اسلامي بانکدارۍ او معاصرو تجارتي معاملاتو څېړنيز مرکز پــېژندنه

 

مقدمه

په نړۍ کې بېلابېل اقتصادي نظامونه رامنځته شوي دي چې اکثره يې د نامسلمانانو لخوا رامنځته او په اسلامي نړۍ تپل شوي دي حال دا چې اسلام داسې هر اړخیز دین او وسیع نظام دی چې د انساني ژوند هرې برخې ته يې لازمې لارښوونې راوړي دي، برابره خبره ده که هغه اقتصادي، نظامي، سیاسي برخې وي، یا اخلاقي، فردي او ټولنیزې برخې وي.

اسلامي اقتصاد هم د همدې اسلامي نظام یوه برخه ده، که څه هم د "اسلامي اقتصاد" اصطلاح نوې ده خو هغه مسائل چې اسلامي اقتصاد ترې بحث کوي، د اسلام له پیل سره تړلې دي، د اسلام له پیل څخه انسان ته د مال او اقتصاد اړوند لارښوونې په قران کریم او په صحیح احاديثو کې شوي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د اقتصاد قوانین او کلي احکام بیان کړي دي، د مال ښه او بد اړخ يې واضح کړی دی، د شتمنۍ د ترلاسه کولو روا او ناروا لارې یې په تفصيلي توګه را ښوولي دي، دغه راز د لګښت اړوند مسائل او احکام يې بیان کړي دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کې د دغو احکامو د تطبیق ژوندۍ نمونه وه خو له بده مرغه د مسلمانانو د وحدت له زوال او د عثماني خلافت له سقوط وروسته مسلمانان په بېلابېلو ډلو ټپلو او هېوادونو ووېشل شول او مسلمانان په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې کمزوري کړل شول چې د مسلمانانو همدې کمزورۍ غربي نيواك ته لاره هواره کړه څو مسلمانان له خپلو عقائدو او اخلاقو واړوي او له سیاسي او اقتصادي پلوه يې ايل کړي.

له همدې ځایه د مسلمانانو له اقتصادي استعمار سره په هممهاله توګه فکري او عقيدوي استعمار هم پیل شو، په اسلامي هېوادونو کې علمانیت او بې دينۍ ته بلنه عامه شوه او د ګڼ شمېر مسلمانانو په اذهانو کې دا فکر وکرل شو چې "اسلام" یوازې د ځانګړو عباداتو نوم دی، له اقتصاد او سیاست سره هیڅ تړاو نلري.

له فتحې او تحول وروسته لله الحمد په ګران هېواد کې اسلامي نظام حاکم شو او د اسلامي نظام غوښتنه دا ده چې یاد نظام د انسان په ټولو کړنو او د ژوند پر هره برخه حاکم وي، دا چې له دې مخکې د هېواد اقتصادي او بانکي نظام په غیر اسلامي بنسټونو ولاړ و؛ نو د اسلامي امارت رهبرۍ ته اړینه وه چې دغه بنسټونه تبدیل کړي او یاد نظامونه هم پر هغو اصولو او شرطونو ولاړ وي چې اساس يې الهي وحیې وي، په همدې موخه د علومو اکاډمي په آډانه کې د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو د څېړنې مرکز رامنځته شو، د اقتصادي او بانکي نظامونو د اصلاح کولو او اسلامي نظامونو ته يې د تحویل مهمې دندې ور وسپارل شوې.

 

پــېژندنه:

اسلامي بانکدارۍ او معاصرو تجارتي معاملاتو څېړنيز مرکز یو دولتي مرکز دی چې په(1443/5/23هـ ق)چې د (1400/10/6هـ ش) سمون خوري د افغانستان اسلامي امارت د علومو اکاډمي په اډانه کې  تاسيس شوی، چې موخه يې  د هېواد مالي او بانکداري ډګر اسلامي کول، د اسلامي اقتصاد له اصولو او اسلامي بانکداري په چوکاټ کې د بازار موندنې بستر جوړول، ټولې اقتصادي مسئلې په اسلامي چوکاټ کې تنظيمول، او د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو معاملاتو په برخه کې هر اړخيزې څېړنې کول.

