د علومو اکاډمۍ د بشري علومو په معاونیت کې افتخاري غړیتوب غونډه وشوه

Ezatullah_admin
Tue, Sep 24 2024 9:03 AM
د علومو اکاډمۍ د  بشري علومو په معاونیت کې افتخاري غړیتوب غونډه وشوه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ په بشري علومو معاونیت کې د کونړ د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د استاد او د یاد پوهنتون د څېړنو د معاونیت مشر پوهندوی دوکتور سیداصغر هاشمي د افتخاري غړیتوپ په ویاړ د سند ورکړې ستاینغونډه جوړه شوه.

غونډه لومړی د قرآن عظیم شان په تلاوت سره پیل او بیا د بشري علومو مرستیال څېړنپوه دوکتور محمد علم اسحق زي د افتخاري غړیتوب د اصولو او شرایطو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او بیا يې د محترم دوکتور هاشمي د غړیتوب پروسه تشریح او دا یې د علومو اکاډمۍ لپاره ویاړ وګاڼه چې د هېواد نومیاليو او مشهورو څېرو لپاره د افتخاري غړیتوب د ورکړې په موخه غېږ پرانیستل شوې ده چې په دې لړ کې د هېواد مشهورو شخصیتونو، لکه پوهاند دوکتور نعمت الله شهراني، دوکتور محمد زرین انځور، اورنګزېب ارشاد او دا دی اوس پوهندوی دوکتور سیداصغر هاشمي ته دغه ستر ویاړونه ورکړل شول.

د ډاکټر اسحاق زي په وینا د علومو اکاډمۍ غېږ د هېواد ټولو فرهنګیانو، مؤرخینو، پوهانو او نومیالیو شخصیتونو ته پرانیستې او هر کله به یې په خدمت کې وي.

تر ډاکټر اسحق زي وروسته د پښتو څېړنو د نړۍ وال مرکز مشر اکاډمیسین څېړنپوه دوکتور سیدمحی الدین هاشمي د یادې پروسې په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او پوهندوی سیداصغر هاشمي يې د هېواد وتلې او کاري څېره یاده کړه او غوښتنه يې وکړه چې نوموړی یوازې پر علمي غړیتوب بسنده نه شي، بلکې په دې برخه کې له علومو اکاډمۍ سره په همغږۍ یوه علمي او وزمینه پروژه واخلي او په هر اړخیزه توګه یې وڅېړي.

تر هاشمي وروسته د ژبو او ادبیاتو مرکز رئیس ښاغلي څېړنپوه ډاکټر سید نظیم سیدي وینا وکړه او د علومو اکاډمي په کارونو یې هر اړخیز بحث وکړ او خپل همکاران یې لا علمي ـ فرهنګي کارونو ته متوجه کړل.

په پای کې ښاغلي پوهندوی سیداصغر هاشمي لومړی له علومو اکاډمۍ او بیا له ټولو مشرانو او ګډونوالو څخه مننه وکړه او ټینګار يې وکړ چې نوموړی به د علومو اکاډمۍ او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د اتصال کړۍ رول ولوبوي او هڅه به وکړي چې د دغو دواړو ارګانونو ترمنځ د علمي همغږۍ او فعالیتونو لړۍ لا پراخه او ګړندۍ کړي او د دې ترڅنګ د علومو اکاډمۍ له خوا به ورکړل شوې چارې په سمه او اکاډمیکه توګه ترسره کوي.

په پای کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS