علمي پروژېنور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۵:۷
Background image

په افغانستان کې د تولیدي او توریدي سمنټو په اړه څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت، د کیمیا، بیولوژي او کرنې علومو مرکز، د کیمیا انستیتوت علمي غړي، د روان ۱۴۰۲ هـ.ل کال د کب پر ۱۵مه نېټه، ښاغلي نوماند څېړنیار سید‌جمال الدین روحاني "په افغانستان کې د تولیدي او توریدي سمنټو په اړه څېړنه" تر عنوان لاندې علمي – څېړنیزې پروژې څخه څېړنیار علمي رتبې ته د ترفیع لپاره په کیمیا انسټیټوټ کې خپله دفاع د ټاکل شوي کمېسیون په حضور کې وړاندې کړه.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

د شوروي اتحاد رامنځته کېدل او ړنګېدل؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې ۱۹۱۷ – ۱۹۹۱ز.کال

(( د علمي ـ څېړنیزې پروژې دفاع)) څېړندوی عبدالخالق فردوس د څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې ( د شوروي اتحاد رامنځته کېدل او ړنګېدل؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې ۱۹۱۷ – ۱۹۹۱ز.کال) بریالۍ دفاع وکړه. څېړونکي د شوروي اتحاد رامنځته کېدو څرنګوالي،

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په ننګرهار کې ستروسو ته د زیان رسوونکو حشرو څېړنه

د علمي – څېړنیزې پروژې دفاع څېړنوال دوکتور ګل شاه آرینوال په 1402/11/08 نېټې له خپلې علمي – څېړنیزې پروژې (په ننګرهار کې ستروسو ته د زیان رسوونکو حشرو څېړنه) بریالۍ دفاع وکړه.

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د ختیځ زون (ننګرهار، لغمان او کونړ) ولایتونو د ځینو ولسوالیو د خاورو د حاصل خېزۍ د کچې څېړل

د افغانستان د علومو اکاډمي، د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت، د کیمیا، بیولوژي او کرنې علومو مرکز، د کرنې انستیتوت علمي غړي، د روان ۱۴۰۲ هـ. ل کال د لیندۍ په ۲۶مه نېټه، ښاغلي څېړندوی خلیل الرحمن بارکزي "د ختیځ زون (ننګرهار، لغمان او کونړ) ولایتونو د ځینو ولسوالیو د خاورو د حاصل خېزۍ د کچې څېړل" تر عنوان لاندې علمي – څېړنیزې پروژې څخه د څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع لپاره خپله دفاعیه د طبیعي – تخنیکي علومو په معاونیت کې د ټاکل شوي کمېسیون په حضور کې وړاندې کړه.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

په پښتو لنډیو کې د متلونو او اصطلاحاتو تحلیلي څېړنه

(د علمي ـ څېړنیزې پروژې دفاعیه غونډه) د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو د معاونیت، د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال شهزاده توحیدمل څېړنپوه علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه په ۲۲/۸/ ۱۴۰۲ نېټه له خپلې علمي څېړنیزې پروژې (په پښتو لنډیو کې د متلونو او اصطلاحاتو تحلیلي څېړنه) څخه چې د څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي په لارښوونه یې بشپړه کړې وه، د ټاکلي کمیسیون د غړو او ګډونوالو څېړونکو پر وړاندې یې بریالۍ دفاع وکړه او د اړوند کمیسیون له خوا د رایو په یووالي سره تائيد شوه.

شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۹:۳۵
Background image

د سیاسي پرمختیا د نظریو څېړنه

“د علمي- څېړنيزې پروژې دفاع” د افغانستان په علومو اکاډمي کې د ټولنیزو علومو مرکز اړوند د حقوقو او سیاسي علومو د انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي نوماند څېړندوی محمدرفیع ځواک څېړندوی علمي رتبې ته د نوماندۍ دورې د رفع‌کولو لپاره له خپلې علمي- څېړنیزې پروژې «د سیاسي پرمختیا د نظریو څېړنه» څخه بریالۍ دفاع وکړه او د څېړونکو او ګډونوالو پوښتنو ته یې مثبت ځوابونه ورکړل، چې د دفاع د ارزونې کمېسیون له لوري د رایو په اکثریت بریالۍ وارزول شوه او په دې سره ښاغلی محمدرفیع ځواک د څېړندوی علمي- رتبې مستحق وګڼل شو.

چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د پوهاند حبیب الله تږي د آثارو تحلیلي څېړنه

“د علمي – څېړنیزې پروژې دفاع” د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز اړوند د ژبپوهنې څانګې غړي ښاغلي نوماند څېړندوی ضیاءالحق سیند نن په ۱۴۰۲ل/۵/۲۵ نېټه څېړندوی علمي رتبې ته د لوړاوي لپاره له خپلې علمي – څېړنیزې پروژې «د پوهاند حبیب الله تږي د آثارو تحلیلي څېړنه» څخه بریالۍ دفاع وکړه او د څېړونکو او ګډونوالو پوښتنو ته یې مثبت ځوابونه ورکړل، چې د دفاع د ارزونې کمېسیون له لوري د رایو په اکثریت بریالۍ وارزول شوه او په دې سره ښاغلی ضياءالحق سیند د څېړندوی علمي – رتبې مستحق وګڼل شو.

یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د دویم خلیفه په حکومتولۍ کې د روڼتیا څرګندونه

“علمي – څېړنیزې پروژې دفاع” د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز غړي نوماند څېړنیار کمال نوري د خپلې نوماندۍ دورې له علمي – څېړنیزې پروژې ( د دویم خلیفه په حکومتولۍ کې د روڼتیا څرګندونه) څخه په بریالیتوب سره دفاع وکړه.

شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

«د محمد داوود خان د جمهوري نظام بهرنی سیاست» علمي- څېړنيزه پروژه دفاع شوه

“علمي- څېړنيزه پروژه دفاع” د افغانستان د علومو اکاډمي د تاریخ او اتنوګرافۍ انسټیټوټ علمي غړي څېړنیا ولي‌باز آرین د څېړندوی علمي رتبې ته د ترفېع لپاره «د محمد داوود خان د جمهوري نظام بهرنی سیاست (۱۳۵۲ ــ ۱۳۵۷ هـ. ل)» له علمي ــ څېړنیزې پروژې څخه دفاع وکړه. ښاغلي آرین د څېړنې د هدف او اړتیا له بیان څخه وروسته د نوموړې موضوع په اړه د پخوانیو لیکنو لنډه یادونه وکړه.

Pagination