د علمي ــ څېړنيزې مقالې د ليکنې لارې چارې او ځانګړتياوې

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۵ - ۱۲:۲۸

لیکوال: څېړنپوه محمد نبي صلاحي

لنډیز

مقاله د ليکنې اساسي چوکاټ دى. د هغې د ليکلو په برخه کې يواځې د منابعوراټولونه د څېړنې په نامه نه شي منل کېداى، هغه را ټولونه ده. د دغو سرچينو هر اړخيزه مطالعه، ژورتحليل، ارزونه، د موادو صيقل کول او له هغو څخه مثبته نتيجه اخيستنه او لوستونکو ته روښانه پېغام ورکول علمي تحقيق دى او برعکس يې غير علمي کار دى. په دې لاره کې بهترين څېړونکى هغه څوک دى چې هغه د ستونزو، ربړو او پرابلمونو په حل پسې، لالهانده وګرځي.

د علمي او څېړنیزو مجلو دفترونو ته ګڼ شمېر مقالې د خپرېدو لپاره راځي، مګر ځینې یې د مجلو د کتنپلاوو له خوا ردېږي،  زیاتره یې علت دا وي چې څېړونکي د هغو په لیکنه کې  پوره محنت نه وي کړی او یا یې  په بې پروایي سره د مجلې دفتر ته وراستولې وي، د ا کار ښایي ډېر علتونه ولري، یو دلیل یې دا کېدای شي چې  یاد څېړونکي ته یا د علـمي ـ څېړنیزې مقالې د لیکنې لارې چارې  ښې نه دي ور معلومې  یا په علمي مقاله لیکنه کې پر هغو لاروچارو او اصولو باندې عمل نه کوي، له دې امله دا لیکنه پر دې منظور تر سره شوې ده چې دغه نیمګړتیا لرې شي.

Documents

د علمي ــ څېړنيزې مقالې د ليکنې لارې چارې او ځانګړتياوې.pdf