کنفرانسونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۹:۳۹
Background image

په پښتو ادب کې د کیسه‌ګۍ څېړنه

«علمي- څېړنیز کنفرانس» نېټه: ۲۵/۷/۱۴۰۱ د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنوال سید نظیم سیدي ((په پښتو ادب کې د کیسه‌ګۍ څېړنه)) تر سرلیک لاندې علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. په دې علمي څېړنیز کنفرانس کې په کیسه‌ګۍ، په نړیوال او پښتو ادب کې د کیسه‌ګۍ پر مخینه، د کیسه‌ګۍ پر ځانګړنو، ایا کیسه‌ګۍ یو ژانر دی او که نه دی؟ د کیسه‌ګۍ په مخالفت، د کیسه‌ګۍ داخلي جوړښت، په پښتو ادب کې د لیکل شویو کیسه‌ګیو پر منځپانګه خبرې وشوې.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۹:۳۹
Background image

د احمدشاه بابا فرهنګي کارنامې

«علمي _ څېړنیز کنفرانس» نېټه :۱۲ / ۷ / ۱۴۰۱ د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو د مرکز علمي غړي څېړنیار ولي‌باز آرین د "احمدشاه بابا فرهنګي کارنامې" تر نامه لاندې د علومو اکاډمۍ د پوهانو په حضور کې علمي _ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۹:۲۷
Background image

د سلسل البول (Urinary incontinence) د ډولونو او لاملونو بررسي

«علمي - څیړنیز کنفرانس» وړاندې کونکی: څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل د وړاندې کولو نېټه: سه شنبه، ۱۴۰۱/۷/۱۲ ( ۱۴۴۴/۳/۸) د کنفرانس غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته له ښاغلي څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل څخه غوښتنه وشوه چې خپل کنفرانس وړاندې کړي. د کنفرانس هدف: ۱- د سلسل البول دبېلابېلو ډولونو بررسي کول. ۲- د سلسل البول د لاملونو بررسي کول. ۳- د سلسل البول د تر ټولو عامو لاملونو په ګوته کول.

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۱۱:۵۷
Background image

د ځینو پښتو متلونو منفي اړخونه

«علمي ـــــ څېړنیز کنفرانس» د افغانستان دعلومو اکاډمي د ژبواو ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنوال شهزاده توحیدمل«د ځينو پښتو متلونومنفي اړخونه» په نوم علمي - څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۰:۳۴
Background image

د پښتو ژبې اوسني فونولوژیکي او ګرافولوژیکي نظام ته نوې کتنه

«علمي ــ څېړنیز کنفرانس» د ژبو او ادبیاتو د مرکز، د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړنیار شریف الله دوست د روان کال د سنبلې د میاشتې پر (۲۶) باندې (د پښتو ژبې اوسني فونولوژیکي او ګرافولوژیکي نظام ته نوې کتنه) تر عنوان لاندې خپل دویم څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. د کنفرانس منځپانګه: د فونولوژۍ او ګرافولوژۍ تیورۍ ته لنډه کتنه .

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۱۲:۳۶
Background image

په اوس وخت کې د فولکلور ارزښت

علمي- څېړنيز کنفرانس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټيوټ علمي غړي څېړنيار ياسر پاچا د «په اوس وخت کې د فولکلور ارزښت» په نوم خپل علمي- څېړنيز کنفرانس د ۱۴۰۱هـ. ش کال د سنبلې په ۲۱مه نېټه وړاندې کړ.

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۲:۰
Background image

د ستروسو د نیالګیو د تکثیر لارې چارې

علمي ــ څېړنیز کنفرانس د کیمیا، بیولوژي او کرنې د مرکز د کرنې د انسټيټوټ علمي غړي څیړنوال دکتور ګل شاه ارینوال د( د ستروسو د نیالګیو د تکثیر لارې چارې )تر سرلیک لاندې خپل د مکلفیت کنفرانس ارایه کړ. ډېرښت (تکثیر): ډېرښت د نباتاتو د ډېرو غوره خاصیتونو څخه یو خاصیت دی چې موخه یې د نوي نسل بیا تولیدول دي. ډېرښت د نبات د ژوندانه د ضروري شرایطو څخه شمېرل کېږي او د هغې په نتیجه کې هم د نبات ډول ساتل کېږي او هم زیاتوالی مومي. د نباتاتو د ډېرښت لپاره دوې لارې موجودې دي چې یوې ته یې تخمي (زوجي) (Sexual Propagation) او بل ته یې غیر زوجي (Vegetative Propagation) طریقه وایي. زوجي تکثر په روزنځایو کې د نیله بوټو د لاسته راوړلو لپاره په پراخه پیمانه کارول کېږي او په انتخاب (selection) کې د نورو ورایټیو د لاسته راوړلو لپاره استعمالېږي. د ډېرښت دا طریقه تر ټولو اسانه او هر څوک یې کارولی شي.

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۹:۱۶
Background image

د خیرالبیان نثر ته ژبپوهنیزه کتنه

علمي ــ څېړنیز کنفرانس د ژبو او ادبیاتو د مرکز، د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړنیار شریف الله دوست د روان کال د اسد د میاشتې پر (۲۵) باندې د (خیرالبیان نثر ته ژبپوهنیزه کتنه) تر عنوان لاندې خپل څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. د کنفرانس منځپانګه: د خیرالبیان د کتاب او د هغه د لیکوال بایزید اورمړ پېژندنه، د خیرالبیان په تړاو لومړنیو څېړنو ته کتنه، وروسته اساسي برخه؛ د خیرالبیان پر فونولوژیکي، مورفولوژیکي، سنټکس(نحوه)،

پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۲ - ۱۲:۴
Background image

د لغمان ولایت مرکز اړوند د بېلابېلو کلیو په خاورو کې د پي اچ د کچو ارزونه او د سمون لارې یې

څېړندوی خلیل الرحمن بارکزی د کرنې انستېتیوت، د کیمیا، بیولوژي او کرنې علمي مرکز د علومو اکاډمي لنډیز د خاورې pH د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو لپاره یو اړین فکتور دی. چې د بېلابېلو عواملو له امله تغیير کوي او د کرنیزو محصولاتو په تولید ناوړه اغېزې کوي. په دې څېړنه کې د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند له ۳۰ بېلابېلو کلیو څخه په ټولیز ډول ۱۶۲ نمونې ازمویل شوي. په تر سره شوې سروې کې د بېلابېلو کلیو د pH کچو توپیر څرګند شوی. چې په ټولیزه توګه pH یې د 6.87 څخه تر 8.95 پورې ده، چې په اوسط ډول 7.4 کېږي، چې د القلي لرونکو خاورو په ګروپ پورې اړه لري.

Pagination