د بن تړون او د هغې پایلې

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۹:۵
ښاغلي څېړنوال مایل آقا حکیم

“علمي – څېړنیز کنفرانس”

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو په معاونیت کې د ټولنیزو علومو مرکز غړي ښاغلي څېړنوال مایل آقا حکیم د (د بن تړون او د هغې پایلې) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ؛

نوموړي د بن د تړون په اړه ژور بحث وکړ چې د یاد تړون په مثبت او منفي اړخونو باندې یې هر اړخیز بحث وکړ او د یاد تړون پایلې او د افغانستان په سیاست، اقتصاد، په کورنیو او بهرنیو چارو یې اغېزې هم بیان کړې. د کنفرانس په اخر کې څېړونکو او استاذانو خپل نظرونه او پوښتنې مطرح کړې.

په پای کې د ارزونې د کمیسیون له لورې یاد کنفرانس د رأیو په اتفاق تائید او مثبت وارزول شوه.