د ګارټن د ريفولوشن تيوري او د مصر په ۲۰۱۱ز. کال پاڅونونو کې يې تطبيقي مطالعه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۵:۴۹
ښاغلي څېړندوی عبدالصبور مبارز

"علمي ـ څېړنیز کنفرانس"
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز څېړونکي ښاغلي څېړندوی عبدالصبور مبارز ( د ګارټن د ريفولوشن تيوري او د مصر په ۲۰۱۱ز. کال پاڅونونو کې يې تطبيقي مطالعه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
 څېړونکي په دې کنفرانس کې د ريفولوشن تيوري د تشريح پرمهال وويل: په ۱۹۸۹ز. کال په ختيځه اروپا کې ځينې بدلونونه رامنځته شول، لکه: پولنډ، هنګري، چکوسلواکيا، جرمني او نورو کې، د اکسفورډ پوهنتون استاد ټيموټي ګارټن اش دا دقيق مطالعه کړل او بيا يې وويل چې دا نه انقلابونه دي او نه هم اصلاحات بلکې له لاندې نه د انقلاب پيل او ولسي فشار او له پورته نه اصلاحات دي چې دواړه په کې شامل دي او د دې لپاره يې نوې تيوري رامنځته کړه او دې ته يې ريفولوشن يا انقلاب وويل، يعنې اصلاحات او انقلاب. څېړونکي بيا همدغه تيوري د مصر په ۲۰۱۱ز. کال پاڅونو کې تطبيقي مطالعه کړه او په پای کې يې اوسني نظام ته ځينې وړانديزونه وکړل.
په پای کې د ګډونوالو د پوښتنو په ځوابولو سره کنفرانس پای ته ورسېد او د ټاکل شوي کمېسیون له لوري مثبت ارزیابي شو.