له بشار الاسد وروسته د سوريې حالات، فرصتونه او ننګونې
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز علمي غړي څېړندوی عاشق الله اخلاص يار (له بشار الاسد وروسته د سوريې حالات، فرصتونه او ننګونې) تر سرلیک لاندې علمي - څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ، په دغه علمي - څېړنيز کنفرانس کې څېړونکي د ۲۰۲۴ز.کال يا د بشار الاسد وروسته د سوريې د نوي رژيم د موقت ولسمشر احمد الشرع په موده کې د سوريې سياسي، امنيتي، اقتصادي او اجتماعي حالات بيان کړل او له هغې وروسته يې د سوريې وروستي فرصتونه او ننګونې روښانه کړې، اخلاص يار پخپل څېړنيز کنفرانس کې د سوريې لپاره دوه سناريوګانې هم وړاندې کړې، د ده په نظر چې سوريه کې به نسبي ثبات رامنځته شي، د رغونې، اقتصاد او امنيت لپاره يې اوسني مشران له نړيوالو او سيمه ييزو هېوادونو سره په ګډو هڅو بوخت وبلل. همدارنګه په دې کنفرانس کې نوي رژيم ته سيمه ييز او نړيوال غبرګونونه، د سوريې په نوي رژيم کې د ډلو او قومونو ونډه، د سوريې د نوي رژيم بهرنۍ پاليسي، د احمد الشرع بهرنۍ اړيکې او سفرونه، سوریې ته د نورو هېوادونو د استازو سفرونه، په سوريه کې د وسله والو ډلو حالت، په سوريه کې د بهرنيو فکتورونو وضعيت او نور اړوند موضوعات وړاندې شول، چې په پايله کې د کنفرانس لپاره علمي کميټې ياد کنفرانس مثبت و ارزاوه.
