د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې/ ادبیات کودک و شیوه‌های تربیتی آن

Ezatullah_admin
Wed, Feb 11 2026 10:19 AM
د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې/ ادبیات کودک و شیوه‌های تربیتی آن

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ۱۴۴۷هـ.‌ق کال د شعبان المعظم پر ۲۲مه چې د ۱۴۰۴هـ.‌ش کال د سلواغې له ۲۱مې سره سمون لري، د سه‌شنبې/ درې‎نۍ پر ورځ د ماشوم ادبیاتو د موضوع څېړنې اهميت، ارزښت او اړتيا ته په کتلو سره «د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې/ ادبیات کودک و شیوه‌های تربیتی آن» تر سرلیک لاندې علمي- څېړنيز سيمينار د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد په تالار کې جوړ او ترسره کړ.

په دې سيمينار کې د کابينې څو تنو محترمو غړو، د هېواد له بېلابېلو اکاډميکو مرکزونو ګڼو پوهانو، څېړونکو، استادانو، د تحصيلي او فرهنګي بنسټونو استازو، مسلکي اشخاصو او متخصصينو ګډون کړی و.

سيمينار د قرآن عظيم‌الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل او بیا د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس محترم شيخ‌الحدیث مولوي فرید الدين محمود د سیمینار پرانيستونکې وینا وکړه، ښاغلي شیخ صاحب وویل: ماشومانو ته باید سالمه او په اسلامي روحیه سنباله روزنه ورکړل شي، ماشوم خپله فطري روزنه لري، که په خپل اصلي حالت پاتې شي نو دی په شریعت باندې برابر وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ماشوم په خپل اصلي فطرت باندې پیدا کېږي، یعنې مسلمان پیدا کېږي خو مور او پلار یې یهودي کوي او یا یې نصراني کوي او یا یې مجوسي (آتش پرست) کوي. په افغانانو باندې په تېرو څو لسیزو کې ډېرې ناخوالې تېرې شوې چې له بده‎مرغه دغه ناخوالو په ماشومانو باندې هم خپله بده اغېزه کړې ده، خو چې اوس موږ ته الله تعالی ښه زمینه او فرصت په لاس راکړی، نو زموږ لوی مسؤلیت دا دی چې خپلو اولادونو او ماشومانو ته اسلامي تربیه او سالمه فکري روزنه ورکړو او پرې نه‎ږدو چې د غیر شرعي او غیر اسلامي روزنې ښکار شي.

ورپسې د اسلامي امارت د رئيس الوزراء پيغام ولوستل شو، په پیغام کې د یاد سیمینار له جوړولو مننه وشوه او دا د قدر وړ اقدام وبلل شو او په یاد پیغام کې وویل شول چې: ماشومان د ټولنې لویه پانګه او د راتلونکي بنسټګر بلل کېږي. د اسلام په مبارک دین کې د ماشومانو په سالمه تربیه، اخلاقي اصلاح او روزنه خورا ډېر تأکید شوی دی. ځکه همدا ماشومان د سبا ورځې ځوانان دي چې د ټولنيز ژوند درانه مسؤلیتونه به په غاړه اخلي.

د یوه متدین صالح، باوقاره او بااخلاصه نسل روزل، هغه ستر مسؤولیت دی چې په پایله کې يې ټولنه معنوي لوړتیا، ثبات او اصلاح ته رسيږي چې له همدې امله باید د ماشوم روحي او فکري روزنه د حکومتي نظامونو په لومړیتوبونو کې وي.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ الحدیث مولوي شیر احمد حقاني صاحب د ماشوم د تربیت او ادب په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې: ماشوم د تربیت تابع دی، هر ډول تربیت چې ورکړل شي، نو هماغه ډول شخصیت ترې جوړېږي. ماشوم ته باید اسلامي روزنه ورکړل شي، ځکه چې په اسلام کې زیات ادبي او اخلاقي تربیت نغښتی دی. د اسلام له نظره د ماشوم مور او پلار دا مکلفیت لري چې د خپل اولاد ټولنیز او اخلاقي نظام د سمولو او سالمې روزنې په برخه کې پوره پاملرنه وکړي او د ماشوم د رشد او ودې هره مرحله په نظر کې نیولو سره روزنه ورکړي. د ماشوم اسلامي تربیه او ادب ورکول پر والدینو باندې حق دی او همداراز هغه ماشومان، چې یتیمان وي په خپلو سرپرستانو دا حق لري چې د دوی سالمه روزنه وکړي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ الحدیث مولوي ضياء الرحمن مدني صاحب د اولاد د روزنې په برخه کې د والدینو توجه او پاملرنې په اړه تفصیلې وینا وکړه او زیاته یې کړه چې: پخوا د عربو دا قانون و چې ماشومان به یې لرو پرتو سیمو او اطرافو ته لېږل؛ ترڅو له هغو خلکو څخه ادبیات او فصیحه عربي ژبه زده کړي. زموږ د ماشومانو د وروسته پاتې کېدو اساسي علت دا دی چې موږ خپلو اولادونو ته شرعي او اسلامي زده کړه نه ده ورکړې او د خپل دین په اړه مو ورسره بشپړ معلومات نه دي شریک کړي، که د رسول الله صلی الله علیه وسلم چلند ته پام وکړو، نو موږ ته روښانه کېږي چې هغه مبارک په هره برخه کې او هر وخت ماشومانو ته سالمه تربیه ورکړې ده او امت ته یې هم دا توصیه کړې ده چې خپلو اولادنو د ته د عبادت او ټولنیز ژوند ټول احکام او اخلاق ور زده کړي.

