د شتمنۍ د څښتن تمویل

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۲:۴۳

لیکوال:څېړندوی عبدالقهار عزیزي، فرهاد واحدي، تسل حبیب 

لنډیز
د شتمنۍ د څښتن تمویل د دودیزو او اسلامي بانکونو د خدماتو یو مهم ډول دی. دواړه ډوله بانکوالۍ سیسټمونه دا ډول خدمات وړاندې کوي، خو د دوی ترمنځ اساسي توپیر هم شته. هغه توپیر د سود دی. سود د دودیزې بانکوالۍ اساس دی، په داسې حال کې چې په اسلامي بانکوالۍ کې بیا سود ممنوع دی. دا ډول خدمات اساساً یو ډول قرضه ده چې د دودیزو بانکونو له لوري تصدیو ته ورکول کیږي او سود پرې اخلي. په اسلامي بانکوالۍ کې دا ډول قرضه د سود په بدل کې نه ورکول کیږي، بلکې په لنډمهاله توګه د یوه تړون له مخې بانک له تصدۍ یا شرکت سره ځان شریکوي یا د مضاربت تړون کوي. بانک په دې تړون کې یوازې شریک وي. تصدۍ یا فابریکه دوه ګونی رول لوبوي: یو اړخ ته د خپلې پانګې په کارولو سره شریک او بل اړخ د تولیدي کار په ترسراوي سره د مضارب رول لوبوي. نو په اسلامي بانکوالۍ سیسټم کې هم دا ډول خدمات وړاندې کیږي او د سود پرځای حلاله ګټه ترې لاسته راوړي.

Documents

Working Capital Financing.pdf