د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د رئیس پيژندنه

محمد آصف احمدزی د الله دوست زوی د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالي د ملنګ کلي په ګل کلا سيمه کې په ۱۳۵۷هـ. ش کال کې زېږېدلی دی. له لومړي تر دولسم ټولګي پورې زده کړې يې د پښتونخوا د حراء اسلامي لېسه کې ترسره کړي او لوړې زده کړې د ماسترۍ تر کچې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې بشپړې کړې دي.

رسمي دندې

  • د ۱۳۸۹هـ ش د قوس مياشتې په ۹مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو په مرکز کې د علمي غړي په توګه ومنل شو، چې تراوسه پورې په کې د علمي غړو په توګه علمي – څېړنيز کارونه پرمخ بيايي او د (څېړنوال) علمي رتبې ته يې ارتقا کړې ده.
  • په ۲۷/ ۸/ ۱۳۹۲هـ. ش نېټه په دوهم بست کې د ژبو او ادبياتو مرکز د خپرنيز ارګان "زېري" جريدې مسئول مدير وټاکل شو او څه باندې دوه کاله يې دغه دنده پرمخ یوړه.
  •  په ۸/ ۱۱/ ۱۳۹۴هـ. ش نېټه په دوهم بست کې د ژبو او ادبياتو مرکز د علمي منشي په توګه تعيين شو چې دغه دنده يې کابو درې نيم کاله ترسره کړه.
  • په ۵/۵/ ۱۳۹۸هـ. ش نېټه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو د رئيس په توګه وګومارل شو چې تراوسه پورې دغه دنده پرمخ وړي.

نارسمي دندې

  • په ۱۳۸۷هـ. ش کال کې يې د ملي شورا په مشرانو جرګه کې د اداري کارکوونکي په توګه دنده ترسره کړې او له دې سره هم مهاله يې د افغانستان د سولې ملي جرګې اداري او مالي چارې هم پر غاړه لرلې.
  • د ١٣٨٨هـ ش کال په لومړيو کې يې له پژواک خبري اژانس سره د ايډېټر په توګه کار پيل کړی دی.

چاپ شوي آثار                                                                  

  1. په پښتو ادب کې ادبي راپورتاژ (علمي څېړنيز اثر).
  2. د پښتو د پرمختيا او پياوړتيا اداره (علمي څېړنيز اثر).
  3. خوشحال د خوشحال له خولې (سريزه او تدوين).
  4. په پښتو ادبياتو کې طنز(علمي –  څېړنيز اثر).
  5. د انجنير احمد شاه احمدزي ژوند او مبارزه ( تحقيقي اثر).
  6. فرهنګي - ادبي پېښليک (لومړی ټوک).
  7. د پيغمبرانو کيسې (څلور ټوکه، له عربي ژبې څخه ژباړه).
  8. د غزني تاريخ او لرغوني مدنيت ته يوه کتنه (له دري ژبې څخه ژباړه).
  9. سور کوتل (له دري ژبې څخه ژباړه).

پر پورته مستقلو آثارو سربېره يې لسګونه علمي- تحقيقي مقالې په کابل مجلې، زېري جريدې او په مختلفو د مقالو ټولګه کې خپرې شوې دي.