مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

Ezatullah_admin
Thu, Jun 25 2026 12:12 PM
مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د علمي غړيو او ارزونې هیئت په حضور کې "مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې" په سرلیک علمي – څېړنیزکنفرانس وړاندې کړ.

په دې سیمینار کې په ټولیز ډول لاندېني مطالب وړاندې شوي دي:

مشواڼي د پښتنو له هغو لرغونيو او تاریخي قبیلو څخه ده چې د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې آباد دي او تر فرضي کرښې ورآخوا پر بېلابېلو سیمو او ښارونو سربېره په سوېلي پښتونخوا، هند او ایران کې هم مېشت دي. د دې قبیلې د نسب او قومي ریښو په اړه په تاریخي کتابونو او ولسي روایتونو کې بېلابېل نظرونه لیدل کېږي. ځینې سرچینې مشواڼي سادات ګڼي، ځینې یې د نیازیو له ښاخونو څخه بولي او نور یې د غرغښتي پښتنو د کاکړو له ټبر سره تړي.

په دې سیمینار کې د سوېلي پښتونخوا د مشواڼیو د تاریخي مخینې، جغرافیایي پراختیا، قومي جوړښت، ټولنیزو دودونو، اقتصادي ژوندانه، فرهنګي ځانګړنو او نومیالیو شخصیتونو په اړه معلومات راټول او تحلیل شوي دي.

د څېړنې موندنې ښيي چې مشواڼي د سوېلي پښتونخوا په ځانګړي ډول د پنجپای (شُره رود) په سیمې کې د پام وړ تاریخي او فرهنګي مخینه لري او د پښتني فرهنګ، دیني علومو، ادبیاتو او ټولنیزو ارزښتونو په ساتنې کې یې رغنده ونډه اخیستې ده.

په دې کنفرانس کې دا هم څرګند شول چې د وخت په تېرېدو سره د دغې قبیلې ځینې فرهنګي ځانګړنې بدلې شوې دي، خو بیا هم د خپل قومي هویت او دودیزو ارزښتونو په ساتنې کې بریالي شوي دي.

څېړونکي د سیمینار په وروستۍ برخې کې د ګډونوالو پوښتونو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل او په پای کې د ارزونې هیئت له خوا د رایو په اتفاق سره مثبت وارزول شو.

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS