د مرکزي آسیا اقتصادي ظرفیتونه او پر افغانستان یې اغېزې

Ezatullah_admin
Sat, Mar 11 2023 3:49 PM
څېړندوی رحمت الله همت مظلوم یار

«علمي ـ څېړنیز کنفرانس»

د ۱۴۰۱هـ.ل. کال د کب مياشتې پر ۲۰مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی رحمت الله همت مظلوم یار د څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه د «د مرکزي آسیا اقتصادي ظرفیتونه او پر افغانستان یې اغېزې» تر سرلیک لاندې علمي-څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

په دې علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د مرکزي آسیا د ګازو، نفتو زېرمو او د برېښنا تولید ظرفیتونو او د ترانزیت برخه کې د وریښمو لارې مسیر په توګه د مهمو کوریډورنو لکه د چین ـ مرکزي آسیا او ایران کوریډور، د چین ـ قرغزستان او ازبکستان ریل پټلۍ، ترانس کسپین کوریډور، مرکزي آسیا ـ روسیه او قفقاز د ترانزیټ مسیرونو باندې بحث وشو، همدارنګه په کرنیزه برخه کې د مرکزي آسیا د غلو دانو تولید ظرفیتونه وڅېړل شول. پر افغانستان د مرکزي آسیا اقتصادي ظرفیتونو اغېزې روښانه شوې، له مرکزي آسیا څخه افغانستان ته د برېښنا، نفتو، ګازو او غنمو وارداتو باندې بحث ترسره شو او د افغانستان له مسیر څخه جنوبي آسیا ته سیمه ییزو اقتصادي پروژو لکه د کاسا ۱۰۰۰، ټاپ ۵۰۰، ټاپي ګازو نللیکې، ټوټاپ، ترانس افغان ریل پټلۍ، د پنځه ملتونو ریل پټلۍ اهمیت او د افغانستان پر اقتصاد یې اغېزې روښانه شوې. کنفرانس د غرمي په یوولس بجو پای ته ورسیده.

 

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

BACK TO NEWS