غونډې

چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۴:۳۶
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي د احمد علي کهزاد د سیمینارونو په تالار کې د ارشاد او دعوت د ممتازو شاګردانو ستاینغونډه ترسره شوه

یاده غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه. وروسته د علومو اکاډمي مرستیال مولوي امیرجان ثاقب په ټولنه کې د علم د زده کړې پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې "د علم زده کړه د ټولنې مهمه اړتیا ده چې باید جدی پاملرنه ورته وشي" وروسته د ارشاد او دعوت عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد هاشم شهید ورور د اسلامي علومو په ارزښت مفصله وینا وکړه، او زیاته یې کړه چې "باید په هر ارګان کې دیني علومو ته زیاته پاملرنه وشي ځکه چې د دې علومو زده کړه له یو اړخه د هر مسلمان شرعي مسؤلیت دی او له بله اړخه دا د امیر المـ..ؤمنین فرمان دی او د امیر فرمان منل په ټول رعیت باندې واجب دی، نو دې درسونو ته باید لومړيتوب ورکړل شي"

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۲۷ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.

یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۵:۲۰
Background image

"د افغانستان د پرمختګ لار" د علمي _ څېړنیز سیمینار د علمي کمیسیون لومړۍ ناسته وشوه!

کابل: یکشنبه، 1402/4/25 "د افغانستان د پرمختګ لار" د علمي _ څېړنیز سیمینار د علمي کمېسیون لومړنۍ غونډه د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت په مقام کې جوړه شوه. په نوموړي مجلس کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د علمي _ څېړنیز سیمینار لپاره پر هغو شاخصونو او موضوعاتو بحث او خبرې وشوې چې په هغو برخو کې د علمي _ تحقیقي مقالو لیکلو اړتیا ده. د بحث او خبرو په پایله کې (17) شاخصونه وټاکل شول چې په یادو برخو کې به څېړونکي او پوهان علمي _ څېړنیزې مقالې لیکي.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۴:۱۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۳۰ یمه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۵:۱۹
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي رهبري په خپل کاري دفتر کې د بهر میشتو افغان علماوو او متخصیصو کادرونو سره ملاقات وکړ

نن پنجشنبه چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د جوزا د میاشتې ۱۸ مې نېتې سره برابره ده، د افغانستان د علومو اکاډمي رهبري په خپل کاري دفتر کې د بهر میشتو افغان علماوو او متخصیصو کادرونو سره ملاقات وکړ. په دې ملاقات کې د هېواد په علمي، فرهنګي، اقتصادي پرمختګ باندې بحث ترسره شو، د علومو اکاډمي رهبرۍ بهر میشتي متخصیصین پانګوال او مخور شخصیتونه را دعوت کړل چې د هېواد د آبادۍ او ترقۍ لپاره په افغانستان کې پانګونه وکړي او د خپلو علمي تجاربو او پانګې په وسیله د دې ټولنې د ځان بساینې سبب وګرځي. همدا شان راغلو میلمنو هم د زده کړو، اقتصادي پرمختګ او د یو بل منلو په اړه خپل نظریات په ازادانه ډول مطرح کړل او په دې اړه یې د لازیاتو بحثونو او مجالسو د دایرولو تاکید وکړ. په پای کې د علومو اکاډمي د رهبرۍ له خوا راغلیو میلمنو ته کتابونه ډالۍ کړل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۵:۱۶
Background image

د علومو اکاډمي د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د څېړنې مېتودولوژي پنځه میاشتني کورس یوویشت ۲۱ تنه فارغانو فراغت غونډه

د علومو اکاډمي د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د څېړنې مېتودولوژي پنځه میاشتني کورس یوویشت ۲۱ تنه فارغانو ته د فراغت غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمي د بشري علومو محترم مرستيال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحق زي او د طبیعي او تخنیکي علومو محترم مرستيال شیخ مولوي امیر جان ثاقب او نورو مشرانو برخه اخيستې وه، ويناوالو په اوسني عصر کې د څېړنې پر اهمیت او اړتیا خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په چوکاټ کې دې دغه ډول پروګرامونه نور هم دوام ومومي او په ورته مهال یې په څېړنیز کورس کې د تدریس په هکله د ښاغلي سرمحقق زلمي هېوادمل د زیار او هڅو ستاینه هم وکړه.

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۰:۲۹
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي لوی رئیس شيخ فرید الدین محمود د لوړو زده کړو له وزیر شيخ ندامحمد نديم سره وکتل

د افغانستان علومو اکاډمي لوی رئیس شيخ مولوي فریدالدین محمود د لوړو زده کړو له وزیر شيخ الحدیث مولوي ندامحمد نديم سره تېره ورځ(د غبرګولي ۱۴مه) وکتل. په دې کتنه کې چې د علومو اکاډمۍ پلاوي یې ملتيا کوله د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره د علومو اکاډمۍ په اډانه کې د ماسترۍ او دوکتورا د برنامو په پیل او د هغو په تخنیکي برخو خبرې وشوې، دواړه لورو د دغو برنامو پر ایجاد او یو له بل د همکارۍ هوکړه وکړه او په نږدې راتلونکي کې به د تخنیکي چارو په بشپړېدو سره برنامې پیل او په دې برخه کې به د هېواد لپاره کادرونه وروزي.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲ یمه نېټه ترسره کړه.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۲:۴۵
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د غویی میاشتې پر ۱۹ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.

Pagination