمینار دوهمه برخه د مقالو لوستلو ته ځانګړې شوې وه چې د علمي غړو لخوا د سولې په اړوند د بېلابیلو عنوانونو لاندې مقالې ګډونوالو ته وړاندې شوې. څېړنپوه سید حبیب شاکر د سولې پېژندنه او ارزښت تر سر لیک لاندې مقاله وړاندې کړه چې د سولې، د سولې ارزښت او په ځانګړي ډول د افغاني سولې په اړه او همدارنګه د سولې د مرکچیانو په ځانګړتیاوو یې هر اړخیز معلومات په کې راغونډ کړي وو. د سیمنیار د دوهمې مقالې عنوان د سولې احکام او ډولونه وو چې د څېړنپوه فضل الرحیم محمود له خوا لیکل شوې وه، چې د سولې د ډولونو او د قراني ایاتو او احادیثو په رڼا کې د سولې اړتیا يې څېړلې وه. هغه وویل چې د سولې ردول د خیر ردول دي او په سوله کې باید ایجاب او قبول وشي یعنې د نزاع دواړو خواوو له لوري د سولې توافقات ومنل شي.
معاون سرمحقق محمد اعظم طارق خپله مقاله د (موانع خارجي تحقق مصالحه در افغانستان و راه های برطرف نمودن آن) تر سرلیک لاندې لیکلې وه او د هېواد د سولې او جګړې په قضیه کې یې د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د لاس لرل او په دې اړه یې سیمه ییز رقابتونه او نور هغه بهرني فکتورونه چې په هېواد کې د جګړې د اوږدېدو سبب ګرځېدلي، څېړلي وو. نوموړي په هېواد کې سولې ته د رسېدو لپاره د سیمه ییزې اجماع را منځته کیدل اړین وبلل. همدا ډول د اسلامي علومو د معاونیت غړي څېړنوال عبدالرحمان عادل په (هېواد کې د سولې په وړاندې داخلي خنډونه) څېړلي و، چې د مقالې لومړۍ برخه د ټولنې دودیز خنډونه دوهمه برخه یې اقتصادي او دریمه برخه یې هم سیاسي خنډونو او وړاندیزونو ته ځانګړې شوې وه نوموړي زیاته ګړه،چې د جکړې یو شمېر داخلي خنډونه په هېواد کې ځینې ګوندونه، زورواکې او نامسؤوله وسله واله مافیا، د هېواد طبیعي- اقتصادي زېرمې، په دین کې افراط او تفریط، اداري فساد، غصب، نا انډوله انکشاف، د واک او شتمنیو انحصار، د سیاسي پوهې کمزورتیا، او د هېواد ستراتیژیک موقعیت د سولې په وړاندې د خنډ اساسي ټکي یاد کړل. څېړنیار عبدالقهار عزیزي (اوربند د سولې پیلامه) تر عنوان لاندې خپله علمي څېړنیزه مقاله ولوستله، هغه په سوله کې د اوربند تاریخې اهمیت او په افغاني سوله کې یې اوربند د سولې لومړی ګام وباله. ددې تر څنګ یې متارکه یا لنډ مهاله سوله او د سولې تړون په اړه تحقیق کړی و. د مناقشې څخه وروسته د سیمینار ارزیابي د علومو اکاډمي د علمي منشي څېړنوال ډاکتر احمدشاه عمر وردګ له لوري وشوه. د سیمینار په وروستیو کې پریکړه لیک هم ولوستل شو، او په اختتامیه دعا سره دا علمي څېړنيز سيمينار پای ته ورسېده.

 

 

سیمینار علمی - تحقیقی

بررسی مسله کمبود آب در شهر های بزرگ افغانستان و راه های حل آن

بتاریخ ۲۸ عقرب ۱۳۹۸ تدویر یافت

 

د افغانستان په لویو ښارونوکې داوبو د کمښت د ستونزې څېړنه او د حل لارې علمي څېړنيز سيمينار ته د علومو اكاډمي د عمومي رئيس څېړنوال دكتور عبدالظاهر شكيب د وينا متن

