د ټکنالوجۍ او کمپیوټري پروګرامونو (software) په واسطه د ودانیو ډیزاین او د هغو ګټې

Ezatullah_admin
Mon, May 06 2024 2:00 PM
ښاغلي انجینیر حشمت الله سهیل

"علمي ـ څېړنیز کنفرانس"

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي، فزیک او تخنیک مرکز د ساختماني انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي انجینیر حشمت الله سهیل (د تکنالوجۍ او کمپیوټري پروګرامونو (software) په واسطه د ودانیو ډیزاین او د هغو ګټې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

څېړونکي په دې کنفرانس کې د (software) په واسطه د ودانیو ډیزاین د تشريح پرمهال وويل: د ډیزاین او انجینیرۍ په برخه کې د ټیکنالوژۍ زیات کارول د ډیزاین پروسې ته وده ورکولو او د ساختمان په مختلفو مرحلو کې د تولید زیاتوالي لپاره د انسانانو تر ټولو مهم وروستي لاسته راوړنې دي. د انجینیرۍ ډیزاین پروسه کې د کمپیوټرونو د کارونې سره، د کمپیوټر وسیلو د لاسي ډیزاین وسیلې لکه کاغذ، قلم او د نقاشۍ تخته ځای نیولی دی.

د انجینیرۍ او نقاشیو لوی تاریخي شالید په پام کې نیولو سره د کمپیوټر په مرسته د ډیزاین پروګرامونو دمخه، مهندسانو او انجینیرانو د لویو وسایلو په مرسته کار کاوه، د لویو ګروپونو په واسطه د پروژې د بشپړولو لپاره مختلف ډول وسایل کارېدل، لکه د طرحې او نقاشۍ تخته، مختلفې درجې پنسلونه، پاکونکي، T-مربع، سیټ مربع او داسې نور. د کاغذ پر بنسټ د دې ډول طرحو یوه لویه نیمګړتیا دا ده چې د خطا لپاره هېڅ حاشیه شتون نه لري. وروسته له دې چې طرحه په کاغذ کې ترسیم شي د بېرته راستنیدو چانس یی نشته. دا پدې معنا ده چې په ډیزاین کې بدلون راوستلو لپار باید ټوله طرحه او نقاشي له سره وشي.

په اوسنۍ عصر کې دا مهال د ټکنالوجۍ په راتګ سره د انجینیرۍ ټولو کارونو تغییر موندلی، د کورونو د جوړولو څخه نیولې تر ډېرو لوړ پوړو ودانیو طرحې پورې هرڅه ډېر په آسانۍ او دقت سره د کمپیوټري پروګرامونو پرمټ ترسره کېږي.

اوس مهال، د AutoCAD سافټویر، چې د امریکا د Autodesk شرکت له محصولاتو څخه دی، په اتوماتیک ډیزاین کې د پرمختللو وړتیاو له امله یو له خورا پراخه کارول شوي کمپیوټري ډیزاین وسیلو څخه دی او په بل عبارت، دا یو مناسب او پرمختللی دی. د زاړه فزیکي او لاسي ډیزاین وسیلو لپاره ښه بدیل دی.

د CAD پروګرام چی بشپړه معنا یې) ( Computer Aided Design د کمپیوټر په واسطه ډیزاین په کال ۱۹۸۲ زېږدیز کال کې د جان واکر د اټوډیسک (Autodesk) کمپنۍ په مرسته تأسیس کړه. د AutoCAD سافټویر د کمپیوټر په مرسته د هرې نقشې د رسمولو وړتیا لري، همدا علت دی چې په نړۍ کې یې د شهرت اصلي لامل ګرځېدلی.

لنډه دا چی د انجینیرۍ کمپیوټري پروګرامونه د ډیزاین پروسې ته وده او سرعت ورکوي. دا پروګرامونه د ماډلینګ، نقشه کولو، رینډینګ او تحلیلي وسیلو سره مجهز دي چې انجینرانو ته دا وړتیا ورکوي چې خپل ډیزاینونه خورا دقیق او په لوړ کیفیت سره په ډېره کمه موده کې تر سره کړي.

په پای کې د ګډونوالو د پوښتنو په ځوابولو سره کنفرانس پای ته ورسېد او د ټاکل شوي کمېسیون له لوري مثبت ارزیابي شو.

Latest news

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

Sun, Jul 13 2025 11:15 AM
Background image

The Role of Artificial Intelligence in Social Media

Assist Prof Hekmatullah Aziz, a research fellow at the Center for Social Sciences, Department of Human Sciences, Academy of Sciences of Afghanistan, delivered a scholarly presentation. . .

Tue, Apr 15 2025 11:52 AM
Background image

"The Afghanistan Quarterly Journal" has just released its latest publication

This academic-research journal, published by the Afghanistan Science Academy, features articles by various authors on economic, social, and cultural topics in English. The newly. . .

BACK TO NEWS