د نباتاتو په اصلاح کې د مندل د قوانینو رول

Ezatullah_admin
Sat, Jul 02 2022 2:59 PM
د نباتاتو په اصلاح کې د مندل د قوانینو رول

The role of Mendel's laws in plant breeding

(علمي څېړنیز کنفرانس)

نیټه : ۱۴۰۱/۴/۱۱

د کیمیا، بیولوژي او کرنې د مرکز او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو د انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړنوال دوکتور شاهد الله ساپي د (د نباتاتو په اصلاح کې د مندل د قوانینو رول) تر سرلیک لاندې خپل د مکلفیت کنفرانس د علومو د اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت د پوهانو او استادانو په وړاندې ارایه کړ. نوموړي لومړی د ګریګور مندل او د هغه د قوانینو په اړه علمي معلومات ارایه کړل، بیا یې د نباتاتو په اصلاح او نسلګرۍ کې د مندل د قوانینو څخه ګټه اخیستنه روښانه کړه.

د څېړنې پایلې روښانه شوې او د ترلاسه شویو پایلو پر بنسټ اړوندو ادارو ته وړاندیزونه وشول.

د کنفرانس په پای کې د ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې او د ارزونې کمیسیون له لوري کنفرانس مثبت و ارزول شو.     

مندل په 1822میلادي کال کې په موراوایا کې زېږېدلی، اوس د چک جمهوریت برخه ده. د یو بزګر زوی و، د زده کړې ترلاسه کولو لپاره  یوې کلیسا  سره یوځای شو. ساینس سره په، ځانګړې توګه د وراثت (heredity) سره یی ډېره مینه لرله او په نخودو کې یې د وراثت مطالعه وکړه. په ډېر احتیاط سره یې هغه ځانګړتیاوې انتخاب کړې کومی چې مخلوط نه وې. مندل نژدی (28000) د نخودو بوټو باندی  1856-1863 پوره 7 کاله څېړنه وکړه او ارقام یې راټول کړل .مونږ غواړو چی د وراثت د علم مرکزي برخه چې د مندل د قوانینو سره تړاو لری، تر بحث لاندې ونیسو. که وګورو ځیني اولادونه د خپلو والدینو سره ورته والی لري، ددې تر شا کوم دلایل نغښتي دي؟

  دلیل یې دا دی چې دلته یو لړ کرکترونه دې چې د والدینو څخه بچیانو ته انتقالیږې، مګر دا په دې مانا نه ده چی اولادونه به کټ مټ د مور او پلار په شان وي.  دلته یو سلسله کوچني تغیرات شته دي، حتی که مونږ وګورو چې دوه غبرګونکې اولادونه هم یو د بل سره توپیر لري. دا د (Genetic Diversity) پایله ده.

دمندل قوانین (Mendel's Laws)

د مندل د وراثت درې قوانین: 

  1. Law of dominance (د واک قانون) (قانون غالبیت)
  2. Law of segregation  (د جلاوالی قانون)
  3. Law of independent assortment (د جلا جذب قانون)

مندل په اثبات ورسوله چې کرکترونه د والدینو څخه بچیانو ته لیږدول کېږي، چې د ګامیټ د جوړېدو په مهال د یو بل څخه جلا کېږي. هغه د لومړي ځل لپاره وموندله چې جین دوه بېلا بېلې بېلګې لري، لکه: غالب او مغلوب. د مندل د څېړنو په پایله کې جوته شوه چې کروموزمونه د ګامیټونو د تشکیل په وخت کې په مستقل ډول یو له بل څخه جلا کېږي، پرته له دې چې یو بل ته زیان ورسوي. هغه د نباتاتو جنتیکي جوړښت د جینوټایپ او باندینی جوړښت یې چې په سترګو لیدل کېږي د فینوټایپ په نوم ونومول.  د مندل د قوانینو څخه په ګټې اخیستنې سره کولای شو چې د کمیت او کیفیت له پلوه د نباتاتو او حیواناتو اصلاح شوي  نسلونه چې د آفاتو او ناروغیو په وړاندې مقاوم وي، منځته راوړو. د کورني او بهرني جرموپلازم څخه په ګټې اخیستنې سره کیدای شي چې په هېواد کې اساسي څېړنې پیل شي او په کور دننه د جوارو او په ځانګړي ډول د سبو هایبرېد (دورګه) تخمونه تولید، تخلیص او بزګرانو ته په مناسبه بیه عرضه شي.                                  

Documents

د نباتاتو په اصلاح کې د مندل د قوانینو رول پریزینټیشن

Latest news

Thu, May 12 2022 11:56 AM
Background image

Evaluation the soil pH of different Villages of Mihterlam capital of laghman province and ways to improve it

Assistant professor Khalil Rahman Barakzai Abstract Soil pH is an important factor for desirable crop productions. However, due to soil amendments it is changing and negatively. . .

Thu, Mar 31 2022 10:02 AM
Background image

Study the position of Indian and Greek religion in Kushan period

Introducing Scientific Project of Assist Prof. Ali Ahmad Jafari 1- Title of Project: Study the position of Indian and Greek religion in Kushan period 2- Duration of Research: Six years. . .

Sat, Mar 13 2021 10:16 AM
Background image

Afghan Peace Obstacles and solutions "Scientific-Research Seminar"

Afghan Peace Obstacles and solutions "Scientific-Research Seminar" 7/march/2021 Under the direction of the President of Islamic Republic of Afghanistan, the Academy of Sciences of. . .

BACK TO NEWS