د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود د اوزبېکستان علمي پلاوي سره ولیدل

Ezatullah_admin
Tue, Oct 06 2026 10:04 PM
د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود د اوزبېکستان علمي پلاوي سره ولیدل

کابل، د ۱۴۰۵ کال د تلې ۱۴مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع الآخر ۲۳مه) د افغانستان د علومو اکاډمۍ په مقر کې د علومو اکاډمۍ رئیس د اوزبېکستان د مسلمانانو د ادارې له لومړي معاون او د راغلي علمي وفد له مشر محترم حامد جان ایشمت بیکوف سره تفصیلي او دوه اړخیزه لیدنه ترسره کړه. په دې ناسته کې پر علمي او تاريخي اړیکو او د ماوراء النهر سیمې پر تاریخي او علمي ارزښت خبرې وشوې.

په یاده ناسته کې لومړی د اوزبېکستان د مسلمانانو د ادارې لومړي معاون ښاغلي بیکوف خبرې وکړې. هغه له افغانستان څخه د خپل سفر په اړه خوښي څرګنده کړه او د افغانستان د اسلامي امارت او علومو اکاډمۍ لخوا د دوی د پلاوي له تود او مخلصانه مېلمه پالنې مننه وکړه او په اسلامي علومو کې د امام برهان الدین مرغینانی رحمه الله علمي میراث او مقام د بین المللي علمي ـ څېړنیز کنفرانس د وړاندې کولو په پار یې د علومو اکاډمۍ له مشرتابه څخه یې د مننې او خوښۍ اظهار وکړ.

محترم ایشمت بیکوف د تاریخ په اوږدو کې د افغان ولس د علم او پوهې سره د هغوی د بې کچې مینې ستاینه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دیني، علمي تاریخي او معنوي پیوندونه له پېړیو راهیسې دوام لري او د نوي علمي تعامل پیل د دواړو ملتونو د ورورولۍ بله ښکاره نښه ده.

په مقابل کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ماوراء النهر او بلخ سیمو پر تاریخي او علمي جغرافیا مفصلې خبرې وکړې او ویې ویل: ماوراء النهر یوازې یوه وچه جغرافیا نه وه، بلکې په تاریخ کې د علم او عرفان یو داسې ستر مرکز و چې په واقعي معنی انسان سازه سیمه ګڼل کېده. د دغې علمي حوزې او حنفي فقهې د سترو علماوو روزنه او آثارو د ټول اسلامي امت فکري او عرفاني ژوند ته لاره ښودلې ده.

محترم شیخ صاحب د ستر فقیه او محدث امام شیخ الاسلام امام برهان الدین مرغیناني رحمه الله د فقهې د مشهور او منل شوي اثر «الهدایة» کتاب او د هغه د علمي مقام یادونه وکړه. دغه راز یې د امام بخاري، امام ترمذي او بهاءالدین نقشبند په څېر د سترو انسان سازو شخصیتونو په روزلو کې د دغې سیمې ونډه بې ساري وبلله.

په پای کې راغلي وفد ته د علومو اکاډمۍ د مشرتابه لخوا یو شمېر ډالۍ هم ورکړ شوې.

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS