په پښتني ټولنه کې د خورلڼې پر وړاندې ځينو دودونو ته کتنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۰:۴۲
څېړنوال شهزاده توحیدمل

“علمي ـ څېړنیز کنفرانس”

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز غړي څېړنوال شهزاده توحیدمل (په پښتنې ټولنه کې د خورلڼې پر وړاندې ځينو دودونو ته کتنه) تر عنوان لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۲ ل کال د وږي پر ۲۷مه نېټه وړاندې کړ.

ده وویل: د کلتور په پراخه لمن کې فوکلور (فولکلور) هم ستره ونډه لري او په دغه ولسي پوهه کې پښتني دودونو په خپل چاپېریال باندې اوږد سیوری غوړلی چې ښې او ناوړه اغېزې لري، دا ځکه چې په وروسته پاتې ټولنو کې د ژوند ډېرې برخې د دود پالنې له مخې پرمخ وړل کېږي. د دود او خورلڼې د هر اړخیزې پېژندنې سربېره د خورلڼې د ژوند ځينې مهم پړاوونه چې د ښځې په واده کولو پیل، په مړینه او خاورو ته سپارلو پای مومي.

څېړنوال توحیدمل د یاد کنفرانس اړتیا او ځانګړتیا روښانه کړه او زیاته یې کړه: هر ښځه خورلڼه نه ده، خو هره خورلڼه ښځه ده، هره لور، خور، ترور، ورېره، لمسۍ، تره لور... او د خپل کلي پېغله له واده وروسته د پلرګنۍ او کلیوالو خورلڼه بلل کېږي.

په یاد کنفرانس کې د خورلڼې په وړاندې د ځینو دودونو ښې او ناوړه خواوې و ارزول شوې او په وروستۍ برخه کې یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل. د کانفرانس په پای کې د څېړونکو او استادانو له لورې مطرح شویو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. یاد کنفرانس د ارزونې د کمیسیون له لوري د رأیو په اتفاق تائید او مثبت وارزول شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۰:۳۰
Background image

"د شلمې پېړۍ په دویمې نیمايي کې د پښتو ادب د پرمختیايي بهیر څېړنه" اثر چاپ شو

دا د هغه اثر نوم دی چې څېړنپوه دوکتور سیدنظیم سیدي د خپلې سرمحققۍ رتبې ته د ارتقا لپاره لیکلی او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست پر ۱۴۰۲ لمریز کال په (۷۱۷). . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۴:۳۴
Background image

د افغانستان بېطرفه بهرني سياست په اړه د جوړېدونکي علمي - څېړنيز سيمينار علمي او اداري کمېسيونونو ناسته وکړه

کابل: ۱۴۰۲/لیندۍ/۶ د افغانستان علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز له لوري د قوس پر ۱۵مه نېټه «د افغانستان بېطرفه بهرنی سياست» ترسرليک لاندې عملي - څېړنيز. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ښاغلی نوماند څېړندوی سید محمود واکمن د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د علمي غړي په توګه معرفي شو

نوموړی د ازادې سيالۍ له لارې د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونيت د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټيټوټ د علمي غړي په توګه د علومو اکاډمۍ د مقام د (۱۴۰۲/۸/۲۷) نیټې. . .

BACK TO NEWS