د نباتاتو په اصلاح کې د مندل د قوانینو رول
The role of Mendel's laws in plant breeding
(علمي څېړنیز کنفرانس)
نیټه : ۱۴۰۱/۴/۱۱
د کیمیا، بیولوژي او کرنې د مرکز او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو د انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړنوال دوکتور شاهد الله ساپي د (د نباتاتو په اصلاح کې د مندل د قوانینو رول) تر سرلیک لاندې خپل د مکلفیت کنفرانس د علومو د اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت د پوهانو او استادانو په وړاندې ارایه کړ. نوموړي لومړی د ګریګور مندل او د هغه د قوانینو په اړه علمي معلومات ارایه کړل، بیا یې د نباتاتو په اصلاح او نسلګرۍ کې د مندل د قوانینو څخه ګټه اخیستنه روښانه کړه.
د څېړنې پایلې روښانه شوې او د ترلاسه شویو پایلو پر بنسټ اړوندو ادارو ته وړاندیزونه وشول.
د کنفرانس په پای کې د ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې او د ارزونې کمیسیون له لوري کنفرانس مثبت و ارزول شو.
مندل په 1822میلادي کال کې په موراوایا کې زېږېدلی، اوس د چک جمهوریت برخه ده. د یو بزګر زوی و، د زده کړې ترلاسه کولو لپاره یوې کلیسا سره یوځای شو. ساینس سره په، ځانګړې توګه د وراثت (heredity) سره یی ډېره مینه لرله او په نخودو کې یې د وراثت مطالعه وکړه. په ډېر احتیاط سره یې هغه ځانګړتیاوې انتخاب کړې کومی چې مخلوط نه وې. مندل نژدی (28000) د نخودو بوټو باندی 1856-1863 پوره 7 کاله څېړنه وکړه او ارقام یې راټول کړل .مونږ غواړو چی د وراثت د علم مرکزي برخه چې د مندل د قوانینو سره تړاو لری، تر بحث لاندې ونیسو. که وګورو ځیني اولادونه د خپلو والدینو سره ورته والی لري، ددې تر شا کوم دلایل نغښتي دي؟
دلیل یې دا دی چې دلته یو لړ کرکترونه دې چې د والدینو څخه بچیانو ته انتقالیږې، مګر دا په دې مانا نه ده چی اولادونه به کټ مټ د مور او پلار په شان وي. دلته یو سلسله کوچني تغیرات شته دي، حتی که مونږ وګورو چې دوه غبرګونکې اولادونه هم یو د بل سره توپیر لري. دا د (Genetic Diversity) پایله ده.
دمندل قوانین (Mendel's Laws)
د مندل د وراثت درې قوانین:
- Law of dominance (د واک قانون) (قانون غالبیت)
- Law of segregation (د جلاوالی قانون)
- Law of independent assortment (د جلا جذب قانون)
مندل په اثبات ورسوله چې کرکترونه د والدینو څخه بچیانو ته لیږدول کېږي، چې د ګامیټ د جوړېدو په مهال د یو بل څخه جلا کېږي. هغه د لومړي ځل لپاره وموندله چې جین دوه بېلا بېلې بېلګې لري، لکه: غالب او مغلوب. د مندل د څېړنو په پایله کې جوته شوه چې کروموزمونه د ګامیټونو د تشکیل په وخت کې په مستقل ډول یو له بل څخه جلا کېږي، پرته له دې چې یو بل ته زیان ورسوي. هغه د نباتاتو جنتیکي جوړښت د جینوټایپ او باندینی جوړښت یې چې په سترګو لیدل کېږي د فینوټایپ په نوم ونومول. د مندل د قوانینو څخه په ګټې اخیستنې سره کولای شو چې د کمیت او کیفیت له پلوه د نباتاتو او حیواناتو اصلاح شوي نسلونه چې د آفاتو او ناروغیو په وړاندې مقاوم وي، منځته راوړو. د کورني او بهرني جرموپلازم څخه په ګټې اخیستنې سره کیدای شي چې په هېواد کې اساسي څېړنې پیل شي او په کور دننه د جوارو او په ځانګړي ډول د سبو هایبرېد (دورګه) تخمونه تولید، تخلیص او بزګرانو ته په مناسبه بیه عرضه شي.