د افغانستان علومو اکاډمۍ له رئیس سره لیدنه؛
![د افغانستان علومو اکاډمۍ له رئیس سره لیدنه؛](/sites/default/files/2020-07/110302757_3298169626910254_2772504807434339870_n.jpg)
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاءالحق امرخیل نن په خپل کاري دفتر کې د علومو اکاډمۍ له مشر څېړنوال ډاکټر عبدالظاهر شکیب سره وکتل.
په دغه ناسته کې پر یو شمېر مهمو مسایلو سربېره په علومو اکاډمۍ کې د وروستیو اصلاحاتو، په هېواد کې د علمي تحقیقاتو د کیفیت ښه والي، له نړیوالو څېړنیزو بنسټونو سره د اړیکو پر پیاوړتیا او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت او یادې ادارې ترمنځ د کاري همغږۍ پر زیاتوالي بحث او خبرې اترې وشوې.