د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه
آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، روانشناسي، تعلیم او تربیې، ژورنالېزم، فلسفې او جامعه شناسي موضوعاتو په اړه د بېلابېلو لیکوالانو مقالې په کې خپرېږي. دا دی د ١٤٠٢ لمریز کال ۳-۴ مه ګڼه چاپ او خپره شوه.
په دغه ګڼه کې لاندې مقالې چاپ شوې دي:
١- ابو ریحان البیروني د افغانستان د نومیالي مؤرخ په توګه.
څیړنپوه دکتور محمد شریف ځدراڼ
٢- عوامل کودک آزاری راه های پیشګیری و پیامدهای آن.
سرمحقق عبدالجبار عابد
٣- افغاني دودونه او په اړه یې د رسنیو رول.
څېړنوال محمد داود ناظم
٤- په نړۍ او افغانستان کې د بانکدارۍ تاریخي بهیر.
څېړندوی شوکت الله عابد
٥- د محمد موسی شفیق ژوند، اند او سیاسي تبحر
څیړندوی شیرحسن کمالزی
٦- له غزنوي شاهانو سره د ابوريحان البیروني اړیکې
څیړندوی وجیه الله ظهیر
٧- بررسی عوامل تأثیرګذار بر اعتماد اجتماعی در افغانستان.
معاون محقق خدانظر اعتمادی
٨_ له عباسي دربار سره د ابومسلم خراساني د اړیکو څېړنه.
څېړنیار سیدمحمد صادق سادات
د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ...
https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-01/Ariana%20quarterly%20journal%20no.%203-4%20year%201402.pdf
تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