غوره اخلاق د نبوي احادیثو له نظره

Ezatullah_admin
Tue, Oct 20 2026 2:54 PM
غوره اخلاق د نبوي احادیثو له نظره

د افغانستان د علومو اکاډمي، د اسلامي علومو معاونیت، د عقیدې او ثقافت مرکز، د ثقافت او تاریخ اسلام انسټیټوټ علمي غړی، محترم دکتور مفتي عبد العلي حقاني علمي کدر ته د شاملېدو لپاره (غوره اخلاق د نبوي احادیثو له نظره) تر سرلیک لاندې د علومو اکاډمي په عمومي تالار کې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ، چی مثبت وارزول شو.

په دغه کنفرانس کې تشرېح شول، چې اخلاق د انسان د فردي او ټولنیز ژوند له مهمو او اساسي برخو څخه دي او د انسان د شخصیت په جوړښت، له نورو سره په چلند او د یوې سالمې ټولنې په رامنځته کولو کې بنسټیز رول لري؛ په کنفرانس کې د موضوع د اهمیت په بیانولو سره وویل شول، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د غوره اخلاقو د بشپړولو او د انسانانو د اخلاقي اصلاح لپاره مبعوث شوی و او په خپلو مبارکو ویناوو، لارښوونو او عملي ژوند کې یې د ښو اخلاقو بېلابېل اړخونه روښانه کړي دي، ځکه خو په نبوي احادیثو کې د صداقت، امانت، تواضع، صبر، حیا، عفوې، ترحم، شفقت، عدالت او له خلکو سره د نېک چلند په اړه څرګندې لارښوونې شوې دي.

د دغې څېړنې اساسي موخه د نبوي احادیثو له مخې د غوره اخلاقو د پېژندنې، فضایلو او اهمیت څرګندول وو، ترڅو دا پوښتنه ځواب کړي، چې نبوي احادیث د غوره اخلاقو په اړه کومې لارښوونې وړاندې کوي او د دغو اخلاقو عملي کول د فرد او ټولنې په اصلاح کې څه ډول رول لري.

محترم دکتور حقاني په دغه علمي څېړنه کې له کتابتوني او تشریحي ـ تحلیلي مېتود څخه استفاده کړې او اړوند مستند معلومات یې د احادیثو له معتبرو کتابونو، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سیرت له اثارو او د اسلامي اخلاقو له منل شویو علمي سرچینو څخه راټول کړي دي.

د کنفرانس په پای کې د څېړنې پایلې وښودله، چې غوره اخلاق د نبوي لارښوونو مهمه برخه ده او د مؤمن د ایمان او شخصیت له بشپړتیا سره ژوره اړیکه لري؛ همدارنګه دا روښانه شوه، چې د نبوي اخلاقو عملي کول، د فرد د شخصیت په اصلاح، د ټولنیز اعتماد، مینې، ورورولۍ او متقابل احترام په پیاوړتیا کې مهم رول لري او په ټولنه کې د دروغو، خیانت، ظلم او حسد په څېر د لویو اخلاقي ستونزو د له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

د علومو اکاډمي واټس اپ چینل سره د یو ځای کیدو لپاره لاندې لینک تعقیب کړئ....

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

 

 

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS