د هایپرتایروییډېزم د اپیډیمولوژي، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي

Ezatullah_admin
Wed, Jan 15 2025 2:56 PM
 څېړنوال ډاکټر عبدالرحیم وردک

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت د طبي علومو د مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحیم وردک (د هایپرتایروییډېزم  د اپیډیمولوژي، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي) تر عنوان لاندې علمي - څېړنیز کنفرانس د علومو اکاډمي علمي غړو په حضور کې وړاندې کړ.

موخه: د هایپرتایروییډېزم یا تایروټوکسیکوزس د عمده لاملونو، ښو تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي او په اړه یې ټولنې ته د معلوماتو وړاندې کول دي .

اهمیت او مبرمیت: درقیه غده یوه حیاتي غده ده په دې معنا چې په نه شتون کې یې انسان خپل ژوند ته ادامه نه شي ورکولای، نو له همدې کبله هر تشوش یې د اهمیت وړ دی. د انډوکرایني ناروغیو له ډلې څخه هایپرتایروییډېزم یوه مهمه ناروغي ده چې هر کال په نړیواله کچه په تېره بیا په وروسته پاتې هېوادونو کې د معلولیتونو، معیوبیتونو او حتی مړینې لامل کېږي.  د دې لپاره چې د نوموړې ناروغۍ عمده لاملونه، کلینیکي نښې نښانې، عصري تشخیصيه او درملیز میتودونه او د مخنیوي ښې لارې چارې په ګوته شي، اړینه ده چې نوموړې موضوع بررسي شي.

د کنفرانس خلاصه: تایرایډ یا درقیه غده H ته ورته شکل لري، دوه لوبه یا فصونه لري چې یو له بل سره د isthmus (نازک ساختمان) په واسطه نښتي دي. دا غده په غاړه کې د شزن په قدام کې د کریکوییډ غضروف او د قص هډوکي د پورتنۍ حفرې ترمنځ قرار لري. د 12  - 20 گرامو پورې وزن لري، زیاته وعايي ده او نرم قوام  لري.  په شاتنۍ برخه کې یې څلور پاراتایرایډ غدې او په اړ خونو کې یې Recurrent laryngeal nerves سیر لري چې دا جوړښتونه د تایرایډ د جراحي په جریان کې باید په پام کې ونیول شي. دا غده درې هورمونونه افرازوي چې له T3، T4 او کلسیـټونین څخه عبارت دي. دا هورمونونه په انساجو کې د Thyroid hormone receptors  (TR) له لارې اغېزه کوي او دوه ډوله دي چې له الفا او بیټا ډولونو څخه عبارت دي.  د انکشاف په جریان کې د  حجرو په وېش او د غړو په تشکیل کې او په کاهلانو کې د ترموجنیک او میتابولیک فعالیتونو په ترسره کېدو کې مهم او حیاتي رول لوبوي.  له نورمال حالت څخه زیات تولید یې د هایپرتایروییډېزم او کم تولید یې د هایپوتایروییډېزم په نوم یادېږي.

اپیډیمولوژي: د لامل له مخې Graves  ناروغي په 80 – 60% پېښو کې د هایپرتایروییډېزم لامل کېږي. شیوع يې نظر سیمو او وګړو ته توپیر کوي، په ارثي او محیطي فکټورونو پورې اړه لري، د بېلګې په توګه، فامیلي مثبت تاریخچه، د TSH آخذو میوټېشنونه، سټرس یا روحي رواني فشار، د سګرټ څکولو عادت، د زیات آیودین اخیستل او داسې نورو څخه عبارت دي. د نارینه جنس په نسبت په ښځینه جنس کې زیاته لیدل کېږي (1:8). د عمر له مخې د 20 – 50 کلونو انټروال کې رامنځته کېږي، خو کېدلای شي له دې څخه لوړ او ټیټ عمر کې هم ولیدل شي.

اسباب: د هایپرتایروییډېزم د رامنځته کېدو تر ټولو عمده او معمول لاملونه د Graves ناروغۍ، Toxic multindular goiter او Toxic adenoma څخه عبارت دي. سره د دې، هر هغه لامل چې د نوموړې غدې له نورمال حالت د زیات فعالیت سبب شي د یادې ناروغۍ د لامل په توګه پېژندل کېږي.

