علمي پروژېنور دلته

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳۰ - ۱۴:۵۹
Background image

(د محمدظاهر شاه د واکمنۍ په وروستۍ لسیزه کې د فرهنګي وضعیت څېړنه ۱۳۴۲ـــ ۱۳۵۲ل.)

( د علمي ــ څېړنیزې رسالې دفاع) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ټولنیزو علومو مرکز د تاریخ او اتنو ګرافۍ د انستیتوت علمي غړي نوماند څېړنیار سیدمحمدصادق سادات له خپلې علمي ــ څېړنیزې رسال (د محمدظاهرشاه د واکمنۍ په وروستۍ لسیزه کې د فرهنګي وضعیت څېړنه ۱۳۴۲ــ۱۳۵۲ل.) څخه د څېړنیار علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه د پوهانو، څېړونکو او استادانو په شتون کې په بریالۍ توګه دفاع وکړه.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د هایدرونفروز د اپیدمیولوژي، لاملونو، اختلاطاتو او درملنې څېړنه

څېړونکی: څېړنوال ډاکټر میرویس (حقمل). د ترسره کولو ځای: په هېواد کې د ننه. د دفاع نېټه: د چهارشنبې ورځ، په ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ نېټه د دفاع ځای: د افغانستان د علومو اکاډمي دغه دفاعي غونډه د قرآن عظیم الشان د څومبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د څېړونکي ژوند لیک، د لارښود استاد نظر او څلور تقریظونه ولوستل شول. ورپسی څېړونکي ته وخت ورکړل شو چې له علمي- څېړنیزې پروې څخه دفاع وکړي.

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د تفاسیرو په رڼاکې د العصر سورت پرتلیز تفسیر

(علمي- څېړنیزې رسالې دفاع) د افغانستان د علومو اکاډمي د تفسیر او علوم القرآن انسټیټوت علمي غړي محترم نوماند څېړنیار عصمت الله رحمتزي له خپلې علمي- څېړنيزې رسالې (د تفاسیرو په رڼاکې د العصر سورت پرتلیز تفسیر) د څېړنیارۍ علمي رتبې ته لوړاوي په موخه په 1401/11/9 هـ.ش نېټه د پوهانو، څېړونکو او استادانو په شتون کې بریالۍ دفاع وکړه.

شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱ - ۱۵:۲۵
Background image

«د افغانستان بانکي سیستم او پر ملي اقتصاد یې اغېزې [1382-1400ل]»

(علمي- څېړنیزې رسالې دفاع) د افغانستان د علومو اکاډمي د اقتصاد انستیتوت علمي غړي نوماند څېړندوی شوکت الله عابد له خپلې علمي - څېړنيزې رسالې ««د افغانستان بانکي سیستم او پر ملي اقتصاد یې اغېزې [1382-1400ل]» څخه د څېړوندی علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه په 1401/11/1هـ. ش نېټه د پوهانو، څېړونکو او استادانو په شتون کې بریالۍ دفاع وکړه.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۵:۵۶
Background image

د پوهاند الهام پښتو ګرامر طرح؛ له عنعنې څخه د نوښت په لوري لومړنی ګام

«شننه او ارزونه» له علمي- څېړنیزې رسالې دفاع وشوه. نن ۲۸/۱۰/۱۴۰۱ نېټه نوماند څېړنوال دوکتور نورالحبیب نثار له خپلې څېړنېزې رسالې ((د پوهاند الهام پښتو ګرامر طرح؛ له عنعنې څخه د نوښت په لوري لومړنی ګام «شننه او ارزونه»)) څخه د څېړنوال علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه بریالۍ دفاع وکړه.

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل په شرایطو کې د انګور د ناروغیو په هکله څیړنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: اجرأ کوونکی : څیړندوی محمد طاهر رسولی یاداشت: انګور د غذایي او روغتیایي پلوه زیاتې ګټې لري. د انګورو په میوو کې د موادو اندازه او مختلفو عناصرو موجودیت (شتون) د انګورو د نوعې (ډول) کرنیز چاپیریال او د هغې د دانو د پوخوالي له مخې کاملاً توپیر لري.

شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۰:۲۱
Background image

دافغانستان په شرایطو کې د لمر له وړانګو څخه د بریښنا د تولید په اړه څیړنې

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: اجرأ کونکی : څېړنوال انجنیر نجیب الله " حسینی " د پروژې د اجرأ موده: له 03 / 03 / 2016 څخه تر 02 / 12 /1401 د علمی - څیړنیزې پروژې موخې او مبرمیت : د انرژۍ د ودې د زیاتوالی اړتیا ، د حیاتی معیارونو زیاتوالی ، د دې لپاره چې په بشری ټولنې کې د انرژۍ څخه زیاته ګټه پورته کړی ، چې د ځمکې د زیاتې تودوخې د رامنځته کولو سره مخ شوی دی.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۲:۳۰
Background image

د درې ګونو انتیګرالونو او د هغو د ځینو تطبیقاتو څېړنه

«د علمي - تحقیقي پروژې دفاع» د ریاضي، فزیک او تخنیکي علومو د مرکز، د ریاضي او فزیک د انستیتوت علمي غړي ښاغلي څېړنیار سیدنعیم "سایق" د روان کال د عقرب د میاشتي په 18- امه نېټه د چهار شنبې په ورځ سهـار 10 بجي " د درې ګونو انتیګرالونو او د هغو د ځینو تطبیقاتو څېړنه" تر سرلیک لاندې له خپلې علمي – څېړنیزي پروژې څخه د پوهانو او استادانو په حضور کې په بریالۍ توګه دفاع وکړه.

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د آریاني ژبو په ډلبندۍ کې د پښتو ژبې دریځ

« د علمي ــ څېړنیزې پروژې دفاع » د ژبو او ادبیاتو د مرکز، د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړنیار شریف الله دوست د روان کال د عقرب د میاشتې پر (۷) باندې د (آریاني ژبو په ډلبندۍ کې د پښتو ژبې دریځ) تر عنوان لاندې د خپلې علمي- څېړنیزې پروژې څخه په بري سره دفاع وکړه.

Pagination