د افغانستان دعلومو اکاډمي د علمي مرستیال په مشرۍ یو هیآت په افغانستان کې د یونسکو دفتر د رهبرۍ او مسؤلینو سره غونډه وکړه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۹:۴۲
د افغانستان دعلومو اکاډمي د علمي مرستیال په مشرۍ یو هیآت په افغانستان کې د یونسکو دفتر د رهبرۍ او مسؤلینو سره غونډه وکړه

26/3/1400-کابل- د علومو اکاډمي

په دې غونډه کې چې په انلاین بڼه ترسره شوه، د علومو اکاډمي علمي مرستیال څېړنوال دکتور رفیع الله نیازی، د پښتو څېړنو نړیوال مرکز رئيس څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي، د کوشاني څېړنو نړیوال مرکز مشره څېړنواله فایقه لحظه، د علومو اکاډمي د دفتر رئیس شوکت الله عابد، محترم Jordan، محترم Philippe ، محترم محمد نعیم مموزی او محترم احمدنصیر دراني له دواړو لورو ګډون درلود.

په پیل کې شوکت الله عابد له لورې د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ورسته د علومو اکاډمي هیآت معرفي او ورپسې Jordan د یونسکو پلاوی معرفي کړ.

ورپسې دکتور رفیع الله نیازي، د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو نړیوال مرکز او د کوشاني څېړنو نړیوال مرکز د ایجاد په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل او د یادو مرکزونو په اهمیت او اهدافو یې خبرې وکړلې. همداشان د دې دواړو مرکزونو سره د یونسکو د دفتر مخکنیو همکاريو ته یې هم اشاره وکړله.

دکتور نیازي په خپلو خبرو کې وویل: یادو دواړو مرکزو سره د پخوانیو اړیکو بیا جوړولو تر څنګ اړتیا ده چې «د افغانستان د ژبپوهنې اطلس» چې یوه تاریخي علمي پروژه ده او تقریباً نېمه پېړۍ مخینه لري، چې اوسمهال د سویس په برن پوهنتون کې ده. د علومو اکاډمي په پام کې لري چې د یاد اطلس یوه کاپي د اکمال په موخه افغانستان ته رانتقال شي.

همدا راز په افغانستان کې د یونسکو د دفتر مسول جورډن نایډو د علومو اکاډمي د دې هڅې او غوښتنې څخه مننه او ملاتړ وکړ. همدارنګه نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې موږ دعلومو اکاډمي سره د همکاریو هرکلی کوو او په دې اړه به په راتلوونکي کې متعددو برنامو باندې په ګډه بحث او کار وکړو.

ښاغلي فلیپ، هم په خپلو خبرو کې وویل: موږ اماده یو چې د یونسکو د اهدافو مطابق د فرهنګی میراثونو د ساتنې لپاره علومو اکاډمي د کوشاني څېړنو نړیوال مرکز سره مرستې وکړو چې په دې اړه به وروسته په ګډه ځانګړې او مشخصې برنامې طرح کړو.