د فرهنگي اړیکو د ریاست پېژندنه

د فرهنګي اړیکو ریاست د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومو موخو ترلاسه کولو په لاره کې له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو سره د علمي څېړنیزو او فرهنګي اړیکې رامنځ ته کولو او پراختیا لپاره د قانون او نورو تقنیني اسنادو په رڼا کې خپل فعالیتونه تنظیموي.

دا ریاست له علمي- څېړنیزو او فرهنګي بنسټونو سره د اکاډمیکو او سیستماټیکو اړیکو پراختیا په پار په ملي او بین المللي کچ د هوکړه‌لیکونو، پروټوکولونو، تفاهم‌لیکونو او تړونونو لاسلیکولو ته زمینه برابروي او هڅه کوي چې د هغو احکام پلي او علمي بڼه ورکړي.