د عمومی رئیس پیژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د سرپرست رئيس ښاغلي څېړنوال دكتور عبدالظاهر شکېب لنډه پېژندنه:

 

دکتور عبدالظاهر شكېب چې اصلاً د كونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ دى، په ۱۳۵۶لمريز كال د حمل په ۱٣مه نېټه د كندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ د حاجي زرغون په كلي كې زېږېدلى دى، خپلې لومړنۍ زده كړې يې د کډوالۍ پر مهال تر شپږم ټولګي پورې د كوزې پښتونخوا د ديرضلعې د جندول د توركلا د حضرت عمر فاروق په لومړني ښوونځي كې كړې دي، وروسته بيا په ۱۳۶۵لمريز كال د تېمرګرې د محمديې لېسې په اووم ټولګيكې شامل شوى، تر دولسم ټولګي پورې يې په همدغه لېسه کې درس ويلى او په ۱۳۷۱لمريز كال د شهید مولوي حبيب الرحمن له لېسې څخه فارغ شوى دى، په همدغه يعنې ۱۳۷١لمريز كال د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه كې شامل شوى او په ۱۳۷۵لمريز كال د ځينو مشكلاتو له امله ترې پوهنتون په وروستي سمستر كې پاتې شوى دى، وروسته په ۱۳۸۱لمريز كال له نوموړي پوهنتون څخه د لیسانس په سويه په لومړۍ درجه فارغ شوى دى.

د ۱۳۸٣لمريز كال د حمل په ۱۸مه د افغانستان د علومو اكاډمي په كادري ازموينو كې تر برياليتوب وروسته د پښتو څېړنو د بين المللي مركز علمي غړى شوى دى. په ۱۳۸۴لمريز كال يې د څېړنيار علمي رتبې ته ترفېع كړې او ترڅنګ يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه كې د ماسترۍ پروګرام هم تعقيب كړى او په ۱۳۸۶لمريز كال يې له كابل پوهنتون څخه د ماسترۍ سند ترلاسه كړى دى. په ۱۳۸۸لمريز كال يې د څېړندوى علمي رتبې او په ۱۳۹۳لمریز كال يې د څېړنوال علمي رتبې ته ترفېع كړې ده.

ښاغلي شكيب په ۱۳۸۴لمريز كال د پښتو څېړنو د بين المللي مركز دتاْليف او ترجمې انستيتوت آمريت دنده هم ترسره كړې او له ۱۳۸٦لمريز كال څخه تر ۱۳۹۰ل كال پورې د پښتو څېړنو د بين المللي مركز علمي منشي و. له ۱۳۹۲ ل كال څخه د ١٣٩٧لمريز کال د تلې مياشتې تر ١١مې پورې يې د افغانستان د علومو اكاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيكو د رياست چارې پر مخ بېولي دي او تر دې وروسته د علومو اکاډمي د سرپرست رئيس په توګه وټاکل شو. نوموړي په ۲۰۱۸م کال له پېښور پوهنتون څخه خپله دکتورا اخيستې ده.

ښاغلى شکيب تر دې مهاله د بېلابېلو ادارو له خوا په تقديرنامو او ستاينليکونو هم مفتخر شوى او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جلالتمآب جمهور رئيس د ٢٦/١٢/١٣٩٤ل نېټې د ١٦٣ گڼې فرمان له مخې ورته د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي نښان هم ورکړل شوى دى. 

ښاغلى شكيب چې كله د پېښور پوهنتون د دكتورا دورې محصل و، نو د پېښور پوهنتون په تاريخ كې لومړى محصل دى چې د پوهنتون د علمي ژورنال د تحرير هيئت غړى هم و.

ښاغلي شكېب د پوهنتون له دورې څخه تراوسه په لسګونه علمي- څېړنيزې مقالې ليكلي دي، چې په كابل مجلې، تكتو، پښتو، پيوټاج، زېري جريدې، عرفان مجلې، د سولې هڅه مجلې، كونړ غږ مجلې، سنځله مجلې، لمبه، كندهار مجلې، لوپټه او نورو مجلو، اخبارونو او انټرنټ پاڼو كې نشر شوې دي او د ځينو ملګرو په ګډون يې د پښتو– پښتو تشريحي قاموس دوهم چاپ، زاهد پښتو- پښتو قاموس، انګلیسي- پښتو قاموس، د آريانا دايرة المعارف او د خوشحال خټك د كلياتو په چمتو كولو كې هم ونډه اخيستې ده، پر دې سربېره يې تر لسو زيات مستقل علميڅېړنيز آثار هم كښلي دي چې ځينې يې چاپ دي. دغه راز په لسګونه آثار يې په اهتمام چاپ شوي دي.