د شوروي اتحاد رامنځته کېدل او ړنګېدل؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې ۱۹۱۷ – ۱۹۹۱ز.کال

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۴:۱

« د علمي ـ څېړنیزې پروژې دفاع»

څېړندوی عبدالخالق فردوس د څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه  له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې ( د شوروي اتحاد رامنځته کېدل او ړنګېدل؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې ۱۹۱۷ – ۱۹۹۱ز.کال) بریالۍ دفاع وکړه.

څېړونکي د شوروي اتحاد رامنځته کېدو څرنګوالي، د دې اتحاد سیاسي، امنیتي، اقتصادي حالات، د دې اتحاد د ړنګېدو کورني او بهرني لاملونه، د فدراتیفي روسیې رامنځته کېدل؛ پر سیمه او افغانستان د شوروي د بهرني سیاست او وروسته یې د روسیې د بهرني سیاست اغیزو باندې هر اړخیزه رڼا واچوله او په پای کې یې اړوند چارواکو ته د خپلې ترسره شوې څېړنې پر اساس وړاندیزونه وکړل.

په پای کې د ټاکل شوي کمېسون له لوري د څېړونکي د رسالې دفاع د رایو په یووالي مثبته و ارزول شوه.