ياد مرکز به د غښتلو متخصصینو او ژمنو کادرونو په مټ په اړونده ډګرونو کې خپل هيواد او هیوادوالو ته خدمت وړاندې کوي، خو په ټوله کې يې موخه اسلامي بانکداري او اسلامي اقتصاد ته وده ورکول دي.

تاسیس:

د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسایلو څېړنېز مرکز د افغانستان د اسلامي امارت د (۱۵) مصوبې د (۲) فقرې پر اساس چې په (۱۶/ ۵/ ۱۴۴۳ معادل ۲۹/ ۹/ ۱۴۰۰ل) ترسره شوي دي، د علومو اکاډمي په آډانه کې تاسیس شوی دی.

لرليـــد:

د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو تجارتي معاملاتو څېړنيز لرلید د یوه علمي، مشورتي، تدريبي او څېړنيز ارګان په توګه د سودي بانکي نظام اوغير شرعي معاملاتو پر ځای د اسلامي بانکداري او اسلامی اقتصاد ترويج، ملاتړ، پر مختیا ته کار کول. او دغه په ملي او سيمئيزه کچه د باور وړ علمي مرکز دی.

ماموريت:

د اسلامي بانکداري او معاصرو تجارتي معاملاتو څېړنيز مرکز ماموریت د هېواد په کچه د سودي بانکي نظام اوغير شرعي معاملاتو پر ځای د اسلامي بانکدارۍ ، اسلامي اقتصاد، معاصرو معاملاتو په برخو کې د شرعي سمون، علمي څېړنو او پرمختګونو له پاره، یو پليټ فارم را منځ ته کول، او په اړونده چاورې کې سيمينارونه، کنفرانسونه، او ورکشاپونه دائرول.

د مرکز ارزښتونه:

  1. شرعي احکامو تطبیق: د هېواد په کچه ټولې اقتصادي، تجارتي، مالي او بانکي فعالیتونه د شریعت په چوکاټ کې اچول او له هغه سره سم يې پرمخ بیول.
  2. روڼتیا او صداقت: په کار او فعالیت کې روڼتیا او صداقت.
  3. مسلکیتوب: مرکز ته محول شوي کارونو او موضوعاتو سره مسلکي چلند کول او د مسلکیت او تخصص معیارونو په رڼا کې يې څېړل او ټولنې ته يې وړاندې کول.
  4. ژمنتیا: د مرکز ټول کارمندان د اسلامي امارت اصولو او همداراز د خپل کار اړوند لوائحو ته ژمن او د همدې ژمنتیا له مخې خپل کارونه پرمخ بیایي.
  5. ګروپي کار او نوښت: د مرکز اړوند ټول فعالیتونه په ګروپي شکل ترسره کول څو د بېلابېلو نظریاتو او مشورو پر اساس تکامل ته ورسيږي او تر ډېره بریده له تېروتنې څخه خوندي شي، همداراز د خپل کار په ساحه کې نوښت او ابتکار رامنځته کول.

د مرکز اهداف:

  1. په اقتصادي، سوداګریز، مالي او بانکي برخو کې د معاملاتو څېړنه، او ناروا معاملاتو ته د بازار له غوښتونو سره د اسلامي شریعت او حنفي مذهب په رڼا کې روا بدیلونه وړاندې کول.
  2. د اسلامي اصولو په رڼا کې د اقتصاد، سوداګرۍ او بانکوالۍ اړوند د ټولو قوانینو، مقرراتو او لوائحو تعدیل، ترتیب او تدوین.
  3. د بانکوالۍ، مایکرو فاینانس او بیمې شرکتونو لپاره د اوښتون طرحې، او په یادو مالي مؤسسو کې د بېلابېلو محصولاتو لپاره لارښودونه چمتول کول.
  4. د هېواد په کچه مشکلو مسائلو په اړه تحقیق او څېړنې کول او د تطبیق په موخه يې پایلې له اړوندو جهتونو سره شریکول.
  5. په بېلابېلو اقتصادي، سوداګریزو، مالي او بانکي مسایلو اکاډمیکې څېړنې ترسره کول او پایلې يې له مربوطه ادارو سره شریکول.
  6. په اقتصادي، تجارتي، مالي او بانکي چارو کې دولت ته مشورې ورکول او په دې لړ کې ورسره مرسته کول چې دولتي او خصوصي سکتورونه داوړه په اسلامي قالب کې خپل فعالیتونه او کړنې ترسره کړي.
  7. د اسلامي اقتصاد او بانکوالۍ په برخو کې د اسلامي امارت نمايندګي کول او په همدې برخو کې له نورو اسلامي مؤسسو او ادارو سره اړیکې رامنځته کول او پالل.

د مرکز اداري جوړښت:

د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسايلو څېړنیز مرکز لاندې اداري جوړښت لري:

الف: ریاست: چې پنځه علمي مشاورین، یو علمي منشي او یو اجرایوي مدیریت لري.

ب: انسټیتیوټونه:

۱- د اسلامي بانکدارۍ او تجارتي معاملاتو څېړنیز انسټیټوټ

۲- د معاصرو مسائلو څېړنیز انسټیټیوټ

 الف: د اسلامي بانکدارۍ او تجارتي معاملاتو څېړنیز انسټیټوټ: یاد انسټیټیوټ د اسلامي بانکدارۍ اړوند موضوعات څېړي، شرعي بدیلونه وړاندیزوي او ترڅنګ يې د تجارتي معاملاتو شننه هم کوي او پایلې يې له اړوندو ادارو سره شریکوي، یاد انسټیټیوټ دوه ډیپارټمنټونه لري:

۱- د اسلامي بانکدارۍ څېړنیز ډیپارټمنټ: یاد ډیپارټمنټ تر ډېره بریده د بانکوالۍ اړوند څېړنې ترسره کوي، قوانین يې تعدیلوي، د نويو قوانینو مسودې چمتو کوي، د اسلامي بانکوالۍ لپاره محصولات چمتو کوي او په دې لړ کې ذیدخله ادارو ته معلوماتي او روزنیز سیمینارونه پر لاره اچوي.

۲- د تجارتي معاملاتو څېړنیز ډیپارټمنټ: دا ډیپارټمنټ د تجارت نوې مسايل څېړي، اهمیت، افادیت او اغېزمنتوب يې په ډاګه کوي، جائز او ناجائز عناصر په ګوته کوي او داسې چوکاټ ته يې اچوي چې د شریعت له اصولو سره مخالف نه وي.

ب: د معاصرو مسائلو څېړنیز انسټیټیوټ: یاد انسټیټیوټ د هېواد په کچه معاصر مسائل تر څېړنې لاندې نیسي او دوه ډیپارټمنټونه لري:

الف: د مالي او پولي معاملاتو څېړنیز ډیپارټمنټ: په دې ډیپارټمنټ کې د هېواد په کچه د مالي او پولي مسائلو څېړنه کيږي، مالي سیاستونه مطالعه کيږي او په رڼا کې يې د هېواد له شته وضعیت سره همغږي کيږي او د نقودو اړوند بېلابېلو مسائلو باندې څېړنه ترسره کيږي.

ب: د عیني معاملاتو څېړنیز ډیپارټمنټ: په دې ډیپارټمنټ کې د عیني معاملاتو او مقایضې اړوند مسائل تر څېړنې لاندې نیول کيږي او د دې برخې په ټولو مسائلو تحقیق او څېړنه کيږي.

لاسته راوړنې:

  1. د مالي مؤسسو لپاره د مرابحې محصول لارښود
  2. د مالي جريمې (التعزیر بالمال) شرعي حيثيت 
  3. د مایکرو فاینانس شرکتونو لپاره د تحویل طرحه
  4. د تقاعد شرعي حيثيت او د متقاعدینو حقوق
  5. تکافل ته د بیمې شرکتونو د تحویل طرحه
  6. د تکافل فعالیت په اړه مفصله فتوا  
  7. اسلامي بانکوالۍ ته د سودي بانکونو د تحویل طرحه
  8. په اسلامي اقتصاد کې د دولت مداخله او حدود يې (علمي څېړنیزه مقاله)

د مرکز د رئیس پيغام