"په پښتو ولسي شاعرۍ کې د تاریخي پېښو څېړنه (۱۲۱۸- ۱۲۹۸ل)" علمي څېړنیز اثر چاپ شو
دغه علمي څېړنیز اثر د څېړندوی احسانالحق کبیر دی چې په ۱۳۹۸ل کال کې یې لیکلی دی. په دغه اثر کې پر لوی افغانستان د انګرېزانو له لومړي یرغل تر دریمې (د خپلواکۍ) تر جګړې پورې په پښتو ولسي شاعرۍ کې یادې شوې لویې او وړې پېښې راغلي دي. اثر درې مهمې برخې لري:
لومړۍ برخه: د فولکلور او فولکلوري ادبیاتو پېژندنه او تیوريکي بحثونه.
دویمه برخه: د تاریخي پېښو پېژندنه؛ د تاریخي پېښو ارزښت، اهمیت او پر ټولنه یې اغېزې؛ په ادب کې د تاریخي پېښو ارزښت او اهمیت راغلی دی.
درېیمه برخه: د سیکانو جګړې، پر لوی افغانستان د انګرېزانو یرغل، د پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو باندې د انګرېزانو بریدونه، په کابل باندې د انګرېزانو بریدونه، د یرغلګرو پر وړاندې د پښتنو مبارزینو بریدونه او دې ته څېرمه نورې څه ناڅه وړې پېښې راغلي دي؛ د پښتنو د ملي مبارزینو د کارنامو په اړه چې کومه ولسي شاعري شوې وه د هغو نمونې را اخیستل شوي، تحلیل شوي او پر ټولنه یې اغېزې جوتې شوې دي.
اثر په پایله، وړاندیزونو او د مأخذونو په نوملړ راټول شوی دی.
په دې اثر کې تاریخي پېښې، لکه څنګه چې ولسي شاعرانو ویلي هماغسې راوړل شوي او د تاریخونو په مرسته شنل شوي دي. په دغو جګړو کې د رښتینو اتلانو او ولسي مبارزینو په تاریخونو کې یې چې څرک نه شو موندلی، دلته یې په څرګند ډول کارنامې، هلې- ځلې او هڅې یادې شوې دي.
د دغه اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...
يادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