د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رئیس پیغام

د افغانستان د علومو اکاډمي د خپلو تقنیني اسنادو او د خپلو فعالیتونو د ماهیت پر اساس، په هېواد کې له لوړو علمي- څېړنیزو مراجعو څخه ده او د دې ادارې علمي- څېړنیز فعالیتونه د ګران هېواد افغانستان کې د علومو د خپرولو او فرهنګي او اقتصادي چارو ته په ترقي ورکولو متمرکز دي.

دغه اداره له تأسیسه تر اوسه پورې ډېرې زیاتې لاسته راوړنې لري چې د نړیوالو د توجه وړ ګرځېدلې دي.

د افغانستان د علومو اکاډمي د رهبرۍ هیأت بنسټيزو او د استفادې وړ معیاري څېړنو ترسره کولو ته ژمن دی، د مطالعې دود خپرول او رایجول او د معیاري څېړنو دودول په ټولنه کې له خپلو مهمو کاري اصولو ګڼي.

د افغانستان د علومو اکاډمي رهبري د ټولو فرهنګيانو او متفکرینو له سالمو نیوکو او وړاندیزونو څخه هرکلی کوي او د حقیقي او حکمي اشخاصو له ګټورو  طرحو څخه د دې اداری د علمي فعالیتونو د لا ښه والي او د اصلاحاتو د تطبیق په هکله چمتو ده او عملي کوي يې.

 

د مبارکۍ پیغام 

له نن څخه یوسلو یو کاله د مخه د افغانستان خپلواکو او عزتمندو خلکو، تر ډېرو سختو او ستړي کوونکو مبارزو وروسته، په یو جنګ کې په نامساوي ځواک، په پیاوړې ارادې او کلک هوډ، په داسې شرایطو کې چې د نړۍ او سیمې زیات هېوادونه تر دغه وخت پورې د استعمار تر جغ لاندې وو، د نړۍ د هغه مهال له یوې سترې امپراتورۍ (انګلیسانو) څخه خپله خپلواکی تر لاسه کړله او د نړیوال سیاست په تعاملاتو کې د یوه خپلواک هېواد په نامه شامل او له دې لارې یې د دې ټاټوبي د خلکو عزت او حیثیت اعاده کړ.

د افغانستان د علومو اکاډمي د رهبرۍ او منسوبینو په استازیتوب، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د یو سلو یومې کالیزې له امله د افغانستان اسلامي جمهوري دولت قدرمنې رهبرۍ او د هېواد غيور ملت ته مبارکي وایو. د الله تعالی له درباره هیله مند یو چې د دې نېکمرغه ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو تر منځ د روغې جوړې خبرې پیل او زموږ د ملت او هېواد د خیر او فلاح لامل شي.

د سولې، امنیت او د ګران افغانستان د غوړېدو او پرمختیا په هیله!

په درنښت
څېړنوال دکتور عبدالظاهر شکیب
د افغانستان د علومو اکاډمي سرپرست