په ننګرهار کې ستروسو ته د زیان رسوونکو حشرو څېړنه

Ezatullah_admin
Mon, Jan 29 2024 11:52 AM
څېړنوال دوکتور ګل شاه آرینوال

«د علمي – څېړنیزې پروژې دفاع»

څېړنوال دوکتور ګل شاه آرینوال په 1402/11/08 نېټې له خپلې علمي – څېړنیزې پروژې (په ننګرهار کې ستروسو ته د زیان رسوونکو حشرو څېړنه) بریالۍ دفاع وکړه.

یاده څېړنه چې د ننګرهار ولایت د پراختیايي وادۍ د فارم جدید (PHDC) د ستروسو په څېړنیز فارم کې ترسره شوې ده. نوموړي وویل ستروس په نیمه استوايي سیمو کې یوه ګټوره میوه ده، نه یواځې دا چې میوه یې خورا خوندوره او د ډول ډول ویټامینونو او عضوي تېزابونو درلودونکې ده، د دې ترڅنګ د چاپېریال د پاکوالي او ښکلا سبب هم ګرځي، خو له بده مرغه د ډېرو زیان رسوونکو حشرو او آفتونو له له لوري زیات زیان ورته رسېږي، په دې توګه اړینه ده چې په هکله يې لا ډېرې څېړنې وشي او زیان رسوونکې حشرې کنټرول شي.

محترم څېړونکي یادونه وکړه چې د ستروسو د زیان رسوونکو افتونو له ډلې د ستروسو کنې Citrus mites)، د ستروسو سیلا (Citrus psyllid)، د ستروسو تونل ویستونکی چینجی (Citrus leaf miner)، د ستروسو د پاڼو غوڅوونکی چینجی (Citrus caterpillar) او د ستروسو سپږۍ (Citrus aphids) د ننګرهار د ستروسو په باغونو کې ولیدل شوې چې له دې ډلې د ستروسو کنې (Citrus mites) او د ستروسو سیلا (Citrus psyllid) د ستروسو باغونه ډېر زیانمنوي.

د څېړنو پایلو وښودله چې د کنو د کنټرول لپاره د Pyridabin کنه وژونکو او د سیلا د کنټرول لپاره د Imadacloprid افت وژونکو 2.5 cc دوز اغېزمن ثابت شو. څېړونکي اړوندو ادارو ته رغنده وړاندیزونه وکړه. په پای کې د دفاع د ټاکلي کمیسیون له لوري دفاغ  د رایو په اتفاق مثبت وارزول شوه.

Documents

په ننګرهار کې ستروسو ته د زیان رسوونکو حشرو څېړنه

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS