« بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه» د علمي - څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

Ezatullah_admin
Sat, May 09 2026 10:59 AM
« بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه» د علمي -  څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

دغه ټولګه « بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه» تر سرلیک لاندې د علمي ـ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه ده چې یاد سیمینار د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي- تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز له خوا د هېواد په کچه د یو ورځني سیمینار په توګه وړاندې شو چې پراخ رسنیز انعکاس یې درلود. د نوموړي سیمینار دغه ټولګه په (۲۷۲) مخونو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري کې چاپ شوه.

د یاد سیمینار په دغه ټولګه کې د بېلابېلو متخصصینو ډاکټرانو او پوهانو علمي ـ څېړنیزې مقالې شاملې دي، چې د موضوع اړوند څېړنې یې ترسره کړي؛ علمي بحثونه ترسره شوي او د موجودو ستونزو لپاره په کې حل لارې پلټل شوي دي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-02/Key%20Factors%20Influencing%20Patients%20to%20Seek%20Medical%20Treatment%20Abroad%20%28Research%20Articles%29.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست اړوند کتاب پلورنځي څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM

BACK TO NEWS