پاراټېکسټ که د متن ځلا او بازارموندنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۲:۴۴

« علمي - څیړنیزه مقاله » 

لیکوال: څېړندوی حمایت الله ښاد

لنډیز

د راکړې ورکړې او په ټوله کې د ژوند په ډېرو برخو کې به مو د بازارموندنې په موخه ډېرو پدېدو ته ښکلا ورکړې وي چې وځلېږي، د لیدونکيو سترګې وبرېښوي، نظرونه راکاږي او پام رامات کړي. متن هم په خپلو خاصو نندارو لوستونکي پر ځان مینوي، که څه هم په علمي او ادبي لیکنو کې تر ښکلاییز اړخ منځپانګیزه برخه ډېره مهمه او اړینه ده چې له علمي، فرهنګي او ادبي بډاینې او ارزښت مالاماله وي، خو هر څومره چې ارزښتناکه موضوع او مضمون پر ښکلاوو پوښلی، مجمل او سینګار شوی وي،  هومره یې ټولنه په مینه او لېوالتیا هضموي او مني.

څرنګه چې په سوداګریزو چارو کې د اجناسو تجلا د پېرونکيو ځانګړې پاملرنه جلبوي، دغسې چې لیکوال هم خپل متن په ډول ډول رنګینيو پسوللی او سینګار کړی ټولنې ته وړاندې کړي، هماغومره یې د لوستو تومنه ډېرېږي او ارزښت او ګرانښت پیدا کوي.

 په دې مقاله کې د کتاب پر بازارموندنې سربېره د زړه وړونکي او په زړه پورې متن د وړاندې کولو پر لارو چارو او ځلندو برخو څېړنه شوې ده.

Documents

Paratext or the brilliance of text and marketing.pdf