له امريکا متحده ايالاتو سره د پاکستان اړيکې؛ د سيمې او افغانستان پر سياسي، اقتصادي او ټولنيزو حالاتو يې اغېزې (۱۹۹۱-۲۰۱۶ز. کال)

Ezatullah_admin
Thu, Jan 02 2025 9:43 AM

"علمي ـ څېړنېزې پروژې دفاع"

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز څېړونکي ښاغلي څېړندوی عبدالصبور مبارز څېړنوال علمي رتبې ته د ترفيع په موخه (له امريکا متحده ايالاتو سره د پاکستان اړيکې؛ د سيمې او افغانستان پر سياسي، اقتصادي او ټولنيزو حالاتو يې اغېزې (۱۹۹۱-۲۰۱۶ز. کال)) تر سرلیک لاندې له خپلې علمي ـ څېړنیزې رسالې دفاع وکړه.

څېړونکي په خپله رساله کې د پاکستان او متحده ايالاتو پر سياسي، اقتصادي او ټولنيزو-فرهنګي اړيکو سربېره پر سيمه او افغانستان د دغو اړيکو اغېزې روښانه کړي او بيا يې د همدغو اړيکو او اغېزو په رڼا کې اوسني حکومت ته طرحې او وړانديزونه ليکلي دي.

د څېړونکي لیکلې رساله د لارښود استاد ترڅنګ درې نورو پوهانو تاييد کړې او تقريظونه يې پرې ليکلي دي. د رسالې د ليکنې ترڅنګ څېړونکي د نورو شرايطو د بشپړولو په موخه درې علمي-څېړنيز کنفرانسونه ارايه کړي او په نړيوالو ژورنالونو کې د دوه مقالو ترڅنګ يې په داخلي ژورنالونو کې ۱۰ علمي-څيړنيز اثار خپاره کړي دي.

د ښاغلي مبارز دفاعيه د ټاکل شوي کمېسيون له لوري د رايو په يووالي سره مثبته ارزيابي شوه.