د افغانستان د علومو اکاډمي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب د کونړ ولايت والي ښاغلي محمد اقبال سعید سره وليدل
نن له غرمې وړاندې د افغانستان د علومو اکاډمۍ رئيس دکتور شکيب د کونړ والي ښاغلي محمد اقبال سعید سره ، چې د ملي دفاع وزارت مرستيال ښاغلي عبدالله رقيبي او يو شمېر فرهنګيانو يې ملتيا کوله د علومو اکاډمي په مقر کې ليدنه وکړه ، په دې کتنه کې د علمي څېړنيزو فعالیتونو او فرهنګي چارو په اړه هر اړخيزې خبرې وشوې او د متقابلو همکاريو ژمنې ترسره شوې. ددغه ليدنې په پای کې راغلو ميلمنو ته د علومو اکاډمي له اړخه نوي چاپ شوي آثار هم ډالۍ شول .