نحمده و نصلى على رسوله الكريم ، أما بعد فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم
بسم الله الرحمن الرحيم
قال الله تبارک و تعالی : وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ صدق الله العظيم
په تالار کې ناستو درنو پوهانو،څېړونکو، مېلمنو، خویندو او ورونو ! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
تر هرڅه وړاندې ننني علمي څېړنيزې غونډې ته ستاسو د راتګ هر کلى كوم او د علومو اکاډمۍ په استازيتوب درڅخه د زړه له کومي مننه کوم.
قدرمنو ! اوبه د خدای تعالی د مخلوقاتو د ژوند د پايښت لپاره خورا ستر او مهم الهي نعمت دی. د انساني ژوند پيل هم د لومړي ځل لپاره د روانو اوبو او سیندونو په غاړو کې شوی. اوبه د سترو انساني تمدنونو د رامنځته کېدو لامل هم ګرځېدلي او ځينې بشري تمدنونه خو د روانو اوبو د سیندونو په نامه هم یاد شوي، لکه د بين النهرين ( دجلې او فرات) مدنيت ، د مصر يا نيل مدنیت، د اورال مدنیت او داسې نور.
د اسلام مبارك دين هم د انسانانو، نباتاتو او نورو مخلوقاتو د پيدايښت او پايښت برخلیک له اوبو سره تړلی، چې د قران عظیم الشان دا وینا : وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ د دې خبرې غوره ثبوت دی. همدغه اهمیت او ارزښت ته په کتلو نن سبا اوبه د بشري پرمختګ خورا مهم او ستر عنصر ګڼل کېږي. بشر د انساني ژوند د تاریخ په بهیر کې تل د اوبو په لټه کې و او نن سبا د نړۍ هېوادونه او پکې مېشت ولسونه هم په دې لټه کې دي، چې د اوبو زېرمې په واک کې ولري او ان په نړیواله کچه ځينې پوهان دې روانې پېړۍ ته د اوبو پېړۍ وايي.
په نولسمه پېړۍ کې اوبه د وړیا ډالۍ په توګه کارېدلې، خو په شلمه پېړۍ کې د وګړیو د ډېرښت او د صنعت له بېسارې ودې سره انسانانو ته د څښاک د پاکو او خوږو اوبو برابرول یوه نړیواله ستونزه شوه او اوس د نړۍ په ډېرو سترو صنعتي سیمو کې انسانانو ته د څښاک لپاره خوږې او پاکې اوبه نه رسېږي. د ځینو څېړنو پر بنسټ پخوا یو انسان لږ تر لږه له ۱۲ څخه تر ۱۸ لېټرو پورې خوږې اوبه کارولې، خو په نولسمه پېړۍکې په پرمختللیو هېوادونو کې هر وګړی د ورځې نږدې له ۴۰ نیولې تر ۶۰ لیټرو پورې اوبه کاروي، د شلمې پېړۍ په پای کې دغه کچه لس ځله نوره هم ډېره شوې او د هرې ورځې په تېرېدو سره لا ډېرېږي.
كه له یوه اړخه د نړۍ له صنعتي کېدو سره د هرې ورځې په تېرېدو اوبو ته د انسانانو اړتیا ډېرېږي، نو له بل اړخه د ځينو مهمو لاملونو له امله د هرې ورځې په تېرېدو د خوږو اوبو کچه ټېټېږي. د ملګرو ملتونو د یوې احصايې پر بنسټ په نړۍ کې هرکال نږدې ۹۰ ملیارده لېټرو خوږو اوبو ته اړتیا ډېرېږي، ځکه هر کال نږدې نوي میلیونه وګړي ډېرېږي، خو په مقابل کې د خوږو اوبو زېرمې مخ په كمېدو دي . ښايي د تېلو او نورو اړینو موادو بدیل وموندل شي، خو د خوږو اوبو بدیل نشته، ځکه د نړۍ په ټولو اوبو کې د خوږو اوبو اندازه ډېره كمه ده، خو له هغې ورځې چې اوبه په نړیوال سیاست کې لکه د تيلو په څېر د یوه سټراټيژیک عنصر په توګه پېژندل شوي، نو په نړیواله کچه د هېوادونو په دوه اړه خیزو اړیکو کې د اوبو فکټور خورا مهم رول لري او افغانستان، چې د روانو اوبو پراخې زېرمې لري د خپلو اوبو پر سر د ځینو ګاونډیو هېوادونو له دغه ناوړه سیاست سره مخامخ دی.
په نړیواله كچه د چاپیریال تودوخه ، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې وچکالي، په کور دننه د موسمي اوبو د خوندي کولو عدم مدیریت، د ځنګلونو، ونو او بوټو په بې رحمانه ډول وهل، کورنۍ جګړې، ښاري ژوند ته په بې سارې کچه لېوالتیا، د ښاري ژوند د فرهنګ نه مراعتول، بېکاري، د جنګ جګړو له امله بې ځایه کېدل، د لویو ښارونو بې انډوله او بې پلانه پراختیا، د ژورو څاګانو خپل سري کېندنه او ځینې نورې ناقانونه کړنې ددې لامل شوي، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول د ګڼ مېشتو ښارونو د شاوخوا سیمو تر ځمکې لاندې اوبو زېرمې د هرې ورځې په تېرېدو سره کمېږي، ورسره په ښارونو کې د سټنډرډ کانالېزاسیون نه شتون تر ځمکې لاندې اوبه ككړې کړي دي او د څښاک وړ نه دي او له بده مرغه دا ستونزه د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغانستان په ټولو ښارونو کې ډېرېږي. د دې موضوع همدغه اهمیت ته په کتو د افغانستان د علومو اکا‌ډمۍ د طبیعي علوم معاونیت د ځمکپوهنې مرکز دغه سمینار جوړ کړی دی، زه هیله من یم، چې پوهان او څېړونکي به ددغې مهمې موضوع د حل په اړه په خپلو مقالو کې علمي طرحې او وړاندیزونه ولري.
زه خپلې خبرې نورې نه اوږدوم په پاى كې يو ځل بيا نننۍ علمي غونډې ته ستاسو د راتگ هر كلى كوم .
ستاسو له توجه مننه

