د مثاني- حالبي رجعت (Vesicoureteral reflux) بررسي؛

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۵:۵۰
څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل

وړاندې کونکی: څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل

د وړاندې کولو ځای: علومو اکاډمي، د کنفرانسونو خونه

د وړاندې کولو نېټه او وخت: دوشنبه، ۱۴۰۱/۱۲/۱ ( ۱۴۴۴/۷/۲۹) نېټه، له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې

د کنفرانس غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته له ښاغلي څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل څخه غوښتنه وشوه چې خپل کنفرانس وړاندې کړي.

د کنفرانس هدف: ۱- د مثاني- حالبي رجعت د لاملونو او تشخیصیه لارو چارو بررسي کول.

۲- د مثاني- حالبي رجعت د اختلاطاتو بررسي کول. ۳- د مثاني- حالبي رجعت د درملنې بررسي کول.

۴- د مثاني- حالبي رجعت د درملنې د ښو درملیزو میتودونو په ګوته کول.

د موضوع مبرمیت او ارزښت: مثاني- حالبي رجعت یوه مهمه پتالوژي ده، پېښې یې په هېواد کې موجودې دي او د بېلابېلو لاملونو له کبله رامنځ ته کېږي.

دا پتالوژي ګڼ شمېر اختلاطات رامنځ ته کوي چې د اختلاطاتو له کبله د ناروغ شخص بډوډي تخریب او ان د مړینې لامل ګرځي.

که پر وخت سره تشخیص او په مناسبه توګه تداوي شي نو له اختلاطاتو څخه یې مخنیوی کېدلای شي.

څرنګه چې دا یوه ډیره مهمه پتالوژي ده او درملنه یې حیاتي ارزښت لري او له بلې خوا د یورولوژي اکثره متخصصین د درملیزو پروسیجرونو په ترسره کولو کې له بېلابېلو تخنیکي ستونزو سره مخامخ کېږي؛ نو ځکه اړینه وه چې د دې ناروغۍ بېلابېل اړخونه بررسي او د درملنې تر ټولو ښه میتودونه یې په ګوته شي.

پوښتنې: ۱- مثاني- حالبي رجعت کوم لاملونه لري او د تشخیص لپاره یې باید کوم معاینات ترسره شي.

۲- مثاني- حالبي رجعت کوم اختلاطات رامنځ ته کولای شي. ۳- مثاني- حالبي رجعت د کومو میتودونو په واسطه تداوي کېدلای شي.

میتود: دا یوه تشریحي توصیفي څېړنه ده چې له بېلابېلو معتبرو کتابونو او انټرنټي پاڼو څخه په کې ګټه اخیستل شوې ده.

لنډیز: په نارمل ډول د حالبي – مثاني اتصال عضلي پوړ داسې ځانګړی جوړښت لري چې یواځې په یوه جهت ( د مثانې په لور) د ادرار جریان ته اجازه ورکوي او په مخالف جهت ( د بډوډي په لور) سره د ادرار له جریان څخه مخنیوی کوي. په دې توګه، بډوډي د مثانې له لوړ فشار او په مثانه کې د منتن ادرار له بدو اغېزو څخه خوندي پاتې کېږي.

که چېرته د حالبي – مثاني اتصال عضلي پوړ ناقص او یا بې کفایته وي/ شي او یا یې په تعصیب کې ستونزې موجودې وي نو ادرار کولی شي چې په دواړو جهتونو وبهېږي.

که چېرته ادرار برعکس (له مثانې څخه بیرته حالب ته) جریان پیدا کړي نو د مثاني- حالبي رجعت (Vesicoureteral reflux ) په نوم یادېږي.

کله چې منتن ادرار د بډوډو په لور رجعت وکړي نو د بډوډو د انتاناتو او تندباتو لامل ګرځي. د وخت په تېرېدو سره بډوډي له منځه ځي او د بډوډو بې کفایتي رامنځ ته کېږي چې په پای کې د ناروغ د مړینې لامل ګرځي.

مثاني- حالبي رجعت په هر عمر کې رامنځ ته کېدلای شي خو پېښې یې په ماشومانو کې ډېرې لیدل کېږي. په نوزادانو او Infant ماشومانو کې تر ټولو ډېرې پېښې لري.

په انجونو کې نسبت هلکانو ته د مثاني- حالبي رجعت پېښې نسبتاً ډېرې دي او لامل یې په انجونو کې د بولي انتاناتو د پېښو ډېر والی دی.

په ماشومانو کې اکثره وخت مثاني- حالبي رجعت په خپله ښه کېږي خو له انتاناتو څخه د وقایې او د بډوډو د ژغورنې په موخه اړینه ده چې ناروغ ته مناسب انتي بیوتیک د یوې مناسبې مودې لپاره توصیه کړو.

په لویانو کې باید د مثاني- حالبي رجعت لامل پیدا او له منځه یې وېسو. د دې ترڅنګ ناروغ ته مناسب انتي بیوتیک، که قبضیت موجود وي قبضیت ضد درمل، که ‌‌‌د مثانې ستونزې موجودې وي نو الفا بلاکر، انتي کولینرجیک درمل، التهاب ضد درمل توصیه کوو.

د مثاني- حالبي رجعت تر ټولو اغېزناکه درملنه جراحي ده او په جراحي درملنو کې یې تر ټولو ښه درملنه په مثانه کې د حالب دویم ځلي غرس دی چې په ۹۵- ۹۹ سلنه پېښو کې د قناعت وړ پایلې لري.

د حالبي رجعت په درملنه کې انډوسکوپیک میتود ډېر ښه میتود دی. په دې متیود کې ځینې biocompatible کیمیاوي مواد لکه Deflux (dextranomer microspheres + non-animal-stabilized hyaluronic acid) په Intramural ureter کې زرق کېږي. دا مواد د حالبي فوهې او Intramural ureter په ترمیم کې ډېر رول لري چې په پای کې خپله دنده ښه ترسره کولی شي. د دې میتود د بریاليتوب کچه له ۷۰ سلنه څخه تر ۹۰ سلنه پورې ښودل شوې ده. د دې میتود د بریاليتوب کچه د مثاني حالبي رجعت په درجې پورې اړه لري. دا میتود د خلاصې جراحي په اندازه مؤثر نه دی خو لږ مداخلوي پرویسجر دی نو ځکه د ډېر ارزښت لرونکی دی.

په خلاصه توګه ویلی شو چې؛ که چېرته دا ناروغي په وخت سره تشخیص، لامل یې معلوم او په درست ډول تدواي شي نو د بډوډو تخریبات نه رامنځ ته کېږي، د ناروغ له معیوبیت څخه مخنیوی کېږي او ژوند یې نجات مومي.