بررسی وضعیت فزیکی دریای آمو و اثرات آن بالای کشور

Ezatullah_admin
Wed, Jun 08 2022 3:59 PM
بررسی وضعیت فزیکی دریای آمو و اثرات آن بالای کشور

  “علمي -څېړنیز کنفرانس

نېټه : ۱۴۰۱/۳/۱۸

د افغانستان د علومو اکادمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې مرکز علمي مـنشي ښاغلي څېړنوال عبدالرحمن لطیف لخوا د ((بررسی وضعیت فزیکی دریای آمو و اثرات آن بالای کشور))  ترسرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس چې د علومو اکادمۍ لوی ریس شیخ الحدیث والتفسیر مولوی فریدالدین محمود او د طبیعي – تخنیکي علومو معین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي امیرجان ثاقب او ګڼ شمیر نورو څېړونکو او استادانو په کې ګډون کړی وو د علومو اکادمۍ د طبیعی – تخنیکي معینیت د ځمکپوهنې  په مرکز کې وړاندې شو. کنفرانس د څو مبارکو آیاتونو په لوستلو سره پېل او په لومړي سر کې د ځمکپوهنې مرکز رئیس ښاغلي څېړنپوه دوکتور احمد شاه عمر وردک لخوا حاضرینو ته ښه راغلاست وویلو تر څنګ د کنفرانس د ضرورت او مبرمیت په اړه خبری وکړی. وروسته ښاغلي څېړنوال عبدالرحمن لطیف لومړی د آمو حوزې په جیومورفولوجیکي جوړښت او د هغه اغیزې په کرنه، اوبیزو رژیمونو او داسې نورو اړوند موضوعات باندې ړنا واچوله  او ترڅنګ یې په هېواد کې د اوسنیو وچکالیو او اقلیمي بدلونونو په لړکې له یادې حوزې څخه د ښو ګټو اخیستو لپاره ښې طرحې او وړاندیزونه مطرحه کړل. د کنفرانس په پایله کې د استادانو او څېړونکو سوالونو ته ځوابونه ورکړل شول او کنفرانس مثبت ارزیابي شو،  غونډه د طبیعي – تخنیکي علومو د معین لخوا د دعایي په لوستلو سره پای ته ورسېده.

 

 

Documents

مکمل سلایډونه

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

BACK TO NEWS