شماره موضوع
1 اجندا سیمینار بررسی مسله کمبود آب در شهر های بزرگ افغانستان و راه های حل آن
2 بخش دوم اجندا سیمینار بررسی مسله کمبود آب در شهر های بزرگ افغانستان و راه های حل آن
3 قطعنامه سیمینار بررسی مسله کمبود آب در شهر های بزرگ افغانستان و راه های حل آن

 

سیمینار علمی – تحقیقی

بازتاب افغانستان در افکار علامه محمد اقبال لاهوری

بتاریخ ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ تدویر یافت

نن چهار شنبه د عقرب په ۲۳مه نېټه د افغانستان د ترکمنو ښځو د ټولنې لخوا د علومو اکاډمي د کنفرانسونو په تالار کې د (بازتاب افغانستان در افکار علامه محمد اقبال لاهوري) تر سرلیک لاندې څېړنيز سمينار جوړ شو.
سيمينار د ولسمشر په پېغام پيل شو چې د ولسمشر د سلاکار نبي مصداق له خوا ولوستل شو وروسته د علومو اکاډمي رئیس څېړنوال ډاکټر عبدالظاهر شکیب او د افغانستان د ترکمنو ښځو د ټولنې استازي محمد انور نوري ويناوې وکړې.په دویم سیشن کې د علومو اکاډمي علمي غړو او راغلو مېلمنو د خپلو څېړنیزو مقالو په ترڅ کې د افغانستان په اړه د علامه اقبال په دریځ رڼا واچوله او د سیمې او افغانستان لپاره یې د علامه اقبال د وړاندې کړې نسخې عملی کول اړین وبلل .

سیمینار علمی - تحقیقی

آزادی بیان از دیدگاه شریعت اسلامی

بتاریخ ۱۴ عفرب ۱۳۹۷ تدویر یافت

پرون دوشنبه د روان کال د عقرب په ۱۴مه نېټه د افغانستان علومو اکاډمي د اسلامي معاونیت د تفسیر او حدیث ریاست لخوا د (د بیان آزادي د اسلامي شریعت له نظره) تر سرلیک لاندې علمي-څېړنیز سیمینار جوړ شو. سیمینار د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د پيغام په لوستلو او د علومو اکاډمي لوی ریاست د سرپرست ښاغلي ډاکټر څېړنوال عبدالظاهر شکیب په پرانيستونکې وينا پيل شو . وروسته د اسلامي علومو د برخې مرستیال څېړنوال برهان الله نیازی،د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي محمد قاسم حلیمي،د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال شفیق صمیم،د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا استازي عطاالله لودین،د منابرو د توحید شورا رییس مولوی عبدالسلام عابد،د سولې د عالي شورا استازی قاضي امین وقاد، او د بشري حقونو د ماشومانو د هماهنګۍ د برخې ریس نجیب الله ببرکزي ویناوې وکړې او په دویم سیشن کې د علومو اکاډمۍ علمي غړو او یو شمېر نورو مېلمنو خپلې علمي-څېړنیزې مقالې واورولې.همدا شان په نوموړي سیمنار کې د افغانستان د سترې محکمې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ،د حج او اوقاف وزارت،د بشري حقونو د خپلواک کمیسون،کابل پوهنتون پیغامونه هم واورول شول.

شماره موضوع
1 اجندای سیمینار علمی - تحقیقی (آزادی بیان از دیدگاه شریعت اسلامی)
2 پیام جملالتمآب ریس جمهور اسلامی افغانستان محمد اشرف غنی احمدزی
3 متن بیانیه ریس اکادمی علوم به مناسبت سیمینار (آزادی بیان از دیدگاه شریعت اسلامی)
4 قطعنامه سیمینار علمی - تحقیقی (آزادی بیان از دیدگاه شریعت اسلامی)

 

سیمینار علمی - تحقیقی

۸۳۵ مین سالزاد مولانا جلالدین محمد بلخی

بتاریخ ۱۰ سنبله ۱۳۹۷ تدویر یافت

شماره موضوع
1 اجندای سیمینار علمی - تحقیقی «۸۳۵ مین سالزاد مولانا جلالدین محمد بلخی»
2 پیام جلالتمآب ریس جمهور اسلامی افغانستان محمد اشرف غنی احمدزی
3 متن بیانیه رئیس اکادمی علوم به مناسبت سمینار«۸۳۵ مین سالزاد مولانا جلالدین محمد بلخی»
4 قطعنامه سیمینار علمی - تحقیقی « ۸۳۵ مین سالزاد مولانا جلالدین محمد بلخی»

سیمینار علمی – تحقیقی

    

«اهمیت سیاسی، اقتصادی و امنیتی پروژه تاپی در افغانستان»

    

بتاریخ 21/5/1397 تدویر یافت

شماره موضوع
1 اجندای سیمینار علمی - تحقیقی «راهمیت سیاسی، اقتصادی و امنیتی پروژه تاپی در افغانستان»
2 پیام جلالتمآب ریس جمهور اسلامی افغانستان محمد اشرف غنی احمدزی
3 متن بیانیه رئیس اکادمی علوم به مناسبت سمینار«راهمیت سیاسی، اقتصادی و امنیتی پروژه تاپی در افغانستان»
4 قطعنامه سیمینار علمی - تحقیقی «راهمیت سیاسی، اقتصادی و امنیتی پروژه تاپی در افغانستان»

سیمینار علمی – تحقیقی

«راههای جلوگیری از فقر و گدایی در شریعت اسلامی»

بتاریخ 15/5/1397 تدویر یافت

شماره موضوع
1 اجندای سیمینار علمی - تحقیقی «راههای جلوگیری از فقر و گدایی در شریعت اسلامی»
2 پیام جلالتمآب ریس جمهور اسلامی افغانستان محمد اشرف غنی احمدزی
3 متن بیانیه رئیس اکادمی علوم به مناسبت سمینار«راههای جلوگیری از فقر و گدایی در شریعت اسلامی»
4 قطعنامه سمینار علمی - تحقیقی «راههای جلوگیری از فقر و گدایی در شریعت اسلامی»

سیمینار علمی – تحقیقی

«بدخشان در گستره فرهنگ و تاریخ»

بتاریخ 23/4/1397 ش الی 25/4/1397ش تدویر یافت

 

اکادمی علوم افغانستان، ضمن احیای مفاخر وارزشهای فرهنگی، ادبی، هنری، اجتماعی، طبیعی و نظایر آنها مصمم است؛ تا نقطهُ وصل بین عام مردم افغانستان به خصوص محققین و پژوهشگران این سرزمین باشد. بدین منظور سیمینار علمی- تحقیقی را، به مناسبت معرفی داشته های مادی و معنوی بدخشان روی دست گرفت که به تعداد چهل عنوان مقالات از دانشمندان مختلف کشور به شمول دانشمندان بدخشانی پیرامون مسایل:(فرهنگی، ادبی، طبیعی، خدمات علمی دانشمندان، محیط زیست، حیات وحش، نباتات طبی و نظایر آنها) نگاشته شد، در مدت سه روز به خوانش گرفته شد.

سیمینار مذکور از تاریخ 23/4/1397 ش آغاز و به تاریخ 25/4/1397 ش اختتام یافت. در سیمینارمذکورجمع کثیری از علاقه مندان، شایقین، استادان پوهنتون های دولتی و خصوصی، نماینده گان وزارت خانه ها، شخصیت های علمی چون: پوهاند دکتورنعمت الله شهرانی مشاور ريس جمهور، دکتور محمد ایاز نیازی استاد پوهنتون کابل، امان الله پیمان وکیل مردم در شورای ملی، عبدالشکور واقف حکیمی عضو شورای رهبری و سخنگوی حزب جمعیت اسلامی افغانستان، میرزا محمد یارمند معین پیشین اداری وزارت امور داخله و دها تن از بزرگان و دانشمندان شناخته شده کشور؛ همچنان علما، متنفذین، اعضای جامعهُ مدنی، شورای عالی صلح، شورای ژورنالیستان، اطلاعات وفرهنگ، جوانان به شمول آقایان و خانم ها از ولایت بدخشان اشتراک نموده به شکوه و معنونیت سیمینارمذکور افزودند.

در ختم سیمینار بعد از مباحث علمی قطعنامهُ (13) ماده ای به تصویب رسید که شامل موارد ذیل میگردد.

شماره موضوع
1 اجندای سیمینار علمی - تحقیقی " بدخشان در گستره فرهنگ و تاریخ "
2 پیام جلالتمآب ریس جمهور اسلامی افغانستان محمد اشرف غنی احمدزی
3 متن بیانیه رئیس اکادمی علوم به مناسبت سمینار" بدخشان در گسترۀ فرهنگ و تاریخ"
4  قطعنامه سیمینار علمی - تحقیقی " بدخشان در گستره فرهنگ و تاریخ"