افغانستان او سيمه ييز اتصال فرصتونه او ننګونې تر سرليک لاندې علمي- څېړنيز سيمينار په ارګ کې ترسره شو

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۹:۱۱
افغانستان او سيمه ييز اتصال فرصتونه او ننګونې تر سرليک لاندې علمي- څېړنيز سيمينار په ارګ کې ترسره شو

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د سیمه ییز مطالعاتو مرکز له خوا «افغانستان او سيمه ييز اتصال: فرصتونه او ننګونې» تر سرليک لاندې یو ورځنی علمي- څېړنیز سیمینار د ۱۴۰۱ هـ.ل کال د ميزان میاشتې پر ۲۰مه د چهارشنبې په ورځ د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې ترسره شو.

سيمينار د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو پر تلاوت پيل شو د سیمينار په لومړۍ برخه کې د علومو اکاډمي مرستيال مولوي امير جان ثاقب پرانیستونکې وینا وکړه هغه وویل:

د افغانستان سيمه ييز اتصال يوه حياتي موضوع ده او د افغانستان راتلونکی اقتصادي وضعيت ورپورې تړلی دی، په دې اړه موجود فرصتونه او ننګونې له پخوانيو فرصتونو او ننګونو سره توپير کړی دی، د دې سيمينار له لارې علومو اکاډمي غواړي چې د ا. ا مشرانو ته په دې اړه خپل وړانديزونه او څېړنې وړاندې کړي، تر څو له فرصتونو ګټه او د ننګونو لپاره حللارې ولټول شي.

ورپسې د ا. ا د رئ. يس ال. وزراء پېغام د نوموړي د دفتر مرستيال مولوي عبدالعزيز جاويد له خوا ولوستل شو.

وروسته د ا. ا د رئ. يس ال. وزراء مرستيال مولوي عبدالس. لام حنفي وينا واوروله، نوموړي وويل:

افغانستان په اسيا کې مهم رول لوبوي، زموږ امنيت د اسيا او حتی د ټولې نړۍ لپاره د اهميت وړ دی او که خدای مه کړه افغانستان ناامن شو، نو پر ټوله اسيا به منفي اغېزه وکړي، نو اړينه ده چې د سيمې هېوادونه د اوسني امنيت څخه حمايت وکړي او هغه غنيمت وګڼي. موږ د نړۍ د ټولو هېوادونو سره نېکې اړيکې غواړو او له دوی هم غوښتنه کوو چې له موږ سره خپلې متقابلې اړيکې نیکې او عادي حالت ته راولي.

د بهرنيو چارو وزارت د وزير پېغام د نوموړي د دفتر سرپرست مفتي محب الله وثيق او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وزير پېغام د دغه وزارت معين مولوي قدرت الله جمال له خوا ولوستل شو.

همدارنګه دغې سيمينار ته د اقتصاد وزارت محترم وزير قاري دين محمد حنيف، د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم او د ا. ا وياند ذب. يح الله م. جاه. د هم ويناوې واورولې.

د دې سیمینار دويمه برخه د علمي- څېړنیزو مقالو لوستلو ته ځانګړې شوې وه چې لاندې مقالې په کې ولوستل شوې:

په افغانستان کې د یوه کمربند او یوې لارې پروژې د تطبیق ارزونه/ څېړندوی عمران زکريا

بررسی جایګاه جیوپولیټیک افغانستان/ څېړندويه زهره محمدزی

د افغانستان د سیمه ییز اتصال د فرصتونو او ننګونو ارزونه/ څېړندوی عبدالصبور مبارز

نقش سیاست متوازن و بی طرف در اتصال منطقه یی افغانستان/ څېړنوال عبدالشکور سالنګي

په سیمه ییز اتصال کې د افغانستان نقش او رول/ څېړندوی احسان الله احسان

نقش زیر ساخت های ترانسپورتی در اتصال منطقه یی/ استاد علي ياور سيرت

افغانستان او سیمه ییز ترانزیټ: ټاپي پروژه/ څېړندوی رحمت الله همت

فواید اقتصادی پروژه یک کمربند – یک مسیر برای افغانستان/ څېړنوال ډاکټر محمد حکيم حيدر

افغانستان او سیمه ییزې همپالنې ته اړتیا/ څېړندوی جلال الدين نجيم

په سیمه ییز اتصال کې د سارک سازمان رول؛ د افغانستان په اړه ځانګړې مطالعه/ څېړنوال ضياالحق ضياء

په پای کې د سيمينار د ګډونوالو له خوا پرېکړه ليک صادر شو چې په کې راغلي وو:

1. د ا. ا. ا ته وړاندیز کېږي چې په سیمه ییز اتصال کې د مرکزي رول لوبولو او له سيمې سره د هېواد د نښلولو لپاره دې بې طرفه او متوازن بهرنی سياست غوره کړي.

2. د ا. ا. ادې د سیمه ییزو اقتصادي پروژو د پلي کولو او په دې برخه کې د پانګونې د جذب په موخه فرصتونه برابر کړي.

3. د افغانستان د سيمه ييز اتصال د ټينګښت په موخه دې له ګاونډیو هېوادونو سره ګډ سيمه ييز بازارونه جوړ شي.

4. د ا. ا. ا دې د سيمه ييز اتصال او ټرانزيټ د پراختيا په موخه له ګاونډيو هېوادونو سره د ځمکنيو دهليزونو د جوړولو هڅې وکړي د بېلګې په ډول د واخان ځمکنی دهليز.

5. د ا. ا. ا دې د سیمه ییز اتصال د پراختیا په موخه، له ټاکلو وړاندیزونو سره په سیمه ییزو سازمانونو کې خپل پلانونه او نوښتونه معرفي او په دې برخه کې دې د مهم رول ترسره کولو په موخه د افغانستان جغرافیایي ارزښت ثابت کړي.

6. د ا. ا. ا دې د سيمه ييز اتصال په موخه په نړيوالو معيارونو برابر ټرانزيټي لارې او ريل پټلۍ جوړې او ورغوي.

7. د ا. ا. ا دې د سيمه ييز اتصال په موخه د ټرانزيټ او ټرانسپورټ اړوند قوانين اصلاح او د سيمه ييزو معيارونو سره دې برابر کړي.

8. د سیمې د هېوادونو له خوا په افغانستان کې لاسلیک شوې سیمه ییزې پروژې، لکه: ټاپي، کاسا ۱۰۰۰، ټو ټاپ ۵۰۰، د پنځو ملتونو د ریل پټلۍ، باید تطبیق شي، په دې اړه دې د ا. ا. اله اړونده هېوادونو سره خبرې پیل کړي او هغوی ته دې د پروژو د تطبیق په اړه د همکارۍ لازم ضمانتونه ورکړي.

9. د ا. ا. ادې په خپل نوښت د سيمه ييزو پروژو د تطبيق لپاره د سيمې له هېوادونو سره شريک ميکانيزم او د اړيکو کمېټې رامنځته کړي.

10. باثباته او سوليز افغانستان يوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې د سيمې په ګټه هم دی، نو په افغانستان کې د دايمي سولې په رامنځته کولو کې د سيمې د هېوادونو لازمه همکاري اړينه ده.

سيمينار د معدن او پټروليم وزارت معين محترم ضياالرحمن اريوبي په دعائيه سره پای ته ورسېده.