د افغانستان مالیاتي سیستم

«علمي- څېړنیز کنفرانس»
کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې معاون څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي «د افغانستان مالیاتي سیستم» تر سرليک لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لړم په ۵مه نېټه د دوشنبې پر ورځ وړاندې کړ.
ښاغلي اسحاقزي د یادې موضوع په اړه وویل: د بشري ټولنو په تاریخي بهیر کې دولتونو د خپل ملي حاکمیت د ټينګښت او پایښت په خاطر مسلحو قواوو او ټولنیز سیاسي ثبات لپاره مالي وجوهو ته اشد ضرورت درلود او لري یې، همدا علت دې چې هېوادونه د دغه اصل د تحقق په غرض د ټولنې د افرادو له عوایدو څخه مالیه راټولوي.
ده زياته کړه، مالیه د هېوادونو او دولتي نظامونو لپاره دومره با ارزښته ده، لکه انسان چې اکسیجن ته ضرورت لري. مالیه هغه الزامي ورکړه ده چې د هېواد افراد له خپلو عواید څخه یوه برخه د قانون مطابق پرته له متناسبو خدمتونو څخه دولت ته ورکوي.
هغه د مالیاتو د تاریخي بهیر د پرمختګ لړۍ په پنځو برخو ووېشله: لومړی یې لرغونی یونان، دویم منځنۍ پېړۍ(قرون الوسطي)، درېیم مرکنتلیستان، څلورم طبیعیون(فزیوکراتان) او پنځم د اقتصاد د علم مؤسسین .
اسحاقزي وویل: «مالیات د يوه هېواد لپاره د اساسي عنصر په توګه لازمي دي. د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، د ملي حاکمیت د ټينګښت او ټولنیز عدالت د پلي کولو، د مسلحو قواوو د تجهيزولو او د هېواد د ارضي تماميت د ساتلو لپاره مالیات راټولول ډېر مهم او اړين دي؛ مګر په خواشینۍ سره باید ووایم، زمونږ په هېواد کې مالیات څنګه چې لازم دي، د قانون مطابق نه راټولیږي او مالي فساد په کې ډېر زیات دی» .
د کنفرانس په پای کې د موضوع په تړاو پوښتنې مطرح او علمي بحث وشو.
د ويلو ده چې د دې غونډې په ترڅ کې د علومو اکاډمي د عمومي رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب له خوا د بشري علومو معاونيت پر ځينو علمي او ادارو غړو د هغوی د ښو کړنو په پار ستاينلیکونه ووېشل شول.