د تحقیقات کوشاني مجلې نوې ګڼه (۳۱) چاپ شوه!

Ezatullah_admin
Sun, Feb 09 2025 9:51 AM
د تحقیقات کوشاني مجلې نوې ګڼه (۳۱) چاپ شوه

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي – څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوه او اوس مهال یې ۳۱ ګڼه له چاپه راووته.

په دغه علمي- څېړنیزه مجله کې په ټوله کې هغه علمي – څېړنیزې مقالې او مطالب چاپ او نشر کېږي چې د علومو اکاډمۍ د علمي غړو، پوهنتونونو استادانو او د اطلاعات او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې مسلکي کارکوونکو له لوري د کوشاني سترواکۍ په اړه لیکل کېږي.

نو په دغه ګڼه (پرله پسې۳۱مه یا د ۱۴۰۲لمریز کال دویمه شمېره) کې لاندې علمي- څېړنیز مطالب نشر شوي دي:

1. مسکوکات مکشوفۀ مس عینک بیانگر حاکمیت کوشانی در جنوب هندوکش )سرمحقق کتاب خان فیضی)؛

۲. منابع باستانشناسی و نقش آن در شناخت تمدن کوشانی‌ها "بخش دوم/آخر" (پوهنوال مجتبی عارفی)؛

3. شواهد سکه‌شناسی و تاریخ کنشکای اول "بخش اول" (مترجم: محقق ستوری شمس مایار) ؛

4. بررسی جامعه شناسانۀ نظام سیاسی تمدن کوشانی‌ها (پوهنوال محمد خالد حبیبی)؛

5. بررسی نمادهای به کاربرده شده در سکه‌های کنشکا (محقق بی بی ماه محمدی)؛

6. مسکوکات ویماکدفیزس "سومین شاه کوشانی" (باقر فاضلی)؛

7. Bala Hissar in the Light of Archaeological Excavations (Sarwar Hedayat and Husain Ali Sadiqi);

یادونه:

د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی شئ....

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-02/Koshanian%20quarterly%20journal%20no.%202%20Year%201402.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

BACK TO NEWS