« په پښتو کې د ادبي کره کتنې تاريخي بهير» اثر چاپ شو!

Ezatullah_admin
Sat, Jan 14 2023 10:47 AM
په پښتو کې د ادبي کره کتنې تاريخي بهير

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت د علمي غړي څېړندوی فضل الرحمن عليزي اثر (په پښتو کې د ادبي کره کتنې تاريخي بهير) د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په ۳۵۴ مخونو کې چاپ شو.

په دې اثر کې په پښتو ادبیاتو کې د ادبي کره کتنې  تاریخي بهیر، لومړی لرغونې دوره، ورپسې منځنۍ او اوسنۍ دورې څېړل شوي چې په اوسنۍ دورې کې بیا درې واړه پړاوونه، لکه روښانتیا، ويښتیا او اوښتون پړاوونه تر بحث لاندې نیول شوي، تر هغې وروسته د جهادي ادب په ادبیاتو کې د کره کتنې په اړه بحث شوی، د هېواد په دننه کې د ادبیاتو او کره کتنې حالت او څرنګوالی او له هېواده بهر د ادبیاتو او کره کتنې حالت او څرنګوالی په تفصیلي توګه څېړل شوي دي. همدارنګه په دې کتاب کې له ۲۰۰۱ ز کال څخه را وروسته په پښتو ادبیاتو کې د کره کتنې پر څرنګوالي په زړه پورې  بحثونه شوي چې دا په ټوله معنا نوی او د پام وړ بحث دی. په دې اثر کې د پښتونخوا د کره کتنې په حالت هم څرګندونې لري چې پر دوو برخو وېشل شوې دي، لومړی يې د هند له آزادۍ نه مخکې پړاو او دویم يې له آزادۍ نه وروسته پړاو دی چې ډېرو دقیقو مسایلو ته لوستونکي متوجه کولای شي.

د دې کتاب په وروستۍ برخه کې په پښتو ژبه او ادب کې د کره کتنې د شوي کار ارزونه شوې ده، لومړی په کې د نظم په برخه کې شوی کار ارزول شوی چې درې واړه ادبي دورې رانغاړي او دویم په کې د نثر په برخه کې شوی کار ارزیابي کوي چې هغه هم درې واړه ادبي دورې څېړي، خو په زړه پورې والی په کې دا دی چې د ثور له انقلاب مخکې او وروسته د دواړو وختونو آثار ارزیابي کوي او تر هغې وروسته تر نن ورځې پورې د آثارو ارزیابي د کره کتنې د اصولو په رڼا کې کوي. همدغه راز په دې دوره کې ادبي بهیرونه، رسنۍ او راډیوګانې هم څېړي او په اړه يې کافي او دقيق معلومات وړاندې کوي. دا اثر په ټوله کې د پښتو ادبي کره کتنې د تاريخي بهير په اړه نوې خبرې لري.

 

 د منځپانګې لومړي مخونه يې په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-01/%D9%BE%D9%87%20%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88%20%DA%A9%DB%90%20%D8%AF%20%D8%A7%D8%AF%D8%A8%D9%8A%20%DA%A9%D8%B1%D9%87%20%DA%A9%D8%AA%D9%86%DB%90%20%D8%AA%D8%A7%D8%B1%D9%8A%D8%AE%D9%8A%20%D8%A8%D9%87%D9%8A%D8%B1_0.pdf

 

 يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

BACK TO NEWS