د اکاډميسین سليمان لایق د جنازې مراسم ترسره او خاورو ته وسپارل شو

Ezatullah_admin
Wed, Aug 12 2020 9:39 AM
د اکاډميسین سليمان لایق د جنازې مراسم ترسره او خاورو ته وسپارل شو

کابل: د هېواد د نامتو علمي، فرهنګي او اجتماعي شخصيت اکاډميسین سليمان لایق د جنازې مراسم ترسره او نن (د ۱۳۹۹لمريز کال د زمري ۲۱مه) په کابل ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

نن سهار له ۸ څخه تر ۱۰:۳۰ بجو پورې د شهيد سردار محمد داود خان په روغتون کې د نوموړي د درناوي مراسم ترسره او بيا يې جنازه د کابل ښار په عیدګاه کې ادا شوه. وروسته د ده جسد د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

په دې مراسمو کې د هېواد لوړپوړو چارواکو، علمي- فرهنګي شخصيتونو، د ملي شورا غړو او د هغه مينه والو ګډون کړی و.

د هغه تر تدفين وروسته يو شمېر چارواکو، پوهانو او علماوو خبرې وکړې.

څېړندوی عبدالرحمن عادل د علومو اکاډمي په استازيتوب وويل چې اکاډميسین سليمان لايق په علمي – فرهنګي ډګر کې د سيمې په کچه ځلېدلې څېره وه چې زموږ د هېواد په فرهنګي غنامندۍ کې يې پوره رول درلود. د علومو اکاډمي د اکاډميسین سليمان لایق پر علمي، فرهنګي او ادبي خدمتونو وياړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ نوماند سرپرست وزير محمد طاهر زهير، اکاډميسین لایق د هېواد پېژندل شوې علمي، فرهنګي او ادبي څېره ياد کړه او هغه ته يې د ابدي سوکالۍ هيله وکړه.

ده ژمنه وکړه چې د ارواښاد لايق له کورنۍ سره په همغږۍ به د نوموړي پاتې ناچاپ آثار چاپ کړي.

پوهاند رسول باوري وويل چې اکاډميسین سليمان لايق چې د تېرو شپږو- اوه لسيزو ولوليز شعر او ادب کومه کړکۍ پرانیستې وه، هغه د تل لپاره وتړل شوه. ډېر وخت په کار دی چې د لايق په څېر شخصيت پیدا او دغه تشه دې ډکه شي.

خو د ده په وينا، لايق ځوان نسل ته داسې آثار پریښي چې د وروستيو کابو پنځوسو کلونو د بدلونونو او تحولاتو تياره او غامض ټکي په کې ښکاره شوي دي. ځوان نسل دې د ده آثار مطالعه او ولولي، ځکه د ده آثار د يوه نسل لپاره نه، بلکې د پېړيو لپاره د لارښود حيثيت لري.

ديني عالم ډاکټر سيد حسين توکلي د نورو څرګندولو ترڅنګ، لايق وطندوست شخص وباله.

د ملي ډيموکراتيکو قوتونو پیغام کابل خان تدبير او د افغانستان د قلم ټولنې پیغام څېړنپوه محمد نبي صلاحي ولوست.

په پای کې د ارواښاد لايق د کورنۍ په استازيتوب بشير رویګر د حکومت له لوړپوړو چارواکو او د لايق د جنازې د درناوي او تدفين د مراسمو له کميسیون څخه مننه وکړه چې د ارواښاد لايق درناوی یې وکړ او د تدفين د مراسمو لپاره يې لازمې اسانتياوې برابرې کړې وې.

دغه مراسم د ماسپښين په یوه بجه د قاري محمد نعیم په دعائيه پای ته ورسېدل.

سليمان لايق د ۱۳۰۹ لمریز کال د تلې په ۲۱مه چې د ۱۹۳۰میلادي کال د اکتوبر له ۱۳مې نېټې سره سمون خوري د پکتیکا ولایت د ښرنې د ایمني خېلو په کلي کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

دی د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د میاشتې په ۱۳مه د کابل ښار په شش درک سیمه کې په یوه برید کې سخت ټپي شو، چې لومړی په کابل کې تر درملنې لاندې ونیول شو، خو د روغتیایي حالت د خرابوالي له امله هندوستان ته ولېږدول شو او له هندوستانه د ښې درملنې لپاره جرمني ته ولېږدول شو او په پای کې د ۱۳۹۹لمریز کال د زمري د میاشتې په ۱۰مه د جرمني هېواد د ماینڅ په روغتون کې له ابدي ژوند سره یوځای شو. د هغه جسد تېره ورځ (د اسد ۲۰مه) له جرمني څخه کابل ته را انتقال شو.

Latest news

Thu, May 12 2022 11:56 AM
Background image

Evaluation the soil pH of different Villages of Mihterlam capital of laghman province and ways to improve it

Assistant professor Khalil Rahman Barakzai Abstract Soil pH is an important factor for desirable crop productions. However, due to soil amendments it is changing and negatively. . .

Thu, Mar 31 2022 10:02 AM
Background image

Study the position of Indian and Greek religion in Kushan period

Introducing Scientific Project of Assist Prof. Ali Ahmad Jafari 1- Title of Project: Study the position of Indian and Greek religion in Kushan period 2- Duration of Research: Six years. . .

Sat, Mar 13 2021 10:16 AM
Background image

Afghan Peace Obstacles and solutions "Scientific-Research Seminar"

Afghan Peace Obstacles and solutions "Scientific-Research Seminar" 7/march/2021 Under the direction of the President of Islamic Republic of Afghanistan, the Academy of Sciences of. . .

BACK TO NEWS