په ځینو لنډیو کې د ځینو پېښو انعکاس «علمي – څېړنیز کنفرانس»

Ezatullah_admin
Tue, Mar 30 2021 9:28 AM
په ځینو لنډیو کې د ځینو پېښو انعکاس

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو د مرکز علمي غړي څېړنوال شهزاده توحیدمل خپل علمي– څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۰هـ. ش کال د وري په ۹ مه نېټه وړاندې کړ.

نوموړي د موضوع په تړاو وویل:

لنډۍ د پښتو ولسي ادب هغه منلی، غښتلی او تر ټولو ژانرونو زیات پنځول شوی او د خلکو په سینو کې موجود وو او دی. د دې ژانر بېلا بېلې ټولګې کښل شوي او کښل کیږي او په هره برخه یې کورنیو او بهرنیو لیکوالو، پوهانو او څېړونکو، آثار او مقالې لیکلي او د پښتو ادب په ټولو مجلو او ورځپاڼو کې چاپ شوې او د هر غم او ښادۍ محفلونه به پرې رنګین وو او دي.

هغه زیاته کړه، که چېرې یو ادیب، کره کتونکی او د بشري علومو د برخې یو څېړونکی او مؤرخ بېلابېلې لنډۍ په غور سره مطالعه او وڅېړي، داسې تاریخي او ټولنیزې پېښې به راوسپړي چې لوستونکي به ورته ګوته په غاښ شي، ځکه چې ولسي ادب د پښتون د ژوند هينداره ده او د دې ادب یوه غوره څانګه پښتو لنډۍ یا ټپه ده، چې ولسي خصوصیات او خیالات په ډېره ښه توګه منعکسولی شي .