د افغانستان علومو اکاډمي کې د لوی مصلح ستر غازي کتاب مخکتنه وشوه

Ezatullah_admin
Sat, Aug 13 2022 9:51 AM
د افغانستان علومو اکاډمي کې د لوی مصلح ستر غازي کتاب مخکتنه وشوه

غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو سره شروع شوه. د پیل وینا د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود صاحب وکړه، نوموړي وویل: مونږ ته پکار ده چې د خپلو اسلافو په نقش و قدم لاړ شو، د هغوی کارنامې او ژوندلیک د ځان لپاره نمونه وګرځوو. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې ح. قاني صاحب د مرګ تر وخته په ستونزو او کړاونو کې وخت تېر کړ، د منبر او سنګر سړی و، بهترینې قربانۍ یې ورکړي او د خپلې زمانې د اولیاوو څخه شمېرل کېږي، هغه همدا راز وویل، ح. قاني صاحب په داسې وخت کې ج. هاد پیل کړ چې په عربو او عجمو کې چا د ج. هاد غږ نه شو پورته کولای، ح. قاني صاحب د دې ج. هاد د بنیاد ګزارانو په مخکښانو کې و، او د امریکا په شکست کې د ارواښاد ح. قاني رحمه الله کورنۍ ستر رول درلود.

وروسته د افغانستان د علومو اکاډمي علمي منشي څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي د کتاب د مخکتنې په اړه مهمې او اړینې خبرې وکړي او ویې ویل: د دې کتاب د لیکو ګټه دا ده چې ځوان نسل به د لیکوالۍ هنر ته وهڅول شي، په بیلابیلو برخو کې به لیکنې وکړي او په ټولنه کې به د مطالعې فرهنګ ته د ترویج زمینه برابره شي، ځيني کتابونه به د هنر په برخه کې او ځيني به په علمي برخه کې لیکل شوي وي خو دا یوازینې کتاب دی چې په ټولنه راڅرخېږي او د ټولنې د هر وګړي لپاره بیلا بیل مطالب وړاندې کوي.

په غونډه کې د ح. قاني صاحب نږدي ملګري حاجي عبد الرحمن ځدران صاحب هم د جلال الدین ح. قاني رحمه الله د اتلولۍ بېلګې د غونډې ګډون کوونکو ته بیان کړې.

همداراز د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دکتور لطف الله خیراخواه صاحب د لوی مصلح ستر غازي د کتاب د منځپانګې په اړه مهم معلومات ورکړل او د هغه کړاونو او ستونز یادونه یې وکړه چې د دې کتاب د لیکنې په وخت کې لیکوال ګاللي او د دې کتاب د منځپانګې په دواړو برخو یې پوره رڼا واچوله.

په غونډه کې استاذ محمد زمان مزمل، څېړنپوه سید محي الدین هاشمي، څېړنوال خادم احمد حقیقي، لیکوال او مؤرخ عبدالستار سعید هم اړینې ویناوې وکړې. خادم احمد حقیقي او عبدالستار سعید په خپلو لیکنو او ویناوو کې پر کتاب نقد ته هم ځای ورکړی وو او د غونډې له ګډونوالو سره یې شریک کړ.

په پای کې ښاغلي ان. س ح. قاني د خپلې کورنۍ په استازولۍ د کتاب د لیکوال استاد شهرت ننګیال په ګډون د غونډې له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه.

غونډه د افغانستان د علومو اکاډمي مرستیال مولوي امیرجان ثاقب صاحب په دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

Sun, Jul 13 2025 11:15 AM
Background image

The Role of Artificial Intelligence in Social Media

Assist Prof Hekmatullah Aziz, a research fellow at the Center for Social Sciences, Department of Human Sciences, Academy of Sciences of Afghanistan, delivered a scholarly presentation. . .

BACK TO NEWS