د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کادري بستونو د ازموینې نېټې خبرتیا!

Ezatullah_admin
announcement

درنو نوماندانو!

دا چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کادري بستونو په رقابتي پروسه کې مو ګډون کړی، له تاسو ټولو څخه مننه کوو، نو تاسې ته په ډېر درنښت خبر درکول کېږي چې ستاسې مسلکي ازموینه په لاندې ډول اخیستل کېږي:

1. د ریاضي، فزیک او تخنیک مرکز ریاست او د کیمیا، بیولوژي او زراعت مرکز ریاست ازموینه د ۱۴۰۵ لمریز کال د میزان پر ۶ مه نېټه د دوشنبې ورځ د سهار په ۸:۳۰ بجو.  د دوشنبي آزمویني نوماندانو لیست.

2. د طب، ځمکپوهنې، ژبو او ادبیاتو، ټولنیزو علومو او سیمه‌ییزو مطالعاتو مرکزونو ریاستونو ازموینه د ۱۴۰۵ لمریز کال د میزان پر ۸ مه نېټه د چهار شنبې ورځ د سهار په ۸:۳۰ بجو.  د چهار شنبي آزمویني نوماندانو لیست.

امتحان به د افغانستان د  علومو اکاډمۍ په مرکزي ودانۍ، د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو تالار، شپږم پوړ کې چې د نوي ښار پارک د تېلو ټانک ته مخامخ د شاه ببو جان کوڅه کې موقعیت لري، اخیستل کېږي. 

د یادونې وړ ده چې درانه نوماندان دې د ازموینې په ورځ یوازې د تابعیت تذکره او شین (ابي) خودکار قلم له ځان سره ولري، له دې پرته له هر ډول برېښنايي وسایلو، کتاب، بکس او نورو توکو له راوړلو څخه دې ډډه وکړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:

۰۷۸۶۶۰۸۷۳۵ – ۰۷۴۷۴۴۷۹۶۸ – ۰۷۷۰۷۹۲۹۲۷
 

Documents

د دوشنبې د ورځې ازموینې د نوماندانو لیست
د چهارشنبې د ورځې ازموینې د نوماندانو لیست

Latest announcements

Tue, Sep 24 2024 11:28 AM
Background image

Afghanistan and the Region: Opportunities and Challenges

The Regional Studies Centre of Afghanistan Science Academy intends to host an international seminar on “Afghanistan and the Region: Opportunities and Challenges” exploring current . . .

Mon, Feb 22 2021 11:14 AM
Background image

Article Announcement;

Afghan pride, Pacha Khan International Seminar Based on President of the Islamic Republic of Afghanistan guidance, the Ministry of Information and Culture is proud to mark the 100th . . .

Back to announcements