کلینیکي بڼه: د هایپرتایروییډېزم کلینیکي لوحه د ناروغۍ شدت، د ناروغۍ دوام، د ناروغ عمر او د تایرایډ هورمونونو د زیاتوالي په وړاندې فردي مستعدوالي او حساستوب پورې اړه لري. هایپرتایروییډېزم پراخه کلینیکي لوحه لري ځکه چې د بدن تقریباً ټول سیستمونه ګواښي او د هغو د وظیفوي تشوش بېلابېل اعراض او علایم رامنځته کېږي.

د ګڼ شمېر اعراضو او علایم سربېره، تر ټولو عمده کلینیکي نښې نښانې یې له اضطراب، لرزې، خولې کېدو، د زړه ټکانونو، ټکي کارډیا، د ګرمۍ په وړاندې عدم تحمل، لوند او ګرم پوستکي، له زیاتې اشتها سره سره د وزن ضیاع، اسهال، خستګۍ، د عضلاتو ضیاع، جاغور، د میاشتني عادت کموالي، جنسي ضعف، Opthalmopathy، Dermopathy، acropachy او داسې نورو څخه عبارت دي.

اختلاطات: د هایپرتایروییډېزم عمده اختلاطات له Thyroid crisis یا thyroid storm، د زړه بې نظمیو (atrial fibrillation، Sinus tachycardia ...)، د زړه عدم کفایې یا کارډیو مایوپټي، Opthalmopaty ، Dermopaty، Acropachy، Osteoporosis چې د وخت په تېرېدو سره د هډوکو د کسرونو لامل کېږي، د انتعاذ تشوش او  جنسي تمایل کموالي او داسې نورو څخه عبارت دي.

لابراتواري موندنې: د هایپرتایروییډېزم د تشخیص لپاره ډېر د باور وړ معاینات د سیروم T4، T3 او TSH اندازه کولو او نورو ضمیموي پلټنو څخه عبارت دي.

تشخیص: د کلینیکي لوحې، لابراتواري موندنو او یو شمېر نورو ضمیموي پلټنو پر بنسټ ترسره کېږي.

تفریقي تشخیص: هایپرتایروییډېزم باید د یو شمېر نورو ناروغیو سره تفریقي تشخیص شي چې ځینې وختونه یې کلینیکي بڼه سره ورته والی لري د بېلګې په توګه، فیوکروموسایټوما، مانیا، اډیسون ناروغي، د خباثت له کبله د وزن کموالی، خپله د هایپرتایروییډېزم د لاملونو ترمنځ تفریقي تشخیص.

 

درملنه: د هایپرتایروییډېزم  په درملنه کې د هغې د لامل او زمینه برابروونکو فکټورونو له منځه وړل  مهم ګڼل کېږي. د درملنې انتخاب د ناروغۍ په کلینیکي وضعیت پورې اړه لري، په عمومي ډول د انتي تایرایډ درملو، رادیو اکتیو آیودین او جراحي (تایروییډیکټومي) درملنې څخه ګټه پورته کېږي. د درملنې په جریان کې او د هایپرتایروییډېزم  د سموالي څخه وروسته هم ناروغ اوږدمهاله ارزونې او څارنې ته اړتیا لري چې د کلینیکي او TFT ارزونې په ذریعه ترسره کېږي.

 

انذار: خفیفGraves  ناروغي ممکن په نفسه ډول له منځه ولاړه شي. د حمل په لومړي ټرایمیسټر کې موجودGraves  ناروغي ممکن په 30%  پېښو کې د درېیم ټرایمیسټر څخه مخکې په نفسه توګه له منځه ولاړ شي. د سترګو، زړه او سایکلوژیک اختلاطات کېدلای شي شدید او حتی له درملنې وروسته دوام وکړي. هایپوپاراتایروییډېزم او د صوتي حبولو فلج د جراحي تایروییډیکټومي مهم خطرونه دي. د ټیونامیدو یا انتي تایرایډ درملو په درملنه کې عود معمول دی، خو کېدلای شي له جراحي او RAI درملنې څخه وروسته هم رامنځته شي. له کافي درملنې او اوږدمهاله تعقیب سره معمولاً ښې پایلې لري. له درملنې څخه وروسته هایپوتایروییدېزم معمول دی، خو کېدلای شي د جراحي یا RAI درملنې څخه وروسته د څو میاشتو یا کالونو په جریان کې رامنځته شي. د درملنې سره سره د thyroid crisis یا thyroid storm ناروغان د مړینې لوړه کچه لري.