تر دې وروسته د سيمينار د علمي مقالو د لوستلو برخه پیل شوه چې په منځ منځ کې يې د څو وزارتونو او پوهنتونونو پیغامونه واورول شول. د سیمینار د موضوع په تړاو (۶۴) عنوانه علمي- څېړنيزې مقالې رارسېدلې وې او په سیمینار کې (۷) مقالې ولوستل شوې چې د ماشوم ادبیاتو بېلابېل اړخونه په کې روښانه او مفصل څېړل شوي وو.

سيمينار په مجموع کې مثبت وارزول شو او د علومو اکاډمي په تېره بیا د ژبو او ادبیاتو مرکز وستایل شو چې دغه ډول سيمينار يې جوړ او ترسره کړ.

د سيمينار ګډونوالو په پای کې لاندې پرېکړه‌ليک تصویب کړ:

۱- د ماشوم ادب لیکوال دې کوچنیانو ته په ادبي پنځونو کې د هغوی اړتیاوې او وړتیاوې، چاپېریال، عمر او نور مسایل په کلکه په پام کې ونیسي. دغه راز دې هغوی په ټولو هغو اصولو ځانونه پوه کړي چې د ماشوم ادب لیکلو پر وخت یې مراعت اړین دی.

۲- د ماشومانو لپاره د لوړ کیفیت ادبیات لږ دي او يا يې منځپانګه د وخت له اړتیاوو سره برابره نه ده، نو په کار ده چې ماشوم ته له اسلامي، فرهنګي ارزښتونو او عصري غوښتنو سره سمه محتوا تولید شي.

۳-د ماشومانو ځينې ادبیات له اسلامي او اخلاقي ارزښتونو سره سمون نه لري، نو په اسلامي اخلاقو او فرهنګي ارزښتونو سنبال د ماشوم ادبیات دې وپنځول شي، تر څو ماشوم د لوستلو له لارې نه یوازې فکري، بلکې اخلاقي وده هم وکړي.

۴-د کورنيو مشران دې په کورونو کې کتابتونونه جوړ کړي او له دې لارې دې خپل ماشومان منظمې مطالعې ته وهڅوي او هم دې ماشومان د ټکنالوژۍ له اغېزمنې او مفیدې ګټې اخیستنې سره بلد کړي.

۵-د ماشوم د ادبیاتو د څېړنې او ارزونې په برخه کې علمي او اکاډمیکې څېړنې او ارزونې کمې دي، نو په علمي او تحصيلي بنسټونو کې دې د ماشوم د ادبیاتو علمي څېړنې ډېرې شي او په منظم ډول دې د محتوا د کیفیت ارزونه وشي.

۶-په دولتي او نادولتي کچه باید د ماشوم د ادبیاتو د لیکوالو او څېړونکو مادي او معنوي ملاتړ وشي.

۷-د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د فولکلور او شفاهي ادبیاتو څانګې غړي دې د ماشومانو شفاهي ادبیات له بېلابېلو سیمو راټول، ثبت او تحلیل کړي.

۸-د پوهنې وزارت په درسي نصاب کې دې د ماشوم ادبیاتو داسې بېلګې ځای پر ځای شي چې د کوچنیانو له ذهني کچې او عمر سره سمون ولري، ترڅو له دې لارې د هغوی سالمه تربیه وشي او په اسلامي فکر وروزل شي.

۹-د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د ماشوم ادبیاتو د لا غوړېدا په موخه د ماشوم ادبیاتو ملي بنسټ بیا فعاله کړي.

۱۰-د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د يوې منظمې برنامې له لارې د ماشوم ادبیاتو د اړوندو آثارو چاپ او خپراوي ته جدي پاملرنه وکړي.

۱۱-د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د رسنیو اړوندې ادارې دې د ماشومانو د ښې روزنې لپاره داسې سالم، ارزښتمن او روزنیز پروګرامونه برابر او خپاره کړي چې د ماشومانو د اسلامي روزنې لپاره مؤثر او ګټور تمام شي.

۱۲-د کار او ټولنیزو چارو وزارت دې د ماشومانو د ټولنیز خوندیتوب ملاتړ لپاره له اسلامي ټولنیزو اصولو سره سم داسې برنامې ترتیب کړي، چې ماشومان د ټولنیز محرومیت او رواني فشار ښکار نه شي.

۱۳-د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست دې د دغه سيمينار د مقالو ټولګه چاپ کړي.

یاد سیمینار د علومو اکاډمي د طبيعي – تخنیکي علومو مرستیال مفتي امیرجان ثاقب صاحب په دعائیې سره پای ته ورسېد.

Latest news

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

Sun, Jul 13 2025 11:15 AM
Background image

The Role of Artificial Intelligence in Social Media

Assist Prof Hekmatullah Aziz, a research fellow at the Center for Social Sciences, Department of Human Sciences, Academy of Sciences of Afghanistan, delivered a scholarly presentation. . .

BACK TO NEWS